کور / تازه خبرونه / اسلام آباد په سوات كي د شريعت نفاذ ومانه

اسلام آباد په سوات كي د شريعت نفاذ ومانه


د طالبانو وياند مسلم خان وايي د پاكستان حكومت ژمنه ورسره كړې چي په سوات او شاوخوا سيمو كي به د امنيت راوستو په خاطر اسلامي شريعت نافذوي.
د مسلم خان په وينا د مولانا صوفي محمد په مشرۍ به ډېر ژر د پښتونخوا له ايالتي حكومت او د اسلام آباد له مركزي حكومت سره په سيمه كي د اوربند پر سر مخامخ خبري وسي.
د پښتونخوا د سوات ولسوالي له تېرو څو مياشتو راهيسي د پاكستاني پوځ او سيمه ايزو طالبانو ترمنځ د جګړې ډګر ګرځېدلى چي له امله يې د سيمي په لكونو كسان د پېښور ښار ته كډه سوي دي.
د سوات طالبان چي د مولانا فضل الله تر مشرۍ لاندي جنګېږي په خپله سيمه كي د اسلامي شريعت د نفاذ غوښتنه كوي او تېره مياشت يې د نجونو پر ښوونځيو بنديز ولګاوه.
د سوات طالبانو تېره مياشت د ۴۳ سياسي كسانو يو ليست هم خپور كړ، چي ويل يې د دوى په محكمه كي دي د ځان سپيناوى وكړي، چي د پاكستان له پوځ سره پر دوى په بريدونو كي لاس نه لري.
بلي خواته د پاكستان د سياسي چارو څېړونكي د حكومت له دې پرېكړي سره مخالف دي چي وايي په سوات كي دي طالبان شريعت نافذ كړي. دوى وايي د طالبانو سره د هغوى د غوښتنو منل به په سيمه كي امنيت نور هم خراب او له حكومت سره د هغوى د مخالفت دريځ پياوړى كړي.