کور / خبرتیا او پيغامونه / پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن سيمينارونه جوړوي !

پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن سيمينارونه جوړوي !

پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن  د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځي  د لمانځلو تابيا كړېده .دغه ورځ چې د فرورۍ د مياستي يوشتمه كېږي  هر كال د ملګروملتونو تر څنګ د نړۍ پر مخ د يو شمېر هيوادونو او ولسونو له اړخه ډېره په درناوي لمانځل كيږي
 
 پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن چې په پاكستان كې د پښتنو او پر خپلواكي او جمهوريت مينو لوستونكيو د حقوقو د ساتنې په خاطر هلي ځلي كوي دهر كال په رنګه دا ځل هم د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځي د لمانځلو تابيا كړېده

د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن جنوبي پښتونخوا سيكرټر كبيرافغان لـراوبـر ته وويل چې د دغې ورځي لمانځلو ته يې ځكه لستوڼي رانغښتي دي چې خپل ولس په دې خبر كي چې كه موږ د خپلي ژبي حقوق تر لاسه كړو نو بيا د ژوند په هر ډګر كې پرمختګ اسان دى

هغه وويل چې موږ د پښتونخوا وطن په هره هغه ولسوالۍ كې چې امكان لري په دغه ورځ د يوه علمي سيمينار د جوړولو تياري كړېده او د هري ولسوالۍ له پښتنو لوستونكيو څخه هيله كوو چې په دې سيمينار كې ګډون وكړي او د خپلي ژبي پښتو په ارځښت او ترشاپاته ورځ ځان خبر كړي

هغه زياته كړه چې د پښتونخوا وطن ترڅنګ په اسلام اباد او كراچۍ كې هم دې كار ته چمتووالى نيول سوى دى او د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن  غړيو شپه او ورځ يوه كړې ده تر څو خپل بشپړه وس په كار راولي  او دپښتو ژبي په بېقدري او وروسته پاتي كېدو د خپل وطن او قام غړي خبر كړي