کور / راپور / بزګران وايي دولت بديل نه ورکوي خو کوکنار ماتوي

بزګران وايي دولت بديل نه ورکوي خو کوکنار ماتوي

په کندهار کي  کروند ګرو يوځل  بياهم کوکنار کرلي، او چارواکو د بزګرو نيولو،جريمه کولو او د کوکنارو اړولو ګوتڅنډنه يي کړې ده .


 ولس له دولته د کار   يا اصلاح سويو تخمونو او  اوبو د مرستي غوښتنه کوي ملي پوليسو د کندهار دامان ولسوالۍ تازه شنه سوې کوکنار له منځه يو وړل ملي پوليسو د دامان ولسوالۍ بزګرانو کوکنار له منځه يووړه د کندهار امنيې قومندان سيد اغا ثاقب د کوکنارو له منځه وړلو مشري کوله د کندهار ولايت په دامان او نورو ولسواليو کي ۲۰۰ کيلو متره مربع مځکه له کوکنارو پاکه سوه  


د کندهار امنيتي چارواکو  دکوکنارو د اړولو  کمپاين د نوموړي ولايت دامان ولسوالۍ څخه يې په داسي حال کي پيل کړ  چي لسګونو پوليسو  د مجهزو موټريز وسايطو سره ، دولسوالۍ سهيل خواته وخوځيدل .


ولس له دولته د کار   يا اصلاح سويو تخمونو او  اوبو د مرستي غوښتنه کوي


ملي پوليسو د دامان ولسوالۍ بزګرانو کوکنار له منځه يووړه


د پوليسو لوی کاروان چي په لاره روان وه ، کليوالو دا ګڼله چي ګواکي پوليس دطا لبانو  ځپلو  له پاره روان دي .


د لڼد سفر څخه وروسته ، پوليس د دامان ولسوالي مهمندو کلي ته ورغلل او هلته ته يې د تازه کرل شوو کوکنارو په اړولو بي له کوم ځڼډه يي پيل وکر .


 


يوزيات شمير کليوالو هم د کوکنارو اړولو کمپاين  په آرمي سره کوت ، او هيڅ ډول غبرگون يې نه ښوده .


د کندهار ولايت امنيې قومندان جنرال سيدآقا ثاقب چي په خپله يي د کوکنارو اړولو د کمپاين مشري کوله داسي وويل :


د دامان ولسوالۍ خلک په خپله خوښه حاضر دي چي خپل کرل شوي کوکنار له منځه يوسي ، دا هغه بيلګه ده چي تاسي يي دلته ګورئ :


د کندهار امنيې قومندان سيد اغا ثاقب د کوکنارو له منځه وړلو مشري کوله


محمد خان کندهار ولايت د دامان ولسوالي اوسيدونکي بيا وايي:
پوليسو زمونږ د سيمي څخه اوه کسه بنديان کړي ، اوس مونږ دي ته حاصر يو چي خپل کرل شوي کوکنار لمنځه يوسو.


د محمد خان په وينا : دامان ولسوالي د کرني له پاره اوبه نلري ،د ترنک رود وچ دی ، او د ماشين په اوبو غنم کرل خپل مصرف هم نشي پوره کولای ، موږ اکثرآ له ډيري بدي ورځي کوکنار کرو.


د کندهار ولايت په دامان او نورو ولسواليو کي ۲۰۰ کيلو متره مربع مځکه له کوکنارو پاکه سوه


سراج الدين د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ ولسوال د دې تر څنګ چي د کروندګرو، د ستونزو پخلی کوي وايي:


د ولسوالي په سطح موږ د کوکنارو په ضد تبليغاتي کمپاين پيل کړی دی، او خلک دې ته هڅوو چي کوکنار ونه کري ، او د کوکنارو نه کر په بدل کي چاته مرسته نه ورکول کيږي .


خو د کندهار امنيه قوماندان ښاغلی ثاقب وايي : تر دا مهاله يي ٢٢ کسه د کوکنارو د کر په تور نيولي او څارنوالۍ تې سپارلي . ښاغلی ثاقب زياتوي : هغه بزګر چي د نيم جريب څخه په  زياته ځمکه کي کوکنار کرلي وي د لسو زرو څخه تر پنځوسو زرو افغانيو پوري جريمه او تر دريو مياشتو زيات به  د بند سزا ورکړل  شي. 


ملي پوليسو د کندهار دامان ولسوالۍ تازه شنه سوې کوکنار له منځه يو وړل


 په کندهار کي چارواکي وايي دامهالي په دامان، ارغنداب، تخته پل، سپين بولدک، ژيري،او حتئ شاولي کوت په ولسواليو کي د کوکنارو او چرسو له منځه ورلو کمپاين پيل کړی دي .


د دامان ولسوالۍ يوه بزګر چي شنه کوکنار يې له منځه وړل کېده وويل چي دکوکنارو څخه دومره پيسې په لاس راوړي چي د خپلي کورنۍ نفقه برابره کړي ، هغه نيوکه کوي چي دولت کوکنار له منځه وړي لږ تر لږه ددوی لپاره دي د کار موندني غم هم وخوري .