کور / تازه خبرونه / د ۴ ميليونو افغانيو په لګښت ۷ پروژې ګټي اخيستني ته چمتو سولې

د ۴ ميليونو افغانيو په لګښت ۷ پروژې ګټي اخيستني ته چمتو سولې

په ميدان وردګ ولايت كښي دملي پيوستون دپروګرام له لارې  (۷) اوه پروژې د څلورو ميليونو افغانيو په لګښټ ګټې اخيستنې ته چمتو شوي .

دميدان وردګ ولايت په مركز ميدانښار كې  دكليوپراختيا وزارت په بودجه دملي پيوستون دپروګرام له مخې د (۴۲۹۸۹۳۹)ميليونو افغانيوپه لګښت (۷) بېلابېلې پروژې ګټې اخيستنې ته چمتوشوي .

په دغه اوو (۷) پروژو كې د اوبو دبريښنا۷.۵ كيلوواټه،دوه كانالونه ۱۵۰ مترو په اوږدوالي،(۵۰) كيلوواټه ډيزلې بريښنا،يوكيلومتره سړك كريړ اچولوپروژه،د(۳۰) متروپه اوږدوالې دبندجوړولوپروژه ،دپخلنځي پروژه او دغونډو اوجرګو دوه خونې شاملې دي چې دكليو پراختيا وزارت د (۴۲۹۸۹۳۹) ميليونو په مالي لګښت دملي پيوستون دپروګرام له لارې او دخلكو په سلوكې لس فيصده ونډې اخيستنې  سره د سويډن مرستندويه موسسي لخوا ګټې اخيستنې ته چمتو شوى چې دميدان وردګ ولايت دميدانښار د (۱۰۰۰) زرو كورنيو په شااوخواكې به ترې ګټه واخلي.