کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د جمهوري ریاست د  راتلونکو په اړه روانو بحثونو ته په اشارې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې ممکن دا انتخابات په راروان پسرلي کې ترسره شي.

ورځپاڼې د همدې مخ په سر کې د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د بارک اوباما د سیال جان مکین په حواله لیکلي دي چې  امریکا د افغانستان جنګ بایللې دې.

ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د افغان دولت او مخالفینو ترمنځ د سولې خبرو په اړه لیکلي دي چې په لندن دوبۍ او افغانستان کې د افغان حکومت او مخالفینو ترمنځ پټو خبرو پرمختګ کړې دې.


د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د امریکا افغانستان او پاکستان ترمنځ نوې تړون ته په اشارې چې په واشنګټن کې شوې لیکلي دي چې دغه درې واړه هیوادونه ګډ هدف لري.

ورځپاڼې د همدې ناستې په اړه په یو جلا مطلب کې د  افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې دا د ترورزم په خلاف د مبارزې د پیاوړې کولو لپاره یوه ښه موقع وه.

خو ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د افغانستان ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې د امریکا په جنګي ستراتیژۍ کې د اوباما د ادارې لخوا وړاندې شوي بدلونونه د افغانستان حکومت له خطر سره مخامخ کوي.


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د افغانستان پاکستان او امریکا ترمنځ شوي نوي تړون ته په اشارې لیکلي دي چې نړۍ باید په پاکستان کې ترورستانو ته زیات وخت ورنکړي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د پاکستان په سوات سیمه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د شوي تړون په اړه د امریکايې  چارواکو اندیښنه هم راغستې او لیکلي دي چې پخوانیو تجربو دا ښودلې ده چې دا ډول تړونونه تل د وسلوالو په ګټه تمام شویدي.
 


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې د نړۍ د بې ثباتۍ د ګواښ اصلي مرکز پاکستان دې.

ورځپاڼې د نوموړي په حواله وړاندې لیکلي دي که چیرې پاکستان ماتې وخوري نو دا ټولې سیمې ته یو جدي ګواښ دې.

ورځپاڼې یو بل ځاې کې د هغې درې اړخیزې غونډې  خبر هم ورکړې چې د افغانستان امریکا او پاکستان ترمنځ جوړه شوې وه او  لیکلي دي چې پدې غونډه کې  افغانستان خپل نظرونه څرګند کړل.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د نوې ستراتیژۍ په اړه د خبرو لپاره امریکا ته د افغان پلاوي په سفر تبصره کړې خو پوښتنه کړې چې ایا افغان پلاوې به ډک لاسونه ستون شي؟


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د افغان دولت او مخالفینو ترمنځ د سولې د خبرو مسله راغستې او پدې ترڅ کې د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د جوړجاړي خبر ورکړې دې.

دې ورځپاڼې هم د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې  ولس مشر کرزې ممکن همدا نن پدې اړه خپله وروستۍ بریکړه اعلان کړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له افغانستان سره د لویدیځو هیوادونو په چلند تبصره کړې او لیکلي دي چې ددوې چلند دوه ګونې دې.


د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې  روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خباره کړیدي.

هیواد هم پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د روان جنګ لپاره د نوې ستراتیژۍ د جوړولو په مسلې تبصره کړې خو پدې يې ټینګار کړې چې د بري راز د نظام په بیاوړې کولو کې نغښتې دې.

خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د ګوانتامو زندان وتړلې شو او د اوبغریب زندان اصلاح شو خو د بګرام په زندان کې اوس هم افغانان ځورول کیږي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د امریکايې سرتیرو د زیاتولو مسله راغستې او لیکلي دي چې امریکا پدې هڅه کې دې چې په افغانستان کې يې د سرتیرو زیاتوالې منځنۍ اسیا ته هم لار ومومي.

ورخپاڼې د ملي شورا د ځینو غړو دا ادعا هم راغستې چې د پولیسو ځواکونه د نشه يې توکو په خرڅلاو کې لاس لري.

په ورځپاڼه کې د قانون په پلې کولو هم ټینګار شوې دې او لیکل شویدي چې پس له دې باید د بې عدالتۍ په وړاندې خاموشي غوره نشي.