ورځپاڼو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د کابل ښار د تیرې ورځې د پیښو انځورونه خپاره کړي او په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې پدې پیښو کې شپږویشت کسه مړه او اووه شپیته نور ټپیان شویدي.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې دا خبر ورکړې دې چې تمه ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو د امنیت په اړه په اټالیا کې یوه غونډه جوړه شي.
ورځپاڼې خپله سرمقاله د سلواغې په شپږ ویشتمه نیټه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو کلیزې ته ځانګړې کړې خو دا پوښتنه يې هم کړیده چې ایا امریکا د پخواني شوروي اتحاد تیروتنې نه تکراروي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک کې د تیرې ورځې حملو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې ترهګرو پدغو حملو کې بې ګناه دولتي مامورین په نښه کړل.
ورځپاڼې د پرونیو پیښو ځینې انځورونه هم خپاره کړیدي چې پکې په روغتونونو کې ددغو حملو ټپیان هم ښودل کیږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د پوځي عملیاتو په مهال د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مسله راغستې او لیکلي دي چې ددې حالت دوام په افغانانو کې د نړیوالې ټولنې باور او دریځ ته زیان اړوي.
د افغانستان ټایمز انګلیسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په کابل ښار کې د تیرې ورځې حملو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې په څه ډول سره دا امکان لري چې د آرګ ماڼۍ ته څیرمه چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کیږي وسلې انتقال او دا ډول حمله وشي.
ورځپاڼې د همدې مسلې په اړه په یو بل ځاې کې لیکلي دي چې ولس مشر کرزي د شویو حملو په اړه د بیړنیو تحقیقاتو امر کړې دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د ملکي ادارو په پیاوړې کولو ټینګار کړې دې.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ کې تر ډیره د کابل ښار د تیرې ورځې پیښې راغستي او لیکلي دي چې طالبانو د څرخي پله د زندان د پیښې غچ د کابل له خلکو واخست.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم په همدې پیښو تبصره کړې او لیکلي دي چې دداسې پیښو د رامنځته کیدو اساسي علت د امنیتي ارګانونو کمزوري ده.
ورخپاڼې په یوه بله تبصره کې په افغانستان کې نړیوال ماموریت څیړلې او لیکلي دي دا ماموریت تر هغو نشي بریالې کیدلې چې د خلکو قناعت حاصل نشي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د کابل ښار د تیرې ورځې پیښې یوه بله خونړۍ ورځ بللې او لیکلي دي چې دا هر څه د ولس مشر کرزي د سترګو وړاندې ترسره شول.
ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د څرګندونو ځینې برخې هم خپرې کړي چې ویلي دي دوې په افغانستان کې د ماتې په نامه څه نلري.
خو ورخپاڼې د یو امریکايې چارواکي په حواله لیکلي دي چې تر راتلونکې پسرلي پورې به د افغانستان جنګ له ماتې سره مخ شي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیلې تبصرې يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې په کابل ښار کې په دولتي ودانیو د تیرې ورځې حملو ته په اشارې لیکلي دي چې دا د ملکي خلکو د وژلو لپاره د پلمې لټول وو.
خو اصلاح بیا په افغان دولت د نړیوالو انتقادونو ته په اشارې لیکلي دي چې له انتقادونو نه څه نه جوړیږي ښه به دا وي چې په یوه لار روان شو.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم په کابل ښار کې د تیرې ورځې د پیښو یو بشپړ رپورټ وړاندې کړې دې او په غټ سرلیک کې يې لیکلي دي چې ایا اوس هم له طالبانو سره خبرې کیږي.
ورځپاڼې د موضوع به دوام لیکلي دي چې طالبانو په دغو حملو کې له نویو تکتیکونو کار واخستلو
ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې له ترورستانو سره کلکه مبارزه غوره ده نه له دوې سره سازش.