م م: د ملكي افغانانو د مړينو ګراف تر هركال لوړ وو

34 | فبروري 18th, 2009



د ملګرو ملتونو له خوا په ۲۰۰۸ كال كي د جګړو له امله د ملكي افغانانو د مړينو ګراف له ۲۰۰۱ كال راهيسي تر بل هر يوه لوړ ګڼل سوى دئ.
د ملګرو ملتونو له خوا خپاره سوي ارقام ښيي چي په ۲۰۰۸ كال ۲۱۱۸ ملكي افغانان د جګړو له امله وژل سوي وو، چي ۶۱ فيصده د طالبانو او ۳۹ يې د ناټو او افغان ځواكونو له خوا وژل سوي دي.
راپور وايي دا په داسي حال كي ده چي په ۲۰۰۷ كال ۱۵۲۳ افغانان وژل سوي وو، چي په ۲۰۰۸ كال ۳۹ فيصده زياتوب پكښي راغلى وو.
په پورتنيو ارقامو كي شپږ فيصده كسان د ايتلافي ځواكونو له خوا د سړك د غاړي په هغو ډزو كي وژل سوي، چي دوى يې معمولاً خپلو ټانكونو ته د ورنيژدې كېدو پر مهال پر خلكو كوي.

Copyright Larawbar 2007-2024