کور / تازه خبرونه / دامریکا او افغانستان ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې کړي.

دامریکا او افغانستان ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې کړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تېره شپه د امریکا ولسمشر بارک اوباما سره ټیلیفوني خبرې کړي،

په دغو ټیلیفوني خبرو کې دواړو ولسمشرانو د دوه اړخیزو همکاریو، په ګډه دترهګرۍ پر وړاندې د ستراتیژۍ دبیا کتنې، په افغانستان کې د ولسمشرۍ دراتلونکو ټاکنو او دافغانستان دامنیتي ځواکونو دپیاوړتیا او سمبالښت مسئلې سره یادې کړې.

لر او بر ویبپاڼې ته د ولسمشرۍ د رسنیو ددفتر نه په راغلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې

دامریکا ولسمشر بارک اوباما خپل افغان سیال حامد کرزي ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې ډول له ترهګرۍ سره دمبارزې په لاره کې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.