په هلمند او کندهار کی په جلا پیښو کی مرګ ژوبله رامنځ ته شوی.

جاويد احمد تنوير | فبروري 17th, 2009


په هلمند او کندهار کی په جلا پیښو کی مرګ ژوبله رامنځ ته شوی.


د کندهار ښار په مرکزی سیمه کی د دوشنبه په سحر د سرک دغاړی چاودنه رامنځ ته شوه چی په پایله کی دوه ملکی کسان ټپیان شوی ، د پولیسو په وینا چاودیدونکی توکی په بایسکل کی ځای په ځای شوی وه ، خو پولیسو ته


مرګ ژوبله نده اوښتی .


د یو بل خبر په اساس : د یکشنبه د غرمی روسته طالب جنګیالیو د هلمند ولایت په نادعلی ولسوالی کی د ملی اوردو ځواکونو په کاروان د کمین نه په استفاده برید ترسره کړ چی د په جګړه کی دوه ملی عسکر وژل شوی  او ۱۳ شکمن وسله وال د پلټونکو عملیاتو په لړ کی نیول شوی دی.


خو جنرال محی لدین غوری د ملی اردو قوماندان په هلمند ولایت کی وایی : ټول نیول شوی کسان ملکی خلک وه او روسته د معلوماتو څخه خوشی شول، د غوری په وینا په  جګړه کی نه برید کونکی هم وژل شوی دی. او په یوه جلا پیښه کی د لښکرګاه په شاو خوا کی تیره ورځ په یوه نښته کی یو بریتانیه وی عسکر لومړی ټپی او بیا د خپلو ټپونو له وجهی ومړ.


قاری یوسف احمدی دطالبانو ویاند ویلی په بیلا بیلو پیښو کی لسګونو بهرنیو اوکور نیو عسکرو ته یی مرګ ژوبله اړولی ده


 


 


 


 


Copyright Larawbar 2007-2024