کور / خبرتیا او پيغامونه / د بست شلمه ګڼه چاپ شوه

د بست شلمه ګڼه چاپ شوه

بست د هغې پنځلس ورځنۍ خپلواکې جريدې نوم دى چې له دوو کلونو راهيسې له هلمنده چاپېږي، د دې خپرونې پرله پسې شلمه ګڼه هم په دې وروستيو کې له چاپه راوتلې ده، دا خپرونه تر دې مخکې مياشتنۍ وه چې اوس په هره پنځلسو ورځو کې په ٨مخونو کې چاپېږي.


بست اخبار د خپل معيار له مخې په هلمند کې د چاپي خپرونو په سر کې راځي، چې هر ډول کلتوري، ادبي، هنري او سياسي ليکنې خپروي او ګڼ لوستونکي لري. 



مسوول چلوونکى غلام سخي نوريوال: ٠٧٩٩١٠٩٢٩٢


مرستيال: احمدشاه پاڅون: ٠٧٩٩٨٥٠٥٥٣



برېښناليک: bust_journal@yahoo.com


د بست تېرې ګڼې د انټرنټ له لارې هم لوستلاى شئ: www.taand.com