کور / تازه خبرونه / اوباما افغانستان ته د ۱۷۰۰۰ پوځيانو لېږل ومنل

اوباما افغانستان ته د ۱۷۰۰۰ پوځيانو لېږل ومنل


د سپيني ماڼۍ وياند رابرټ ګېبس وايي باراك اوباما د دفاع د وزير رابرټ ګېټس هغه غوښتنه ومنله، چي افغانستان ته يې د ۱۷۰۰۰ پوځيانو د لېږلو په باب كړې وه.
رويټرز آژانس د سپيني ماڼۍ د وياند له خولې وايي دغه پوځيان به د افغانستان په جنوب لوېديځو ولايتونو كي چي نا امني پكښي زياته ده، ځاى پر ځاى سي.
د نوموړي په وينا دا د هغو ۳۰۰۰۰ پوځيانو له جملې څخه لېږل كېږي، چي ولسمشر باراك اوباما يې افغانستان ته له مخكي د لېږلو پلان درلود.
رابرټ ګېبس كه څه هم د ۱۷۰۰۰ عسكرو د لېږلو دقيقه نېټه په ډاګه نكړه، خو ويې ويل چي ډېر ژر به افغانستان ته ولېږل سي.
د دې عسكرو ۳۰۰۰ پوځيان تېره مياشت هم افغانستان ته راغلي وه، چي په ميدان وردګ او لوګر ولايت كي ځاى پر ځاى سول.