کور / تازه خبرونه / ولسمشر حامد كرزى سبا پاكستان ته ځي

ولسمشر حامد كرزى سبا پاكستان ته ځي


د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت څخه خپاره سوي خبرونه وايي ولسمشر حامد كرزى به په روانه اونۍ كي پاكستان ته سفر وكړي.
دا په پاكستان كي د آصف زرداري له واك ته رسېدو وروسته، دوهم سفر دئ، چي ښاغلى كرزى يې اسلام آباد ته كوي.
څېړونكي وايي د آصف زرداري په راتګ سره د افغانستان او پاكستان ترمنځ اړيكي سمي سوي او دواړو هيوادونو پر يو بل د تورونو له لګولو څخه لاس اخيستى دئ.
جمهور رئيس حامد كرزي پاكستان ته خپل وروستى سفر د سپټمبر په مياشت كي د آصف زرداري د لوړي د مراسمو پر مهال كړى وو.
كه څه هم پاكستان ته د ولسمشر كرزي د سفر آصلي نېټه نه ده په ډاګه سوې، خو د بهرنيو چارو په وزارت كي يوې باوري سرچينې لر او بر ويبپاڼي ته وويل ښايي ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د اسلام آباد پر خوا وخوځي.
د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه كي راغلي چي ولسمشر كرزى به د پاكستان او افغانستان پر سياسي، اقتصادي او تجارتي اړيكو له پاكستاني چارواكو سره مفصلي خبري وكړي.
بلي خواته له اسلام آباد څخه وركړل سوي خبرونه وايي چي په دغه ښار كي د ولسمشر كرزي د ورتګ دپاره كلك امنيتي او نمايشي تدابير نيول سوي دي، پر واټونو د افغانستان او پاكستان بيرغونه او د ولسمشر حامد كرزي او آصف زرداري غټ غټ انځورونه ځړول سوي دي.