کور / z_buitenland_news -- 5 / دپاکستان په نوښار کې ځانمرګی برید شوی.

دپاکستان په نوښار کې ځانمرګی برید شوی.

دپاکستان دسرحد ایالات دنوښار په سیمه کې نن سهار په نهو بجو یو ځانمرګی برید ترسره شوی چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده، دپاکستان دپوځ ویاند وحید ارشد ویلي چې په دې ځانمرګي برید کې دوه پوځیان او درې ملکیان وژل شوي، دپوځ ویاند ارشد دا هم ویلي چې په پیښه کې شپږو ملکي وګړو ته ټپ هم رسیدلی، خو لا هم پوځ ته داوښتي زیان کچه نده څرګنده، دا ځانمرګی برید دنوښار دپوځ دیوه مرکز مخ ته شوی ده ویل کیږي چې ځانمرګی بریدکوونکی په یوه موټر سایکل ناست وو او ځان یې الوزولی.


دیو بل خبر له مخې دپاکستان ولسمشر پرویز مشرف دبیړني حالت دژر پای ته رسیدو خبر هم ورکړی.