مولانا صوفي محمدپه سوات كې د كاروان په مخ كې روان دى
خان زمان کاکړ
دتحريك نفاذشريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد د يوه اوږده كاروان په بدرګه د مېنګوري په ښار كې مارچ كوي
د شمالي پښتونخوا د سوات ولسوالۍ د مېنګوري په ښار كې په دې خاطر چې د سيمي د خلكو له ذهنونو څخه د وېري او انتشار اثار لري كړل سي يو لوي كاروان تګ كوي
د دې كار وان مشري دتحريك نفاذشريعت محمدي د مشر مولانا صوفي محمد پر غاړه ده څوك چې پرون دغې سمي ته رسېدلى و
نوموړى به نن له دې وروسته د سيمييزو طالب جنګياليو له مشر مولانا فضل الله سره ليده كاته كوي څوك چې د مټې په سيمه كې مېشت دى
د مولانا صوفي محمد هڅه به دا وي چې مولانا فضل الله پر دې قانع كړي چې وسله پر مځكه كښېږدي او په سيمه كې د امنيت په خاطر خپل رول ولوبوي
مولاناصوفي محمد ويلي و چې تر هغو به له سوات څخه راستون نه سي چې تر څو يې هلته د امن او كرارۍ فضا نه وي رامنځ ته كړې
د يادونې وړ ده چې د طالب جنګياليو مشر مولانا فضل الله د هغه زوم كېږي او يو له بل سره بېخي نژدې اړيكي لري