کور / کیسه / یاجوج اوماجوج دتاریخ په پاڼو کښي

یاجوج اوماجوج دتاریخ په پاڼو کښي

په تاریخ کې د داسې پاچا چې نوم يې ذوالقرنین وي نه دی راغلی چې کوم سد يې جوړ کړی وي خو د یمن د« حمیر » پاچاهانو د وخت په شعرونه کې د ذوالقرنین نوم څو واري راغلی دی چې هغوی پر هغه ویاړي.
 دې پاچاهانو خپل د پلار نوم ذوالقرنین بللی چې د« تبع» پاچا وو هغوی وایي هغه لویدیځ او ختیځ ته سفرونه کړی اود یاجوج او ماجوج سد يې جوړ کړی دی.
 د هغو په تاریخ کې راغلي دي، چې د اسیا په شمال ختیځ کې د چین په شمالي لوړو سیمو کې یو وحشي کام ژوند کوی، چې ډیر شمیر وګړي یې درلوده او تل به يې پر ګاونډي هیوادو لکه چین او منځنی اسیا بریدونه کوله او ډیر نسلونه به يې په نیول شووسیمو کې پاته شوه او دهغه ځایو به یې دشمالي اروپا پر سیمو بریدونه کوله اوځینې کامونه يې همهلته هم پاته شوی دي.
 « فاکه هالخلفاء و تهذیب الاخلاق ابن مسکویه، و رسائل اخوان الصفاء» کتابونه لیکي.
« یاجوج او ماجوج هغه کسانو ته ویل شوی چې داسیا له شمال یاني تبت او چین څخه نیولې ترشمالي کنګل شوی بحر او په لویدیځ کې د ترکستان په سیمو کې ژوند کوي ».
 ځينې مورخین او مفسیرین لیکي:
« دا ددو غرو تر منځ ځای( تنګه) د قفقاز په غرونو کې ده دا تنګه د غرونو په یوه لړی کې چې لکه یو دیوال د دخزر د سیند او تورې بیحرې تر منځ ولاړدی او شمال له جنوب څخه جلا کوی شته او هلته یوازې همدا یوه تنګه شته چې نن هغه ته د« داریال» تنګه وایي چې د« تفلیس» او« قفقاز» د شاخوا ته پرته د ه چې تر اوسه هلته دسد ( دیوال )پاته شوني لیدل کیږی».
 اوس ټول تاریخ لیکونکي په دې باور دي چې دا سد د قفقاز په سیمه کې دی چې ذوالقرنین هغه د شمال وحشي کامونو دیرغل د مخنیو ي لپاره جوړ کړی دی.
دې وحشي کامونو ته یونانیانو د« سیت» یا «سکا» هم ویلی دي چې هم هغه « منګوګ« یا «منچوک» یا « منغول» وه چې د مغولستان د شمال اوسیدونکي وه .
 هرودت وایي: د« سیت» قبیلې له قفقازه راتله او به اوارو سیمو کې به يې غلاوي کولې».
مغولو د خپلو اصلي مځکویاني دخزر د بحیرې له شمال ختیځ څخه پر چين او هند بریدونه کول او ځینې وختونه يې هم د خزز د سیند د دواړو غاړو : ماوراءالنهر ، اذربایجان او ارمنستان بریدونه کوله.
نو د چین دیوال له ختیځ څخه او د ذوالقرنین سد له لوېدیځ څخه د هغو د مهارولو لپاره جوړ شوی دی.
تاریخپوه (التفهيم بيروني ) د نړۍ هیواونه په اوو برخو ویشلې دی
 چې لومړۍ برخه يې هند او شپږم يې ترک یا جوج او ماجوج دي.
شيخ شهاب الدين سهروردي په «قصة الغربة الغربية »کې لیکي:
«زموږ بېړۍ د یاجوج او ماجوج غره ته ورسیده زه په ډیرو خرابو چرتونو او د دنیا د مینې په خیالو کې وم. زما سره د ښاپیرۍ یاني د فکر او خیال قوت وو د مسو روانه چینه یاني حکمت زما په ولکه کې وه . نو ښاپیریو یاني قواوو ته مې وویل :چې دا مس پو کړئ،چې دا مس اوروګرځیده بیا مې زما او دیا جوج او ماجوج تر یانې خرابو چرتونو تر منځ سد جوړ کړ»
د النقض کتاب لیکي :« د روم د اقصی له ښاره تر یاجوج او ماجوج تر سد ه او د سومنات تر ځایه ټوله مسلمان دي»
د ګلستان په مجمل التواريخ په ۲۲ پاڼه کې لیکل شوی دی :
«علیشاه د معاندين في قلوبهم مرض په اغوا دې خطر ناکې دښتې ته پام شو د یاجوج او ماجوج د لښکرو سره چې د مځکې مفسیدین دی مخامخ شول اود نصرت سپاه هغو ته راورسیده»
 تاریخ دا تایید وي، چې دمغلستان په سیمه کې پخوا د تاتار یانو کام اوسیدی، چې په ډیره بیړه يې شمېر زیاتیدی او بیا یې پر ختیځ او سویل بریدونه پيل کړه او په هغوسیمو کې استوګن شول چې د دې وحشانو یو برید په څلورمې میلادی پیړۍ کې د اتیلا په مشری وو چې د روم امپراتوري يې له منځه یووړه او په دولسمه پیړۍ کې د چنګیز خان برید پر اسلامي هیوادو وو چې ډیر ښارونه یې لکه بغدادوبامیان وران کړل.
پنځه سوه کاله مخکې له میلاده د کوروش په وخت کې هم یو برید شوی چې په پایله کې يې د ماد او فارس متحد حکومت منځ ته راغلی دی او کوروش هم د هغو د بریدو د مخنیوی په پار یو سد جوړ کړی دی.
په لومړی سر کې مسلمانانو یاجوج او ماجوج د «خزر یانو »نیکونه بلل او نن بیا ځینې څیړونکي « اشکنازان» دیاجوج او ماجوج زوزات بولي.
 له تاریخه دا جوتیږي، چې یاجوج او ماجوج دوه ویشت قبیلې درلودې چې یوه قبیله یې د هغو نه جلا کیږي او ذوالقرنین دا سد یوویشت قبیلو ته بند وي او هغه جلا شوې قبیله يې ترکان دي چې جلا شوی دي.
ویل کیږي چې یاجوج او ماجوج کامونو هر یو ه څلور سوه طایفې درلودې د هغو عمر دومره ډیر وو چې تر څو يې خپل زرم لمسی نه وای لیدلی نه مړه کیده او هر یوه یې وسله لرله
شفیع ماحی احمدد«یاجوج او ماجوج پخوانۍ، اوسنۍ او راتلونکۍ فتنه » کتاب کې یا جوج او ماجوج همدا مغول بولي . هغه لیکي:
«یافث بن نوح د ختیځ خوا ته ولاړ د همدې کبله هغه سیمې د هغو په نامه ونومول شوې، چې نن د مغولو په نامه شهرت لري.
هغه د یا جوج او ماجوج لپاره اووه یرغلونه لیکي:
لومړی یرغل :د هغو لومړی یرغل( ۱۷۷۹-۲۲۰۶ )له میلاد ه مخکې شوی دی ،چې په هغه کې د «هیا» کورنۍ پر چین او منځنۍ اسیا بریدونه کړی دي.
دویم یرغل : چې د(۱۰۰۰-۱۵۰۰ )له میلاده مخکې شوی دی.
درېیم یرغل: چې اووه پيړۍ له میلاده مخکې شوی چې هغوی د روسې جنوب کې د قزوین دسیند په ځینو سیمو ، د قفقاز په شمال او د تورې بیحرې په سیمو برید و نه کړی دي او د اشوریانو سره جنګیدلي دي چې په تاریخ کې دا اشوریان د« اشکوزی» او «سکیسیون» په نامه یاد شویدي.
څلورم یرغل: يې هغه وتنه یا یرغل دی چې په قرانکریم په سوره کهف کې ورته اشاره شوې ده.
پینځم یرغل: چې پر اوسني چین باندې د اوومې میلاد ي پيړۍ نه مخکې شوی د ی
شپږم یرغل :چې په څلورمي میلادي پيړۍ کې د تورې بیحرې شاوخواته شوې دی.
اووم یرغل: چې دا دچنګیز یرغلونه پر خراساني سیمو دي
«شفیع ماحی احمد» لیکې:« د قیامت په رانژدې کیدو سره به د هغو اخیری یرغل وي» .


یو مسلمان مورخ« مقدسی »،چې په ( ۳۷۵هجري) کې وفات شوی دی لیکلي:
 «ما دا د ذوالقرنین سد (دیوال )په خپلو سترګو لیدلی دی چې د قففاز او تفلیس ترمنځ دره کې شتون لري چې مس او اوسپنه په کې کار شوې د ه . په ډیر ګمان دا د ذوالقرنین سد دی ځکه هغه ددو غرو تر منځ چې یا جوج او ماجوج یې په شمال کې مېشت دي او په هغه سد کې مس او وسپنه لیدل کیږي»
هغه لیکي:« خزر یوه پراخه سیمه ده چې شات ( عسل) او پسونه ډیر لري د هغه سد په اخیر کې یاجوج او ماجوج ژوند کوی د روم سره ګاونډیان دي. دوه سیندونه (کر اوراس) چې یو ښار د هغه په غاړه پروت دی ددی سیند اوبه داسې یو پېچلې سیند ته توییږي چې ‌ډیر خطری او تیاره ګړنګونه لري چې ورتګ ورته مشکل دی. د هغه ښار خلک بېله کب نیولو بل عاید نه لري هلته د« رود کر» او« رود ملک» ټاپو ګان پراته دی چې خلک په کښې اوسیږی په نورو ټاپو ګانو کې خلک نه اوسیږی هلته یوازې وحشي ځیناور لري د هغه وروسته بیا د دوو میاشتو د پښو لاره ده او بیا دا سد دی»
هغه لیکي:
«کله چې واثق بالله دا سد(دیوال ) په خوب ولید زه یې هلته ولېږلم واثق یو وار مخکې یو بل منجم د محمد بن موسى خوارزمي په نامه د خزر پاچا «ترخان» ته لیږلئ وو او دا وار هغه پينځوس سړي راسره کړه او پینځوس زره دینداره یې راکړه چې دا سد مالوم کړم او ما ته يې لس زره درهم او نورو هر یوسړي ته زر، زر درهمه او د لارې لګښت ورکړل او دوه سوه غاترې يې د سامانو د وړلو لپاره راکړل موږ د سد په لوري رهي شو.
 لس ورځي يې ونیولې، چې څو ویجاړ شوی ښارونو ته ورسیدو (۲۷) ورځي هلته وو د خلکو نه مو وپوښتل: دا ښارونه چا وران کړي دي؟
 خلکو ویل: دا ښارونه یا جوج او ماجوج وران کړی دي. بیا د کلاو خواته ولاړو چې غره ته نژدې وه چې دا سد د هغو په یوه خوله کې وو هلته مو یو ډله خلک ولیدل چې تازي او فارسي خبرې يې کولې، مسلمانان وه. بیا یو غره ته وختو، چې وچ او بې واښو وو بیا مو یو بل غر ولید چې پرې شوی وو او یو سلو پینځوس ذراع يې پراخوالی درلود او د غار(تنګې) دوو خواته غټ غټ ستونونه لیدل کیدل چې د هر ستون لوړوالی پینځه ویشت ذراع(له درګا تر پورته دیواله ) لوړ وو او هغه چې لاندې مالومیده لس ذراع وو دټول دیوال لوړ والی( پینځوس ذراع) و چې د وسپنې او مسو په خښتو پوښتل شوی وو.
 ددو ستونو پر سر یو دروند د وسپنې ستون پروت وو چې یو سلو شل ذراع اوږد او پنځه ذراع سورور وو چې هر سر یې لس ذراع په ولاړو ستونونو پروت وو ددې پروت ستون سر د مسو او وسپنې په خښتو پوښلی وو.
د غره په سر یو اوږد دیوال چې اخیر یې نه لیدل کیدی جوړشوی وو د هغو په سر کتاره لرونکی برنډې (بالکوني) وي او په هره برنډه کې دوه ښکره مخ په مخ ایښول شوی وه. د وره په راسته خوا په لرغوني ژبه لیکل شوی وه: هغه وخت چې د خدای وعده ورسیږي دا به ماته شي او د خدای وعده استواره ده.
موږ هغه ښه تر نظر تیره کړه په هغو کې ژیړ رګونه د مسو او یو تور رګ د وسپنې لیدل کیده د دروازې دچوکاټ ځای چې په غره کې کیندل شوی وو مالومیدی او د هغو دیګو ځای چې مس او وسپنه به کې ویلې کیده مالومیده او د هغه تنابونو او رسیو ځایونو چې دا درې لاستې دیګونه يې پورته کول لیدل کیدل»


دی سد ته په ارمني لرغونو منابعو کې «بهاک ګورایي» یا «کابان ګورایی» ویل شوی دی چی مانا یې ده د ګورایي سد یا دګورایي لاره.
ګرجان دې سد ته د وسپنې دروازه او ترکان هغه ته « »دمیرګاپی وایي . DemirKapi
د« کر» سینددې سد ته نژدې بهیږي چې یونانیان هغه « سایرس» نومولی دی چې شاید د کوروش یوناني شوی ډول نوم وي.
روحالمعاني لیکلي: «ځینې مورخین وایي د ذوالقرنین نوم« فریدون د اثفیان زوی او هغه بیا د جمشید زوی» دی. چې دخراسان د پیشدادایانو پینځم پاچا وو چې ډیریو عادل پاچا وو».
طبري لیکي:«خضر(ع) د فریدون په وخت کې وو خو ځینې وایي د موسی(ع) بن عمران اوځينی وایی د ذوالقرنین په وخت کې لوی شوی او د ابراهیم خلیل الله په وخت کې وو، او خضر(ع) په خپلو سفروکې د ذوالقرنین سره د حیات چینه لیدلې او دهغه څخه یې اوبه څښلي دي، چې ذوالقرنین په دې پوه شوی نه دی نو ځکه خضر تل ژوندی پاته شو».