کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کوچيان دافغانستان داصلی وارثينوپه توگه

کوچيان دافغانستان داصلی وارثينوپه توگه

که پښتون دی که تاجیک که هزاره دی  
دا يې خاوره  دا يې  کلی  دا يې کور دی
ستا د  پاره  به  همدا  خبره  بس  وي  
چې د خاورې قدر نکړې مخ يې تور دی


دريمه برخه



دليکني سر کې مې هم دغه ټکي ته اشاره وکړه چې دنړی په زيات شمير هيوادوکې انسانانو دکو چيتوب مرحله تيره کړېده اوپه ځينو کې تر اوسه يوشمير خلک دڅارويوپه روزنه مصرف دی  . اودخپل ژوند اړتياوي له دې لاري پوره کوی .  دبېلگې په توگه منگوليا تر اوسه  دکوچيانودهيوادپه نوم شهرت لري ،په روسيه ،قزاقستان قرغستان اوترکمنستان  ،سويدن رومانيا اوبلغاريا هيوادو کې  تر اوسه زيات شمير کورنۍ دڅارويوپه روزلو اخته دي .


په افغانستان کې پښتانه کوچيان دهيواد دنوروکوچيانوپه پرتله لويه برخه جوړوي ،اوکه دکوچي علمي تعر يف  په نظر کې ونيول شي نوتر ډيره بريده داپښتانه کوچيان دي چې ددې تعريف دمفهوم سره ورته ژوند لري . ددې لپاره چې په افغانستان کې دپښتنو شمير راکم کړئ دډير بيگانه پرستوپه سترگوکې همدا پښتانه کوچيان   اغزۍ دي . ځکه دوي په خپلو پښتون دښمنه ليکنو کې که له يوې خوا دټښتنوپر خلاف تبليغات کوي  اودرو غجن  مطالب خپروی ددې سره په څنگ کې په روان کال کښي چې د بهسودو ولسوالی  کې  دکوچيانو اوځايي خلکوتر منځ دڅړ ځاي پر سر عادي شخړه پېښه شوه ،نوسمدلاسه  دغوبېگانه پرستو دهزار گانودحقو قوددفاع تر نامه لاندي  په کوچيانو اوپښتنو پسی پښې رالوڅی کړې  اوپه دروغجنو تبليغاتو اوبې بنياده ليکنوئې پيل وکړ . ټولوپه يوه خوله  په خپلو ليکنو کې  چې په مختلفوافغان  دښمنه سايټو کې خپرې شوې اوياخپرېږي ددي لپاره تلاښ کړئ  چې له يوې خواپر پښتنو نارواتورونه ولگوي   په يوه اوبله بڼه ئې سپک کړی  اوله بلې خوا ليکي چې کوچيان افغانان نه دي اودوي دافغانستان اتباع نشي گڼل کېداي .


زه ئي دوعدې سره سم دوې بېلگې راوړم نوري ټولې  ليکنې همدا ډول دي ځکه  دټولو يادونه ډډه کوم  چې له يوې خوائې  ستاسو دوخت ضايع اودبلې خوادهغوي دشهرت لامل بولم  .


د دعوت  په پرله پسي ۱۴۸ ۱و ۱۴۹گڼې په  ۱۰ مخ کې مي  داکتر عنا يت اله شهراني  دنظام اينده سياسي افغانستان په نامه ليکنې  توج جلب کړه . هغه سره لدې چې په خپله بې بنياده ليکنه کښي ئي دافغانستان لپاره دپرديوپه مشوره اوگډه همکاري  څوجغرافيايي نقشې جوړې کړې . اوافغانستان ئي پر څو زونو وېشلئ .


لومړۍ  شهراني افغانستان پر ۷ ايالتونو اوبيا ئې پر دريو ايالتو وېشی لکه :


لومړی / خراسان : په هغه کې  هرات ،فراه،نيمروز،غور ، روزگان غزني ،باميان،زابل تر کابل ،کاپيسا اوپروان پوري يو ايالت  بولي .


دوهم / د ترکستان :  دبدخشان ،تخار،قندز، بغلان،پلخمري ،سمنگان ،بلخ ،جوزجان ،سرپل ،ميمنه اوبادغيس . د ايالت  په نوم يادوی .


دريم /  پښتونخوا : هلمند ،کندهار ،پکتيا  ، پکتيکا، خوست ،لوگر ،وردگ ،ننگرهار ،کنر ،لغمان بي ايالت دی  . ۲


له پورته طرحو اوڅېړن ليکونوڅخه  له ورايه څرگندېږي چې دوي څه غواړي ؟ اوکوم خوبونه وينې ؟ کله چي داخوبونه رښتيا نشي اوياددوي په مقابل کښي افغانان  له نفرته څخه ډک غبرگون ښکاره کړی له دوي نه لار ورکه شي . ځکه خوهم دوي عبد الرحمن خان ته تر اوسه په قهر دي . دهغه گناه داوه چي دافغانستان په شمال کښي ېې ملکتوائيفې قدرتونه ړنگ کړه اوټول ئي د افغانستان په يوه واحدد تشکيل کې سره راټول کړه.


دغه اوسنۍ افغانستان هغه افغانستان دی چې عبد الرحمن خان جوړ اودلته ئي دمرکزي حکومت بنياد داسي کښېښود چې دده تر مرگ وروسته دده زوي ،بيالمسی اودادی تر اوسه دغه يومټی اوواحدافغانستان  په توگه دمځکي دکري په نقشه کې ځاي لري .


پدي هيله چي زمادپورته څو جملونه بل ډول تعبير ونشي  لکه ديوبېگانه پرور ليکوال چي پدې ورځوکې کښي دپښتنو ضد يوه ويب پاڼوکې پخپله يوه لېکنه کښي  چي  ده ورته  تاريخي څېړنه ويلې وه ليکي وه چې (( احمد شاه بابا دافغانستان  بنسټ جوړونکی نه دی  . . . بلکه عبدالرحمن خان دی  ))  .


احمد شاه بابا پرحقه  دافغانستان مؤسس اوبنياد گزاردی  دهغه رول اونقش داوسنی افغانستان په جوړېدو کښي دډبري نقش دی له هغه انکار يوازي ليونيان اوددي هيواد دښمنان  کولاي شي .


ډاکتر صاحب  نورالحق نسیمی لکه ددوي نور انډيوالان کټ مټ دشهراني دنظر پيروي کوي .


عنايت الله  شهراني  په خپله ليکنه کې کوچيانوپه اړه  ليکی  : (( يکي ازمشکلات اساسي افغانستان عبارت ازکوچيها ميباشدکه آنها در خاک  هاي افغانستان ، پاکستان  وايران نظر به شرايط اقليمي حيات بسر ميبرند، ودرين مدت جنگ در افغانستان  تعداد زياد کوچي ها مستقر شده اند . کوچي ها بايد خود را متعلق بيک مملکت بدانند،ونميتوانند درسه مملکت متذکره در احصا ئيه داخل شده وازحقوق خود برابر باديگرباشنده گان اصلي حقوق مطالبه نمايند .اين  مردم  دراحصائيه ها ،به اکثريت واقليت ساختن نقش عمده اي رابازي کرده اند. . .  . ۳


دهمدې ليکنې لپاره دلومړی ځل لپاره دمالمو مرکزی کتابتون ته ولاړم هلته مې يو وخت يوکتاب ليدلۍ و غوښتل مي دهغه کتاب نه هم استفاده وکړم . هغه کتاب يوبل چا اخيستۍ و،دپلټلوپه وخت کې  مي  يوبل کتاب چې په ۱۳۸۲ ل کال چاپ شوی  او ډير ښکلۍ عنوان ئي لاره (    شناسنامه افغانستان .دبصيراحمد دولت ابادي ليکنه ) تر سترگو شو. ددي کتاب په ليدو ډير خوښ شوم . په زياته خوښۍ مي داکتاب راواخيست  ،کله چې مي د ليکنې لپاره داستفادې په خاطر  په لوستلو پيل وکړ ،هغه متل مي راپيداشو چې وايي((دباران څخه ولاړشوم تر ناوې لاندي کښېنستم)) . له بدمرغه داکتاب هم په همغه له عقدو ډکواحساساتوليکل شوی دی .زه نه غواړم اوس خپل وخت ددې کتاب پر څېړلو ضايع کړم  .دکوچيانوپه اړوندپدې کتاب کښې دليکل شوی مطلب  څخه تاسو درانه لوستونکی  له ورايه  پوهېږي چې بهرنيانو (ايران اوځيني شمالي گاونډيانو ) زموږ دهيوادپه تاريخ پسي څومره پښې رالڅی کړې دي  ،څومره غلط اودروغجن شيان خپروي .


ددې کتاب په ۶۹ پاڼه کې دکوچيانوپه اړوند داښاغلی ليکوال ليکې :


کوچي ها وقبايل آزاد سرحدي


((اين قشر ازجامعه ،دايم درسفر اند ،زيراهرکجاآب وعلف ديدند رمه رادرآنجا مي برند(رمه متشکل است است گوسفند ،شتر بز وحيوانات اهلي ديگر ،ولي بيشتر به جمع گوسفندوبزاستعمال مي شود) چه بسا اينکه گاهی حتي کشت زارهاي مردم رانيز مي چرانند که از اين بابت مردم هزاره جات دل پرخونی دارند. اينها ازتمام امورکشور بری الذمه اند،عسکری  نمی دهند وماليات ندارند. قبايل آزاد سرحدی که عمومأ درجنوب ومشرقی زندگي مي کنند نيزاز عسکري وماليات معاف اند وگاهي دولت ها حتی به آنها معاش هم مي دهند.)) ۴


دابې خبره پدې نه پوهېږي چې آزادقبايل چيري ژوند کوي  ؟ دجنوبي  اوشرقی ولاياتواوسېدونکی  ماليه ور کوي اوکه نه ؟  اوله بلې خوقصدأ کوچيان اوآزادقبايل يوشان يادوی . پدې هم نه پوهېږي  چې دهيوادغيري عبوري کوچيانوتل خپل ځوانان دعسکری دمکلفيت دقانون له مخې عسکری ته لېږلې . داچي دتابعيت تذکره نه ده وېشل شوې پدې کښي دکوچيانو اوجنوبی سميمودخلکو کومه گناه نشته داددولتونو اوحکومتونو گناه.


ماته ددي ليکنې لپاره  دموادودراټولېدو په پروسه کې دايوځل بيا جوته شوه چې يوشمير خرڅ شوی انسانان په څومره ښايسته اوحق په جانبه الفاظو اوجملو پدېهيواد کې دپښتنو دسپکاوی اودقومونوتر منځ اختلاف راپيداکېدوته لمن وهی . دکتابونو،مجلواو ويب سايټو کې دخپرو شويو ليکنو په لوستلوسره  دداسي کسانودليکنو سره مخامخ شوم چي ځانونه ليکوال اوپوهان بولي خوکله چې ئي سړۍ  ليکنه لولې دعالم  اواگاه سړی ترڅنگ هم نه وي تير شوی .  


پدې ورستيو دريو لسيزوکې په ځانگړې توگه د شورويانوتر ير غل وروسته بيا تر اوسه يو شمير پلورل شوی په ډاگه وايي چې په افغانستان کې پښتانه پرناپښتنودحکومت کولوحق نلري ، يعني غواړي جلا خوب لېدلۍ حکومت ولری  . ددې نظر پيروان  چې يو شمير ئي پرونی انترناسيونالستان اوچپيان دي ، ددي لپاره چې دپښتنوسره خپله دښمني څرگنده کړی اوددې هيواد تاريخي دښمنانوته ئي په صداقت خدمت کړی وي  دروغجن اسناد خپروی . ددوي سره په څنگ کې په هزارو شريف قوم پوري مربوط يوشمير سياسي سوداگروچي  په ايران کې ايرانی اخوندانو په ((  ۹ )) ډلوکي راټول کړی وه اوپه چپ بلاک کښي هم څرگنده ونډه درلوده  پدې ورستيوکښي دهزاره گانودحق ددفاع تر نامه لاندي دفدراليزم اويادفاع از حقوق هزاره واقوام کوچک  تر نامه لاندي  ډول  ته چې دپردولخوا ږغول کېږي  سر ښوروی .


ديادولو وړده چي دايران اوسنی چارواکي له هغه ورځي چه په ايران کښي  واک ته رسېدلي خپلو اډيالوژيکي  اوسياسي  موخوتد درسيدو په خاطر په افغانستان کښي دهر اړاخيزه لاس وهنوڅخه لاس نه دی اخيستي . په مختلفو بېلگو (په ايران کې تربيه شوملايانو لخوادتبليغاتونه  نيولې ،دکتابونواورسالوتر رالېږلو،زموږ په فرهنگي اومذهبی چاروکې دخپلونوکرانوپه وسيله دلاسوهنو آن تردې چې اوس ئي په درې ژبه پسې هم را واخيسته اوديومشهور ايراني سريال  ((چهار خانه ))  دخپرېدوپه طرڅ کې  ئي کرغېړني موخې راڅرگندي شوې .


دشوروي يرغل  ددوي لپاره دير ښه امکانات برابر کړه تر څوپه افغانستان کې دمذهبي اړيکوپه پلمه دپراخي لاس وهنې امکانات برابر کړي . هلته ئې ((۹)) تنظيمونه جوړکړه اوتر اوسه ئي  روزی اودهغوي دسره داړيکوپر بنياد ددوي دلاس وهنو لړی همدا اوس بيا دامريکا اونوروبهرنيودشتون  تر نامه لاندي دوام لري  . دوي دفر هنگي مرستو،اوپه اصطلاح دافغانستان په بيا جوړونه کښي خپلې کرغېړني موخي پر مخ بيايي ،تر لمر څر گنده ده چې دوي دوه مخۍ سياست کوي په يوه لاس کې ېي قران اوپه بل کې توره سده .


هيواد وال پدي خبر دي چي  له ايران څخه افغاني مهاجرينودايستلوتر نامه لاندي ئي خپل روزل شوي اوحتا ايرانيان افغانستان ته رادننه کړل ،چې دغه کسان به دوه کاره کوي .


اول : ددوي دڅارگريو اداروته به دخبرتر لاسه کېدو ټول امکانات برابروي .


دوهم : ايران ته په څيرمه سيمو کښي به ځاي پر ځاي کېږي .


له دې کارنه هم دوي موخې لري :


۱ / دامريکا لخوا پر ايران باندي  دممکنه حملې په صورت کښي به دوي سپر اويا به په افغانستان کې دننه دهرج اومرج دراپيدا کېدو لامل گرځې ،که ضرورت شوله همدي ځايه به پر امريکادحملې لپاره ټول امکانات پيدا کوي .دا کار ايراني چارواکو دهغه پلان له مخې شوې چي دامريکا دممکنه حملې پر ضد دپوځي او اجتماعي دفاع په نامه يادېږي . داپلان ماله روسی ژبې ژباړلی ډير ژر به ئي خپور کړم  .


۲ / کله چې دوي دايران پولوته څېرمه ځاي پر ځاي وی په هغه صورت کې به له يوې خواايراني چارواکي په افغانستان کي بر لاسي وي  اوله بلې خواکه چيري په افغانستان کې ايران دښمنه  ځواک حکومت ترلاسه کوي داسيمه به دوي  دايران څخه دسپر په توگه کاروي  . ايران  دخپلو رالېږل شويو په ظاهر افغان هزارگانوپه نامه دغوته دنده سپارلې چي له هرات نه بياتر کندهار پوري دلويي لاري پر يوه اوبل طرف دښتو کې کورونه جوړ کړی دابه دايران لپاره دورېښمو دکاروان هغه لاروي چي دوي به هوساتر مرکزي افغانستان پوري رسوی .لنډه دا چې په همدې دليل ئې يوازي په هرات کې نږدې ((۵۰)) زره کورنيو ته  دافغانی هزارگان نوتر نامه لاندي هدايت  ورکړئ  چې هلته ځمکي واخلي ،کورونه جوړ کړی اوورځنيز کاروبار پيل کړی . متاسفانه پدي هکله ټول چوپ دی  . دولت خو بېله دېنه دايران په مقابل کښې کومه معنيه سياسي ستراتيژی نلري  .نور سياسي گوندونه  ،ملي شخصيتونه اوپوهان  هم دې ټکی ته جدی پاملرنه نه کوي ،پدي باور لرم چي يوه ورځ به بيا ناوخته وي  دايراني چارواکولخوا په افغانستان کې ددايمی نفوذ دپراختيا لپاره همدا اوس په ټول قدرت  اوتوان  استفاده کېږي . 


دفدراليزم اوافغانستان دويش طرفداران ځکه غواړي په دروغجنو اوجعلې اسنادوسره کوچيان دخپل پلارني وطن څخه جلاکړي . شهراني اوددي لاري ټول پلويان په دې خبره ترهرچا ښه پوهېږي چې کوچيان يوازي دموسم په مختلفو وختو کښي دخپلو څارويو اورمودروزلو لپاره له يوه ځاي نه بل ځاي ته کډه کوي  ،خوحقيقت دادی چې کوچيان په ايران اوپاکستان کښي هيڅ وخت ځانونه دهغو هيوادو اتباع نه دي بللې . شهرناني صاحب اوور سره ملگری ډاکتر اونوردي دا اسناد ښکاره کړي چي دکوم هيوادپه احصائيه اويادبلل کوم هيوادله سياسي ،اقتصادي اوحقوقي امتيازاتونه کوچيانوگټه اخېستي ده ؟


له بدمرغه ديوشمير بې  وطنه اوبې گانه پرو له پاره په افغانستان کې دپښتنو اکثريت دمنلو وړنه دی ،ځکه تل دخپلو درغجنودلايلودثبوت لپاره دا دليل راوړی چې که دکوچيانودنفوسو شميره دافغانستان داتباعو له احصائې نه منفي شي پښتانه تر نوروقومونو ډير لږ دي  . خوکه له دغوسره يوه لحظه هم بيله کوچيانوسر شميرنه وشي دهغو  قومونوشمربه لږ وي چې دوي ورڅخه دفاع کوي ، دشرم وړخبره خوداده چې خپله  ټوله انرژی ددي لپاره چې دافغانستان دبيارغاوني ،سولي  اوملي يووالی په لار کې مصرف کړي  شپه او ورځ پدې هکله فکر کوي چې څنگه وکولاي شي ثابته کړه چې پښتانه تر نورو قومونولږ دي اوياددي ځاي اصلي اوسېدو نکی ندي ، همدلته دهمدغه ښاغلي شهراني ديوې اوږ دې ليکنې  ((تاريخچه نژادها و اقوام در افغانستان)) لومړی کرښی ته ستاسو پاملرنه را اړوم ، هغه ليکي :


پشتونها: ((با آنكه تاريخ قوم پشتون نسبتآ كهن ميباشد ولی يك تاريخيكه بتواند اصولآ آنها را به يك شخص كهن تاريخی متصل سازد، موجود نيست.)) ۵


دلته مي دپياوړي تاريخ پوه محمد اعظم  سيستاني صاحب  هغه له ملي غروراوعبرت نه ډکه خبره راپه يادشوه چې له نن څخه  درې کاله پخوا ئې يوه داسي  افغان  دښمنه دسنگ شکن  ترنامه لاندي  ديوې ليکلني  په ځواب  کي د((تاملي بر يکي دونکته ازمقاله سنگ شکن  )) مقاله کې ليکلې وه  : (( . . .  مگر مرويس خان هوتکي يک پشتون نبود که سه صد سال قبل بدون تحريک دحمايت شمال وجنوب  از همين  ((مثلث قبايل پشتون )) بر ضد سلطۀ دولت سفوي قيام کرد ودولت مستقل ملي رادر قندهار تا اصفهان گسترده بود؟ ۶


يادونه : دسنگ شکن په نامه يوچادپښتنو پر خلاف  د((پاکستان پشتونها وطالبان )) تر نامه لاندي  ليکنه کړې وه چې دهغې ليکنې په يوځاي کې  راغلی وه :(( مثلثي که پشتونها در ان زنده گي مينمايد هيچگاه کشور مستقلي از خود نداشته است )) . ځکه نو سيستاني صاحب ور په گوته کړه چې په سترگو ړوند شي دا چې مرويس نيکه دومره ارته پاچاهي  اويالوي احمد شاه بابا دافغانانو پراخه امپراتوري جوړه کړه دا څه وو؟؟  نوربيا


اخځليکونه :


۱/ هوسۍ  مجله لومړی کال دريمه گڼه  ۱۵ مخ


۲ /  ډاکترعنايت الله شهراني دعوت  په پرله پسي ۱۴۸ ۱و ۱۴۹گڼې په  ۱۰ مخ 


۳ /  همدا اثر


۴ / بصير احمد دولت آبادي ، شناسنامه افغانستان ،۶۹ مخ دايران چاپ اودکتابخانه ملي ايران مربوط نمبر   ۱۱۹۷۹۷ – ۸۱ م


۵ / عنا يت الله شهراني  .لومړی فصل  : تاريخچه نژادها و اقوام در افغانستان


۶ / کانديد اکادميسين  محمد اعظم سيستاني ، تاملي بر يکي دونکته ازمقاله سنگ شکن 


۷/  حبيب الله غمخور ،کوچيان څگان نه دی