کور / تازه خبرونه / کابل بیا دچاودنې میلمه شو او پنځه تنه ووژل شول.

کابل بیا دچاودنې میلمه شو او پنځه تنه ووژل شول.

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت له لوري لراوبر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نن سهار په اته او شلو دقیقو دکابل په ښار کې دکابل دامنیه قومندانۍ مخ ته یو چاودنه وشوه چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده، خبرپاڼې لیکلي چې ددپیښې له امله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپي شوی دی ، دکابل امنیتي چارواکو ویلي چې دا چاودنه په یوه موټر کې چې ډاټسن وه شوې چې پکې د ایم ۱۲ توغندي دامنیه قومندانۍ دویشتلو پرموخه ایښودل شوي وو، عیني شاهدان هم وايي چې له پیښې لږ وروسته یې په سیمه کې ټپیان لیدلي، دا ډول دکابل ابن سینا روغتون ته ویل کیږي چې اته ټپیان وړل شوي دي.


دطالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو ته ویلي چې دا پیښه ددوی دجنګیالیو له لوري ترسره شوی ده نوموړی ویل چې د دوی جنګیالیو دامنیه قومندانۍ مخې ته یو موټر دریموټ کنټرول په واسطه الوزولی ، طالب ویاند ادعا کړې چې په پیښه کې پولیسو ته مرګ ژوله اوښتې خو کره شمیرنه یې نده په ډاګه کړی، په کابل کې ننۍ چاودنه له نورو چاودنو غوټ توپير لري چې دا ډول چاودنه په لومړي وار شوی ده، او توغندي ویشتلو لپاره چمتو شوي دي تر دې وړاندی کابل یوازې دځانمرګو بریدونو میلمه به وو.