کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دټاکنو دپردې تر شا…

دټاکنو دپردې تر شا…

ټاکنې دنړېوال شعور په هینداره کې د یوه هېواد دخلکو دبرخلیک ټاکنه بلل کیږي اوټاکنې یانې خلک دی چې دخپل برخلیک په ټاکنه کې مخامخ ونډه اخلي او دغه ونډه اخیستنه په دې مانا ده چې خلک دخپل ټاکلی سیستم درناوی کوي او ورسره دچارو په پرمختګ کې لاس وس هم .

اما کله کله ټاکنې او دټاکنو په پایله کې رامنځ ته شوی حکومتي سیستم دخلکو غوښتنو او پوښتنو ته پرېکنده ځواب نشی ویلای او پرعکس دټاکنو په پآیله کې رامنځ ته شوی پیاوړي حکومتونه او سیستمونه هم شته دی .


لامل څه دی او خلل چیرته دی ؟ دا دواړه خبرې دټاکنو تر پایلو وروسته دبحثونو چورلیز ګرځی خو مخکې تر دې دټاکنو تر شا ډول ډول ښاماري فلسفې او مومن خانانه ارادې شتون لري چې پر ټاکنو مخامخ اغیز کوي او زموږ هېواد هم  دټاکنو په پایله کې له  اوسني برخلیک سره مخامخ دی او کټ مټ هغه بیرغ ته ورته شوی چې سر یې باد رپوي او بیخ یی اور اخیستی وي .


دخلل لاملونه ډیر دي اما داچې بیخ یی څه شی دی؟ نو بیخ یی مالوم دی او هغه دامنت کړکیچ دی  دا کړکیچ ددې لامل شو چې بالاخره سرشمیرنه ځنډنۍ او خنډنۍ کړي او کله چې په یو هیواد کې معیاري او شفافه سرشمیرنه تر سره نشي نو پایلې یی په ټولو پرمختیایی پروژو اغیز کوی او دټاکنو په ګډون ټول پړاونه اغیزمنوي .

په افغانستان کې د سرشمیرنې پړاو له همداسې کړکیچونو سره مل دی او ټاکنې هم دسرشمیرنې په څیر غیر شفافې او د لږو خلکو په ګډون تر سره کیږی چې مشروعیت ته یی بیا هم د سوال ګوته نیول کیدای شي .

په افغانستان کې چې دامنیت له پلوه حالت بیړني دی او هر مهال هر چیرته دیوې پیښې امکان نشي ردیدای او له ارګه تر مرګه خوندي ځای پکې نه وی، نو دنړېوال کتار پوځي چارواکی او دهغوی هغه سیاسی ملاتړي چې وایی ترهګرۍ سره مبارزه او جګړه باید روانه وی هغوۍ باید دموضوع له پاره دداسې حل پلټنه وکړي چې له امله یی مرګ ژوبله راکمه او تفاهمات ډیر وشي  دمخالفت ټکی باید پیدا او مخالفین باید دلاملونو له مخې په څو برخو وویشي تر څو وکولای شی چې د جګړې لوری او لاره مالومه او په افغانستتان کې دټاکلوجګړییزو محاذونو پرته نورو سیمو کې سرشمیرنه او ټاکنې دخلکو په ارادو رامنځ ته کړي .

که چیرته له یوې مخې ټاکنې تر سره کیږی او ملیونونه ډالر پرې لګول کیږی بل لورته هغه دمشروعیت له پلوه تر نیوکو لاندې وی او په نتیجه کې یوه فاسده اداره رامنڅ ته کیږی نو ښه به داوی چې تر ټاکنو دمخه دجګړې لوری مالوم او دترهګرۍ له پاره تعریف وضعه کړي بیا نو دسرشمیرنې او ټاکنو په وړاندې خنډونه کمیږي او مشورعیت پیدا کوی ، خو تر څو چې ړنده جګړه روان وي تر هغې پورې سرشمیرنه ، ټاکنې او به تعقیب یی ټولې پراختیایی او پرمختیایی پروژې نشی تر سره کیدای او که وشی نو هم یوه فرمولیتی به وي چې پایلې یی افغانانو ته نیکمرغي نشي راوستلائ .

خو ددې ټولو عینی واقعیتونو سره سره بیا هم ټینګار کیږي چې دټاکنو بل بدیل ته اړتیا نشته او ټاکنې باید ارو مرو وشی نو داد هغه ښامارانو هلې ځلې دي چې غواړی یو وار بیا یوه فاسده اداره رامنځ ته شي او هغوۍ ته پکې د لوړو ډالري معاشونو موقع په لاسونو ورشی او پروا نه کوی که په سمنګانو ، دایکنډی ، بدخشان او یا بادغیس او چخچران کې خلک له لوږې خپل اولادونه پلوري .

کله چې د ټاکنو په څیر دیوې مشروع پروسې تر شا دا ډول نامشروع ارادې شتون ولري نو بیا دې خدای دهغه ملت مل او مددګار شي چې ښه ورځ به یوازې دتصادف له مخې لیدای شی نه دارادې له مخي .