کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په فضاء کې ټکر، خو په ځمکه د روغې په لور يون

په فضاء کې ټکر، خو په ځمکه د روغې په لور يون

تېره پنجشنبې د امريکا د متحده ايالاتود فضائي څيړنو ادارې( ناسا) خبر ورکړ، چې ددوى يوې مخابراتي سپوږمکۍ ، چې يو خصوصي مخابراتي شرکت پورې يې اړه درلوده، د روسيې له يوې نظامي سپوږمکۍ سره چې له کاره غورځېدلۍ وه، ټکر وکړ او دواړه سپوږمکۍ له منځه لاړې.
دا ټکر د شاوخوا ٨٠٠ کيلو مترو په لوړ والي د سايبريا په فضاء کې پېښ شو.
د کار پوهانو په اند لاتراوسه ، د سپوږمکيو اوددوى دوړونکو توغنديو په زرګونه ټوټې او هغه سپوږمکۍ چې چودلي ، د هغوى ټوټې ، په فضاء کې ځوړندې پاتې دي، چې د هابل فضائي تلسکوپ او دڅېړنيزو سپوږمکيو د کار خنډ ګرځي.
دا وروستي ټکر په فضاء کې د نړيوالې همغږي او د فضائي امنيت ترافيکي مصوونيت ته يو خبرداري و.
د ايريديوم امريکائي شرکت ته اړونده سپوږمکۍ چې ٥٦٠ کيلو ګرامه درنه ده او دستلايت اړيکې يې سمبالولى ، درو سيې د کاسموس نومې سپوږمکۍ سره چې تقريباً دوه نيم ټنه دروندوالى يې درلود او دپوځي څار لپاره توغول شوې وه خو اوس فعاله نه وه، ټکر وکړ.
دا په داسې حال کې ده ، چې د متحده ايالاتو ( پنټاګون ادارې) په قفقاز کې د خپل توغندويي ډال او ددې سيستم د رادار تاسيساتو د جوړولو په تکل کې ده.
خو د روسيې د هوائي ځواک قوماندان ولاديمير ميخائيلوف د امريکا ددې هڅو په هکله وويل، چې روسيه د قفقاز په سيمه کې پوره ځواک لري، تر څو د امريکا د رادار سره مقابله وکړي.
مسکو د واشنګټن د توغندويي ډال چې ښايي په پوليند او چک هيوادو کې ځاى پر ځاى شي، هم مخالفت کوي.
خو بل لور ته السکاندر ګروشکو د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اعلان وکړ، چې روسيه په دې تکل نه ده، چې خپل نوي او پرمختللي S-400 Triumf توغندي کوم هيواد ته ورکړي، چې داخپله يو تولرانس او انعطاف دى .
اوس به راشو ددې مضمون اصل عنوان ته چې د روسيې او امريکې جوړ جاړي څرنګه د ځمکې پر مخ منځ ته راتلاى شي او دوى د ځمکې پر مخ کومي ګډې منافع لري.
الف: د مځکې د مخ د اقليم په تودوخې سره د شمال قطب کنګلونه په ولېدو دي. د شمال قطب او سايبريايي سيمې د نفتو بډايې زېرمې لري، ددې زېرمو د راويستلو لپاره په سيمه کې امريکا او روسيه اړ دي، چې يو بل سره ښې اړېکې ولري.
د الاسکا او روسيې ترمنځ د چوکچي سمندرګي او ورانګليا ټاپو هغه مشترک المنافع سيمې کيداى شي، چې دوى دواړه ورته اړتيا لري.
د ناسا تحقيقاتو ښودلي ، چې په ګانده کې له دې نفتي زېرمو څخه په لويه کچه ګټه پورته کيداى شي.
ب: څرنګه چې ناسا ددې سپوږمکيو ټکر يوه عادي خبره وګنله، له دې جوته ده، چې امريکا نه غواړي، چې بله سړه جګړه منځ ته راشي او امريکا بيا له روسيې سره په دې جګړې کې ښکر په ښکر شي.
ج: د ترهګرو او القاعده په ځواکمنيدو سره دا لانجه اوس نړيواله تبه ګرځېدلې ، اوس امريکا او روس دواړه مجبور دي، چې ددې سره ګډه مبارزه وکړي.ځکه دې ډلو سره له پخوا نه د منځني آسيا نه جمعه نمنګاني ، طاهر يولداش، اکبر توره جان زاده او چيچني طالبانو اړيکې درلودې.
په قفقاز کې د توغندويي ډال نصبول هم ددې ډلو په خاطر کيداى شي، ځکه دوى ويريږي ، چې د پاکستان اتمي ځواک او توغندي کوم وخت ددوى لاس ته ونه غورځي
چې هغه وخت مخه نيول به يې ګران او ستونزمن کاروي. له همدې کبله روسيه په دې راضي شوه، چې د ناټو اکمالات د روسيې د فضاء او ځمکې نه افغانستان ته وشي.
په دې هکله د روسيې د بهرنيو چارووزارت مرستيال ګريګوري کاراسين د روسيې همغږي له امريکا سره د نړيوال کړکېچ او د ترهګرۍ له خوا راولاړو ستونزو ته د حل يو لار بولي او داښې اړېکې اړينې ګڼي.
د: د ناټو د لوژستيکي توکو لېږد افغانستان ته د روسيې له لارې روسيې ته ترانزيتي لويې ګټي لري.

ه_ امريکا غواړي چې له روسيې سره د ښو اړيکو په ټينګولو سره د شانګهاى د پکت له کړنو او ايران سره د روسيې د اټمي همکاريو نه ځان خبر وساتي.
نو د پورتنيو ټکيو په نظر کې نيولو سره هماغسې چې د شمال قطب کنګلونه په ويلې کېدو دي، د امريکې او روسيې کنګل شوي مناسبات هم په ويلې کېدو ښکار ي.