کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ : ولايتي شورا د څلورم کاري کال خپلمنځي ټاکني وکړلې

ميدان وردګ : ولايتي شورا د څلورم کاري کال خپلمنځي ټاکني وکړلې

دميدان وردګ ولايت د ولايتي شورا غړو دخپل كار دڅلورم كال لپاره خپلمنځي ټاكنې وكړلې .

دميدان وردګ ولايت د ولايتي شورا غړو دولايتي شوراګانو دقانون د شپږمې مادى په بنسټ د شورا د ادارې هيئت د څلورمې دورې د ټاكنو په موخه ازادې ټاكنې وكړي

دغه ټاكنې د ښاغلى سلطان حسين راضي تر مشرۍ لاندې په پوره همغږۍ او له ديموكراسۍ له اصولو سره سم د خپلې څلورمې دورې لپاره د پخوا په څير لاندې كسان وټاكل.

۱: الحاج حضرت محمد جانان د رئيس په توګه

۲: محمدحسين فهيمي د مرستيال په توګه

۳: او سيدمحمد سعيدي د منشي په توګه

ديادونې وړ ده چې د شورا ريس او مرستيال دپخوا په څير په خپله  دنده پاتې شول او سيدمحمد سعيدي د پخوانۍ منشۍ رابعه اميني پرځاى د څلورم دورې دمنشي په توګه وټاكل شوو.