کور / راپور / پښتو ادبي تړون چمن : خپلواکه پښتو مشاعره وکړله (انځوریز راپور)

پښتو ادبي تړون چمن : خپلواکه پښتو مشاعره وکړله (انځوریز راپور)

د مشاعرې مشر مېلمه عمرګل عسکر د وینا او شعر اورولو پر مهال پر دریځ باندي درنه مېلمانه او په تالار کي د مشاعرې برخه وال تر سترګو کیږي، روزي خان وطنوال د شعر ویلو پر مهال دې پتمني مشاعرې ته د هر فکر او نظر لرونکي خلګ رابلل سوي  عادل اڅکزی چي د مشاعرې د ویاندویني چاري یې پرمخ بېولې دې پتمني مشاعرې ته د هر فکر او نظر لرونکي خلګ رابلل سوي   


له کوټي څخه راغلی شاعر او څېړونکی ډاکټرلیاقت تابان د شعر وړاندي کولو په وخت کي د مشاعرې کوربه رحمت الله رحمت د ټولو مېلمنو او برخه والو څخه د دوی د راتګ او ګډون له کبله مننه  د پښین د سیمي ځوان لیکوال او تکړه شاعر عصمت زهیر د لنډي وینا وروسته خپل شعر وړاندي کوي له زیارت څخه راغلی ځوان شاعر محمد یوسف ساحل خپل نظم وړاندي کوي شاعر او نقاد ډاکټرنصیب الله سېماب د وینا څخه ورسته ګډونوالو ته خپل نظم اوروي


 View as Slideshow


له کندهار څخه راغلی ځوان او نوښتګر شاعر واصل حسنیار برخه والو ته خپل شعر وړاندي کوي د چمن د سیمي درانه سپين ږیري له خپل ادبي ذوق له مخي مشاعرو ته په ډېره لېوالتیا سره راځي او د شاعرانو شعرونه په خورا پام او فکر سره اوري د چمن د سیمي درانه سپين ږیري له خپل ادبي ذوق له مخي مشاعرو ته په ډېره لېوالتیا سره راځي او د شاعرانو شعرونه په خورا پام او فکر سره اوري ټولو درنو ګډونوالو د هر شاعر شعر په ډېره پاملرنه او غور سره واورېدی


د ۲۰۰۹م عیسوي کال د فروري پر اتمه نېټه چي د یکشنبې ورځ وه، د ماپښین پر پاوکم څلوربجې د پښتو ادبي تړون چمن له اړخه یوه درنه او پښتنه مشاعره د قرآن عظیم الشان په مقدسو ایاتونو سره قاري جمال الله جمال پېل کړه ، د ویاندویني چاري نعمت الله پښتونیار او عادل اڅکزي په ګډه پر مخ بېولې ، باید ووایم چي د چمن د سیمي سره سره د نورو پښتني سیمو کندهار ، کوټي ، پښین ، ذابل او برښور څخه درانه لیکوالان او شاعران په خورا لېوالتیا سره راغلي وو چي دې مشاعرې ته یې لانور خوځښت او نوښت وباخښۍ، د مشرمېلمه څوکۍ شاعر او لیکوال عمرګل عسکر ته وسپارل سوه ، دریځ ته واصل حسنیار ډاکټرلیاقت تابان او ډاکټرنصیب الله سیماب هم دمېلمنو په توګه وغوښتل سوه ، د کوربه څوکۍ رحمت الله رحمت ته وسپارل سوه.



کومو شاعرانو چي پر دریځ خپل خواږه شعرونه وړاندي کړل د هغو نومونه په دې ډول دي سلېمان ګلفام ، اسدالله الفت ، نظرمحمد درمان ، عبدالوهاب ولي ، روزي خان وطنوال ، صادق صبا ، یارمحمدسیال ، سلطان محمد قدردان شېربهادر اڅکزی ، امیرمحمدامېدوار ، محمدنبي خادم ، حاجی الله محمد سایل ، شمس الله پردېسي ، عنایت الله خاکیار ، نظام الدین مدني ، احسان الله شاکر ، عبدالحی حکمت ، محمد نبي امېد ، حاجي محمد آواب ، نظامي ، عبدالرازق راشد ، ولي الله ولي ، محمد یوسف ساحل ، حاجي ملا عبدالصمد بېوس ، محمود احمد عفت ، محمد یعقوب حېدري ، عبدالقدوس آذاد ، مطیع الله شاهین ، شرافت الله شریفي ، عبدالستار راهیاب ، عبدالغفارمظلوم جان ، احمدصوفي زاده ، حاجي ولي جان ، حبیب الله جواد ، عمرجان کدنیوال ، عبداالمالک ذوالقلم ، حاجي محمد اکبر نعمتي ، عصمت الله زهیر ، رحمت الله رحمت ، ډاکټرنصیب الله سیماب ، ډاکټرلیاقت تابان ، واصل حسن یار او عمر ګل عسکر ، د یادوني وړ ده چي دې مشاعرې ته له المان څخه شاعر او لیکوال محمد امین بیسمیل خپل پېغام او شعر را لېږلی وو او د هرات څخه د سپيني ادې کلتوري ټولني فعاله غړي محمد نعیم افغان هم خپل شعر رالېږلی وو چي پر دریځ وړاندي سوله .



په دې نژدې ورځو کي زموږ د پښتو ادب خواخوږي هر یؤ لکه حاجي جمال عبدالناصرکاکړ ، ملا غلام یحیا ، ډاکټرکلیم الله صدام او جعفرخان اڅکزي پر ناڅاپه مړینو په رسمي توګه د غم څرګندونه وسوه او د دوی د ارواح د خوښی په خاطر مولوي محمد آواب یوه ګډه تعزیتي دعایه پر دریځ ولوستله ، د حاجي اختر محمد مېراني او عزیزماما اېډوکېټ د روغ صیحت له پاره هم له ټولو برخوالو څخه د انفردي دعا غوښتنه وسوه .


د مشاعرې په ترڅ کي ټولو شاعرانو په ډېر صمیمانه ډول د خپلو زړونو بړاس د نظم او غزل په چوکاټ کي وړاندي کړ،چي د برخوالو لخوا څخه په تودوحېساساتي چکچکوبدرګه کېدله،هرشاعر پخپل شعر کي انځور لرونکي خیال او پېغام لرونکي فکر ته ځای ورکړی وو چي پر مشاعره یې لا ښکلا ، ځلا او حرکت لورا وی،ټولو درنو شاعرانو د هنر او تکنیک په تار پېیلي د بزم سخن په نرمه او پسته ژبه د انسانیت دوستی ، د اخوت او برابری ، د مهذب ژوند ، د علم او ادب د خپرېدو ، د محکومۍ څخه د خلاسون ، د استحصالي نظام د پای ته رسېدو او نوري د پام او فکر وړ خبري کولې .


 د نننۍ مشاعرې مشر مېلمه عمرګل عسکر د خپلي وینا په ترڅ کي وویل چي د اردو ژبي یؤ ناول دی نوم یې دی (جنت کي تلاش) د  ؛جنت په لټه؛ دا ناول د ۱۹۶۰ سنې په لسیزه کي لیکل سوی دی، ددې ناول لیکوال د چمن سیمه له نژدې څخه لیدلې ده هغه د چمن په باب لیکي چي دغه سیمه ډېره شاته پاته سیمه ده، زه د همدې لیکوال د خبري په شالید کي دا ویلای سم  نن چي د پرمختګ کوم مزي په دې مادي دور او نړۍ کي زغېدلي دي خو بیا هم چمن له دې پرمختګ څخه بې برخي دی نه پوهېږم چي دا د یؤ چا دسیسه ده که د د ې شاته کوم نور علتونه دي، د دې خبري بېلګه به زه تاسو ته داسي درکړم کله چي موږ په دې مشاعره کي د ګډون په موخه له کوټي څخه چمن ته راتلو نو لویه لاره  ډېره خامه او خرابه وه ، ځای ځای کهډي،ګړځ غبار او خاؤري چي سفر یې ډېر ستونزمن او له کړاوه ډک کړی وو .


زه د دې ادبي محفل په توسط له اړونده او ذمه واره ټاکل سوو نمایندهګانوڅخه جدي غوښتنه کوم چي خپل اولس په خاطر د خپلي سیمي دغه لویه بین المللي لار جوړه او ورغوی،عسکر زیاته کړه چي د نن خپلواکه پښتو مشاعره یوه ولوله لرونکې او ټولنیزه مشاعره ده،زه چي د دې مشاعرې ګډونوال او برخوال وینم نو دا په څرګند ډول محسوسوم چي د پښتو ادبي تړون چمن غړو په ډېر اخلاص دلته دې مشاعرې ته د ادبي احساس له مخي د هر مکتبه فکر وګړي رابللي دي چي په دې سره په عمل کي د دې منتظیمینو روڼ اندي موږ ته په زبات رسوي،زه دچمن دغه باوقاره ځوانانو شاعرانو او لیکوالانو ته پر دغه کامیابه او مهتابه مشاعره باندي مبارکي او نېک حېساسات په احترامانه ډول وړاندي کوم .