کور / تازه خبرونه / کونړ:د ماين چاودنې پينځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کونړ:د ماين چاودنې پينځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کونړ د نواپاس په سيمه کې د سړک د غاړې د يو ماين په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د کونړ د والي وياند ادريس غروال وايي ماين دغلته له پخوانه ځای پر ځای شوی و چې نن د سړک جوړونې د يو شرکت پر کارکوونکووچاودېد او هغوی ته يې مرګ ژوبله واړوله. تراوسه لا کومې ډلې د دغې چاودنې پړه نه ده منلې.