کور / طنز / یاجوج او ماجوج څوک دي ؟-۶

یاجوج او ماجوج څوک دي ؟-۶

د ذوالقرنین سد چیری دی ؟
مورخینو  دا سد ونه: د انوشیروان  سد، د ګرګان  دیوال ،  دچين دیوال او د  داریال  سد  د ذوالقرنین دسد  په نامه  یاد کړی  دي.
الف : دچین دیوال :ځینې  مورخین وایې چې په قران کریم کې راغلی سد  د چین دیوال دی چې د چین او مغولستان تر منځ پروت دی او یو چينایي پاچا «شیم هوانکتی» جوړ کړی دی چې د مغولو د یرغل مخه ونیسي دا دیوال درې زره کیلومیتره  اوږدوالی، نهه میتره سورور او پنځلس میتره  لوړوالی  لري چې د ډبرو څخه جوړ شوی  دی او ( ۲۶۴) کاله مخکې له میلاده جوړ شوی دی چې  جوړولو یې  له لسو څخه   تر شلو کلو پورې  وخت نیولی دی  او  ذوالقرنین همدا چينايي پاچا  بولي
خو ددې  د یوال ځانګرتیاوي د قراني سد سره  بلکل سمي نه دي . ځکه ذوالقرنین د  اقصی ختیځ ته سفر کړی او په  هغه سد کې وسپنه او مس کار کړی دی  او هغه تنګه د ددو غرو تر منځ وه خو  دا دیوال د غرو تر منځ نه دی او له ډبرو څخه جوړ شوی دی .


ب: د انوشیروان سد یا بند:  ځينې نور مورخین  بیا وایي: دا قراني  سد د آشور پاچا جوړ کړی سد دی ،چې له  میلاد نه اووه پېړۍ  مخکې اوسیده او دا سد یې  د «سیت» د کام د یرغل د مخنیوی لپاره جوړ کړی دی. دې  کام د قفقازه له غرو او ارمنستان څخه د هغه وخت د خراسان په لویدیځ  بریدونه کول او ان تر« آشور» د پایتخت« نینوا» پورې و رسیدل او هغه یې کلابند  او ونیوی نو  پاچا  انوشیروان   اړ شو یو سد د  «باب الابواب»  په نامه  جوړ کړي او ځان له دغو یرغلګرو وساتي .
ځینې وایې دا د« دربند دیوال» دی چې عربو هغه  باب الابواب نومولی دی.
 د بیضاوي په تفسیر کې  لیکل شوی چې دا  سد  انوشیروان رغولی دی  او په  اصل  کې هغه  ذوالقرنین جوړ کړی  سددی.
د انوشیروان سد یو لوړ او اوږد  دیوال  دی چې د خزر د سیند په ساحل  کې جوړ شوی دی  چې  د داریال  ناوه (تنګه) د سد  څنګ ته پرته  ده چې  ځینې بیا هغه   د ذوالقرنین سد بولې.
مورخینو داجوته کړې ده ، چې دا بند د ساسانیانو په دور کې د انوشیروان په وخت کې جوړ شوی دی .

 ج: د ګرګان لوی دیوال یا سور مار: ځینې مورخین دا دیوال د  ذوالقرنین بند بولې  ددې بند د جوړولو وخت نه دی مالوم د هغه  جوړول د ساسانیانو یا اشکانیانو  یا ان له هغه دور نه مخکې ګڼل کیږي ددې دیوال یا بند د جوړیدو موخه  هم لکه د چین دیوال د مغولو اوترکو د بریدود مخنیوی په پار جوړ شوی چې د ایران په  شمال لویدیځ کې پروت دی
 د: اوس  د استرلیا په شمال ختیځ ساحل کې یو دیوال رابرسیره شوی  چې  یو برتانیوی ساینس پوه ډاکټر سی ایم بنګ ددې د یوال په هکله داسې  لیکي دي: «دا دیوال زر مایله اوږد او په ځینو ځایو کې تر دوولسو مایلو پورې سورور او زر فیټه لوړوالی لري او خلک پرې ژوند کوي ».
ه: د داریال د ناوې(تنګې) سد: ډیر مورخین او علما په دې اند دي، چې د ذوالقرنین سد د قفقاز  دغرونو په یوه تنګه کې  تړل شوی  دی  چې ددې  غرونه لړۍ د خزر له بحیره څخه  تر  تورې بحیرې پورې   غځیدلې ده   او د داریال تنګه دهمدې غرونو په لړي کې  واقع ده.
 داریال   له اړه  داریول  دی چې په ترکي کې دناوه ( تنګه )مانا لري او دا  سد  د  سیمې  خلک «د میرقاپو» یانې  وسپنیزسد په نامه  بولي.
دا ناوه  د «تفلیس»  او «کیوکز »  وادیو تر منځ ددو  لوړو غروو تر منځ پرته ده  چې  د شمالي او سهیلي سیمو تر منځی  یوازینی لاره ده چې د اسیا جنوب له شماله جلا کوي.
 مورخین وايي ددې لارې به  شرور کامونه  ارمنستان او ایران ته  تله اوان پر  «آشور اوکلده»  باندې به يې یرغلونه  کول.
« الدر المنثور»  وایي دا قراني سد باید ددو غرونو یاني د ارمنستان او آذربایجان تر منځ جوړ شوی وي  د دې سد د پیدا کولو لپاره لومړی باید داسد هلته ولټول شي  چې هلته  لوړغرونه لکه یو  دیوال  ولاړ وي یاني غرنۍ سیمه وي او بل داچې په هغه کې مس او وسپنه کارول شوی وي.یوناني مورخ هردوت وایي کوروش د ایران شمال  ته  د نائرې سیمې ته، چې اور يې  اخیستی وو د اور دمړ کیدو لپاره  سفر کړی او په همدې سفر کې یې  داسد هم جوړ کړی دی .


دقران کریم په اساس ذوالقرنین د د ووشاړو ( وحشي ) کامونو یاجوج  اوماجوج د یرغل لاره سهیل   خواته د یو سد په  جوړ ولو بنده کړه  ده ، چې   یونانیانو دا شاړ کام (لیت) او اورپایانو(میګر) یا (مجار) او اسیایانو (تاتار) نومولي دي   او هم په ځینو نورو هیوادو د « گومر  او ماگوگ»، «گاگ و ماگاگ»، «بادی و یادان» ا و «منغولی و یواشی» نومول شوی دي.
په روایاتو کې راغلي دي چې د نوح له طوفانه وروسته   دنوح علیه السلام درې زامن: سام ،حام  او یافث پاته شوی دی
د سام زوزات  عرب ا وعجم دي چې ډیر پيغامبران دسام  له زوزاتو(اولادو)  څخه دي.  چې ټوله سپین پوټکي، پوه او فاضل وه  د مځکې په  وسط لکه :بیت المقدس،نیل،فرات، دجله ،سیحون اوجیحون کې يې مېشت وه
د حام اولاده تور پوسته  وه لکه ګبشیان،زنګیان او هندوان چې ډیر کافر او ظالیم شول ددی علت دا و چې نوح(ع) خپلو پيروانو ته ویلې وه  چې په بېړۍ کې د خپلو میرمنو سره جماع مه کوی خو حام دا کار وکړ.
د هغه اولاده  د نیل په  لوېدیځه  خوا ، سحون کې مېشت شوه
د یافث  زوزات ترک ، سقلابي او یاجوج  او ماجوج دی چې  په چين، جاپان او ترکمنستان کې   له  تیسفون تر صیامه مېشت شوه
که تاریخ ته وکتل شی د چین ټول ژیړ پوسته نژاد  ددو قبیلو  (یانچو او مانچو) دي چې دا همهغه یاجوج  اوماجوج دی نو دانظر چې  اخیر برید به دچینایانو وي سم دی که د چین نفوس وکتل شی  نو دغه اخیر برید به هرومرو د چين  وي.
چین تر اوسه یرغل نه دی کړی نو اخیری یرغل به يې همدا  سراسری یرغل  وي (؟)
اوس ټوله مځکه لیدل شوې ده  داسې پټ  ځای پاته نه دی  چې هلته یاجوج او ماجوج بند وي
نوپه ځینو نورو روایاتو  یاجوج او ماجوج هغه مغول دي لکه چې څو واري دسدله  جوړولو وروسته  یې هم  یرغلونه کړي دي .
د تاریخ له رویه یاجوج او ماجوج یو له هغه امتونو څخه دی چی د اسیا په شمال کې اوسیدل هغوی جنګره خلک وه او کار یې جنګ، فتنه او غلا وه.
داچې یاجوج او ماجوج  عبري کلمې  نه دي  نو په یونانې کې هغوی ( ګاک اوماګاګ) یادشوی دی  چې په  تورات  کې  هم په همدې نومونو راغلي دي.
د مسلمات په تاریخ  کې راغلي دي ،  چې د اسیا په شمال ختیزو  دشتو  او لوړوکې( چې د چین شمال دی) وحشي کامونه ژوند کوی، چې ورځ په ورځ زیاتیدل، په ګاونډي  هیواد لکه چین  یې بریدونه کول او ځینې وختونه به له چینه تیریدل او   په منځني اسیا يې یرغلونه کول او له هغه ځایه ان  د اروپا په  شمال یرغلونه کړی  اوځینې یې  هلته پاته شوی چې  کرار کرار متمدن شو ی دي په کرهڼه او مالداري  بوخت شوي دي
دا «فاکهة الخلفاء»  او «تهذیب الاخلاق»  دابن مِسکویه ا و «رسائل اخوان الصفا» څخه نقل شوی دی:« یاجوج او ماجوج هغه امت دی چې د اسیا په شمال  کې دتبت او چین څخه تر شمالی منجمد بحره پوري  مېشت وه چې لوېدیځ ته يې ترکستان پروت وو »
ویلای شو ماګوګ او منګوګ د چیني ژبې  بدل شوی ډول دی  لکه له منغول څخه مغول جوړ شوی دی
  اقرب الموارد لیکي :« یاجوج  اوماجوج د ماغوغ بن یافث بن نوح د نسله دي او ځینې بیا وایي هغه د کومر بن یافث له نسله دي.
ځینی بیا وایي  یاجوج او ماجوج له « اجیج»  نه اخېستل  شوی دی چې  د اور لمبې ته وایي چې دا  دوې اعجمي کلمې دی اود ترکانو  دوه کامه دي».
منتهی الارب لیکي: «دا یاجوج او ماجوج عجمي کلمې دی
ذوالقرنین  داسې خلک ولیدل چی سره او سپين وېښتان او شینې سترګې يې  درلودې چې د غره دهاخوا خلکو څخه  يې شکایت کوی چې هغوی په دوی یرغلونه کوي د هغوی ښارونه ورانوي. هغوی ټیټی ونې او پلن مخونه لري او شمیریې  ډیر دی  . هغوی  شپږ قبیلې دي: ياجوج ، ماجوج ، تاويل ، تاريس ، منسک ، او کماري … او لیري قبیلې يې  نه پیژنو، نو موږ ته یو سد جوړ کړه.
ذوالقرنین وپوښتل:  د هغو خواړه څه شی دی؟
 هغوځواب ورکړ:: هر کال سیند هغوی ته دوه ماهیان غورځوي، چې د هر ماهي(کب) له سره تر پایه د لسو ورځو  پلې لاره ده.
بیا ذوالقرنین امر وکړ: وسپنې راوړي!
بیا یې امر وکړ: مس راوړئ!
او هغو له وسپنې او مسوڅخه خښتې جوړي کړې او بیا یې د هغه دووغرونو تر  منځ لکه دروازه بندجوړ کړ.»