کور / ترخې خبري / تخار: د خواجه بهالدين ولسوالي په زندان کښي څه تيريږي !؟

تخار: د خواجه بهالدين ولسوالي په زندان کښي څه تيريږي !؟

دکابو شپږ مياشتو را پديخوا ١٠٠پښتني کورني چي د تخار ولايت خواجه بهالدين ولسوالي په زندان کښي بندياني دي يو تن يې دازبک جنګسلار لخوا د سختو وهنو له امله ساه ورکړه.

د د تخار د زنداني پښتنوکډوالو يو تن مشر ارباب ولي پدې اړه ووئيل سردار خان د حاجي ادم خان زوي ٤٤کلن د ١٢ اولادونو پلار دحاجي سليم لخوا دوهلو نه وروسته سخت ژوبل وو او تيره ورځ ساه ورکړه.

نوموړي وويل د ولسوالي پوليس دجنګسالار قاضي کبير او دحاجي سليم دويري دقتل عريضه هم نه اخلي نوموړي زياتوي چي د ٦مياشتو راپديخوا ١٠٠کورني په زندان کښي ژوند کوي او د کرزي لخوا دويم راستول شوي هيت هم نه دزندان د محاصري نه راوويستلو اونه يې خپلي ځمکي او کورونو ته پريښودلو.

نوموړي ددولت نه غوښتنه وکړه که په دوو اوونيو کښي خپلي ځمکي ورنکړي هره هفته به دوه – دوه تنه د احتجاج په توګه ځانونو ته اور ورته کړي .

نوموړي ووييل کرزی ورسره ستره جفا کوي او ددوی ماشومان او ميرمني د واورو اويخ لامله د نه تصور کيدونکو مشکلاتو سره مخامخ دي .

تبصره نسته

  1. دا ډېره د خواشينۍ خبره ده، چي د تخار د زنداني پښتنوکډوالو په اړه به د کرزي تش په نامه اداره لا تر څو هيڅ قام نه پورته کوي؟؟؟ په رشوتخورو هيئتانو به هيڅکله هم نه سي شل .
    کرزی دي د دواړو غاړو استازي کابل ته را وغواړي .
    د تخار د پښتنو کډوالو څخه زما هيله داده، چي د احتجاج په ډول خپله ځان سوځول يې د حل لاره نه ده .

    لنډۍ :

    (( ټوټې – ټوټې په توره راشې —- د بې ننګۍ اواز دي مه راځه مينه

  2. Karzai Beechaara khpala pa Zindaan ki band dai, hagah sook la zindaana ra wabaasi???

  3. where are our mullas to protect them from those killers? if they cant protect people then how they will protect islam? i am very happy because it is the future of every single pashton. everyone in this darity world killing us and the reason is we are so stupid. future of everyone of us is slavery. future of everyone of us is slavery.