کور / کتاب / [د خبر او نظر نړۍ] کتاب چاپ شو

[د خبر او نظر نړۍ] کتاب چاپ شو

د خبر او نظر نړۍ د نامتو لیکوال او ژورنالیست ارواښاد استاد عبدالجلیل وجدي کتاب دئ، چې په روانه او ساده ژبه یې لیکلی او همدا اوس تازه له چاپه راوتلی دی. پر کتاب خپله د استاد وجدي له یادښت سربېره شهرت ننګیال هم یو یادښت کښلی، چې په یوه برخه کې یې لیکلي دی: د خبر او نظر نړۍ د ژورنالېزم دروسنه دی. هره برخه یې جلا لوست دی، چې له یو بل سره پېیلی دی، د پوهاوي اغېز یې داسې دی چې لوستونکي ځان په تولګي کې د ښوونکي په وړاندې ګڼی.


د خبر او نظر نړۍ د لیکوال، شهرت ننګیال او د متهمم له یادښت پرته په ۲۲۲ مخونو کې په ښکلي کاغذ او ښکلې بڼه چاپ شوی دی.


د استاد دغه کتاب په نهو څپرکو کې لیکل شوی او د ژورنالیزم او ادبیات د محصلینو لپاره یو ډېر ښه مرستندوی درسي کتاب کېدای شي. دغه کتاب چې د محتوا له نظره ډېرو تکړه استادانو کتلی او ویلی یې دي چې دغه کتاب د پښتو ژورنالیزم لپاره ډېر ګټور دی. 


د کتاب مالي لګښت د استاد پوهه پالونکی کورنۍ په غاړه اخیستې او د خپرولو چارې یې کاروان ادبي ټولنې سمبال کړي دي. دغه کتاب ما ډیزاین کړی او د استاد مشر زوی نقیب الله وجدي یې اهتمام کړی دی. 


د خبر او نظر نړۍ لکه له نامه یې چې څرګندېږي په رښتیا هم د خبر او د نظر نړۍ څرګندوی او د همدغې نړۍ رازونه د رمز په ژبه زموږ مخې ته ږدی. کتاب له خبریال سره او هم له سیاستوال سره مرسته کوي چې خبریال څنګه خبر جوړ کړي او همدا ډول سیاستوال او نور څه ډول خپل پیغام او خبره تر خلکو ورسوي،‌نو ځکه د خبر او نظر نړۍ کتاب یو داسې کتاب دی چې د هر چا لپاره یې لوستل په کار دی او هر چا ته ښايي په خپل کتابتون کې ولري.‌


البته د دغو کرښو له لیکلو موخه دا ده چې د کتاب له چاپ څخه مینه وال او لوستونکو خبر کړل شي. ځکه چې د استاد په کتاب خو لوی استاد ځان ته اجازه نه ورکوي چې څه ولیکي.


ښایي‌چې کتاب د استاد پر ژوند چاپ شوی وای،‌ خو د کتاب د چاپ چارې د ځینو ستونزو له امه ځنډېدلی دی. استاد وجدي دا هیله درلوده چې د ځوان کول او نسل په روزلو کې ونډه واخلي، د همدغه کتاب او د نورو کتابونو د لیکلو او چاپولو مقصد او موخه یې هم همدا ده. د کتاب په چاپ به اوس د استاد اروا خوشاله شوې وی. 


د استاد اروا ته د دعا لاسونه لپه کوم، او په دې هيله د خپلو خبرو لمن رانغاړم چې د استاد نور کتابونه هم چاپ شي.






د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون محصل، او د جاج خپرونې مسؤل