کور / کیسه / مينه

مينه

يوه ميرمنه له كوره راووتله چې ګوري دري تنه ښايسته سپين ږيري دروازي ته ولاړدي .ورته ويي ويل :
تاسې مسافر ياست راځي كورته ډوډي به درته راوړم ؟
دوي وويل : خاوند دي كوردي
نه هغه دكارلپاره دباندي تللي دي
موږ دي دخاوند ترراتلو پوري دلته انتظار كووچې هروخت هغه راغلي بيا درسره څو
مازديګر چې خاوند كورته راغلى د سپين ږيرو كيسه يې ورته وكړه .خاوند ورته وويل :
ورسه ورته ووايه راشې خاوند مې را غلى دي .
ميرمن ورغله سپين ږيروته يي وويل :
راځئ كورته خاوند مې راغلي دى .
دوي ورته وويل : موږ دري واړه په يوه واري كورته نه درسره ځو .
ميرمن حيرانه سوه ورته ويي ويل :
ولي يو ځاى نه راسره ځى ؟
يوه سپيږيري په اشاره ورته وويل: دهغه نوم ثروت دي دهغه بل نوم برياليتوب دي او زما نوم محبت دي ستا خوښه هريوه چې او س بيايې .
ميرمن كورته ولاړه خاوند ته يې كيسه وكړه هغه وخندل ويې ويل:
داخولاښه شوه ورسه ثروت راوله چې كورمو له شتو اوثروتونو ډ ك شې ،
ميرمن يي وويل : نه شته څۀ كو برياليتوب را غواړو چې برياليتو ب ترهرځه ښه دي .
زوي يې ددوي خبر و ته غو ږ نيولي و پر غږ يې كړ:
راځئ چې دا محبت راولو كو ر به مو له منيې او محبته ډك شې .
دزوي خبره يې خوښه شوه ميرمن ورغله ورته ويې ويل :
په تاسو كي محبت كوم يو دي هغه مې ميلمه د ى .
كله چې محبت راولاړشو ثروت او برياليتوب هم پسسې راولاړشول .ميرمنې ورته وويل :
داولي ټول راولاړسواست زما يوازي محبت ميلمه دى .
يوه سپينږيري ورته وويل:
كه تاسو برياليتو ب ياثروت بللي وايې نو يواز ي به هغه درسر تللي واي او س چې مو محبت وغوښت نو له محبت سره دواړه ملګري دي چيرته چې مينه او محبت وي هلته ثروت او برياليتو ب هم وي .
ژوند پرمحبت ولاړدي دژوند ټولې نيكي اړيكي پرمحبت ولاړدي ،يوازي مينه اومحبت دى چې ژوند دستونزوله هرډول پړاونو په برياليتوب سره تيروي ، كه موږ په زړونوكې ريښتنې محبت ته ځآ ى وركړو نو ديوه روښانه نيكمرغه او بريالي ژوند لرونكي به وه اوسو.دژونه هرشيبه به موله هيلو خوښيواو برياو او هوسونوډكه وي ، په دنيا كي هيځ شې سړي ته خوښي نه شې وركولاي بيله محبته محبت هغه پټ احساس او پټ توان او نيروده چې دژوند ښكلا پري پياوړي كيږئ .