کور / تازه خبرونه / روزل شوي پولیس له روزنیز مرکز فارغان شول.

روزل شوي پولیس له روزنیز مرکز فارغان شول.

لر او بر افغانستان ویبپاڼې ته دکورنیو چارو وزارت له لوري په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې لسم ځلې روزل شوي پولیس دکابل له تربیوي او روزنیز مرکز نه فارغان شول، په مراسمو چې ددی په اړه جوړ شوي وو دکورنیو چارو وزارت ځینو چارواکو پکې برخه اخیستې وه، دکورنیو چارو وزارت دروزنیز ریاست مشر پاسوال ګل نبي احمدزي وویل چې چې دا ځل درې سوه دوه شپیته افسران او ساتلمنان فارغان شوي ، نوموړي وویل چې په تیرو نهو جوپو کې اتلس زرو او اوه سوه دوه څلویښتو پولیس ته دکابل دپولیس په اکاډمۍ کې روزنه ورکړل شوې.


دا ډول دیو بل خبر له مخې له نشه یي توکو سره دمبارزې دپولیسو د درېمې دورې په ترڅ کې له نشه یي توکو سره دمبارزې پولیس فارغان شول پدغو دریو دورو کې تر اوسه ۱۹۵ پولیس فارغان شوي. په افغانستان کې د ډیریو افغانان تل نیوکه په ملي پولیسو وي دوی دملي پولیس له ناسمې روزنې سر ټکوي خو بل لورته دافغانستان حکومت بیا دپولیس دښې روزنې ژمنې وار په وار کوي.