کور / سياسي / AIC د ISI په منګلو کښي

AIC د ISI په منګلو کښي

پاکستان له پيدايښت نه تر اوسه پوري دمنطقي لپاره د جګړی ،تيری، او د لوړ غوشتنی په وجه د بي امنيتيو په مرکز تبديل اودسرطان د ډيري ناولي سرطاني داني حيثيت لري او دپاکستان  دژوند پايښت په جګړه ، ترور ، درواغ ، فريب او دوکه کي دي او بس.

پاکستان هغه اعتبار چه د شوروي له اشغال نه وروسته يي تر لاسه کړي وه ، د تروريستی اعمالو په وجه چه په افغانستان او هند ستان کي د لمر په شان د روښانه مداخلی دی، له لا سه ورکړ. او د دی تروريستي اعمالو په وجه يي د صداقت او ايمانداري پاکه پرده له ناولي څيري څخه ليري شوه او اوس مطلق تر شک لاندي دي او حتي د اي –ايس – اي د اداري بعضي کسان له طالب او القاعده سره د لاس لرلو په تور په تور لست کي پداسي حال کي شامل شول چه د القاعده د شبکي تر ټولو مشهور غړي مشرف لا تر اوسه پاته دي.

مصنوعي او له شر او فساد څخه ډک پاکستان  له شرايطو سره په موکه خپل کارونه داسي برابر وي چه د انګريزي استاد په شان يي لا دمخه زمينه برابره کړي وي او هغه څه چه دوي کوي هغه ته کاملاََ طبعی رنګ او روغن ورکوي. دمثال په ډول :

په افغانستان کي چه کله د شمال ډله ټپله د مسکو _ تهران د ناولی پلان له مخی د ملل متحد د سولي انساني پلان ويجاړ کړ او له هغه سره يو ځاي یی دښمن ماتونکي ملي اردو له منځه يوړه او دپنجابيانو  لپاره یی د افغانستان او دکابل د ورانيدو لپاره لياره هواره کړه چه هغه د ناولي ضياوالحق يو ناولي ارمان وه او دا ارمان يي داسلامي ګوند د رهبر په وسيله تر سره کړ چه هغه هم د نام نهاده اسلامي جمهوريت صدراعظم وه، او کابل یی داسي وران ويجاړ کړ چه په تاریخ کي ساری نلری.

پاکستان له شوروي اشغاله تر خپل پنجابي اشغال پوري له امريکا او نورو ناټو هيوادو څخه په پوره اندازه مالي مرستي تر لاسه کړي او دا سلسله لا خلاصه نوه چه په ډیر منظم ډول یی د پاکستاني طالبانو ډرامه په اشغالي خاوره کي ګرمه کړه چه بياهم خرما او هم ثواب تر لاسه کړي .

پاکستان د ناټو له اشغاله تر اوسه پوري12 عشاریه دری مليارده ډالره مرستي یوازی له امريکا تر لاسه کړی او د هغه نتیجه داشوه چه طالب او القاعده نه تنها ورک نه شول بلکه تيره هفته زرداری له سي اين اين سره په مرکه کي څرګنده کړه چه د پاکستان وضعه دومره خرابه ده چه ممکنه ده چه افراطيان د پاکستان واګي په لاس کی واخلي!

دلچسپه خبره ده!

امريکا پدی شه خبره ده چه تر لاسه شوي ملياردونه ډالره د طالب او القاعده د بيا رغوني او لا زيات منظم کيدو لپاره مصرف شويدی ، نه د هغو د له منځه وړلو لپاره. ځکه چه د القاعده د بيا تنظيميدو مسوؤل شخص پرويز مشرف دا مطلب په خپل کتاب کي واضح کړيدی.

ليکن لدي سره سره چه A-I- C-او د ناټو هيوادونه پدي شه پوهيږي چه پاکستاني رهبران په خپل قول او وعده ولاړ انسانان ندي خو متاسفانه بياهم دادي دسنا له مجلس څخه لوړ غږ را پورته کيږی چه بايد له پاکستان سره لا زيات کمکونه وشی ځکه وضعه یی خرابه ده!او پاکستان په خطر کی دی.

زه عقيده لرم چه که 12 ترليونه ډالره هم پاکستان ته ورکړل شی بيا به هم همدا پاکستان وي او همدا ترور، جګړه ،نا امني او منطقی او جهان ته د پاکستان خطر.ځکه چه د پاکستان رهبران د چرسيانو په شان اوس د ډالرو له اختلاس، د تروريستانو د تربیی او په منطقه کی د بيځايه هژمونيزم ماسيوا نارمل ژوند نشی کولای نو لازمه ده چه امريکا هغه کار چه څو کاله وروسته بايد وکړي همدا اوس هغه کار لازمه ده چه وکړی او ددی سرطانی دانی څخه هم ځان او هم منطقه او جهان  د يوګوسلاويا په شان خلاص کړی.

دا سوال پيداکيږي چه کله افغانستان د القاعده مرکز وه نو ټول جهان پري را مارش شوه چه له القاعده سره مقابله وکړي او دنړي سولی او امنيت ته نجات ورکړي.اما کله چه پاکستان د القاعده او د پنجابيانو په لاس د جوړ شويو طالبانو په مرکز بدليږي نو دلته برعکس د ملياردونو ډالرو مرسته کيږي؟


ايا د پاکستان په خاوره کی القاعده او بيقاعده د نړي د سولي او امنيت لپاره خطر نه پيدا کوي؟

پداسي حال کي چه که هغه د مشرف په کمک و کولاشی چه قدرت تر لاسه کړی او(اسلامی) اټومی سلاح په لاس ورشی بيا به نو د سپيني ماڼی تورپوستی له شين سترګو يارانو سره چيری په کوم غار کی پټیږي او د نړي سوله به بيا څوک ساتی؟

امريکا د شوروی له ړنګيدو ورسته له هغو هيوادو څخه چه هستوی تخنیک یی درلود، ټول هستوي تخنيک په نغدو ډالرو واخيست او ځان یی د تل لپاره ارام کړ.

ايا دا امکان نلري چه امرکا له پاکستان څخه هم اټومي سلاح واخلي او ځان او منطقه د تل لپاره له دي بيلوظه او بي قوله پنجابی حاکمانو له خطر څخه خلاص کړي ، ځکه چه پاکستان دا اسلامي اټومی سلاح د هندستان او ګويا د شوروي له خطر سره د مقابلی لپاره جوړه کړي وه، اوس چه نه شوروی وجود لری او نه هم هند و ستان ظالم او يا هم د پاکستان په شان متجاوز او هژمونست هيواد دي نو بيا دي خطر ناکی سلاح ته چه د ساتلو توان یی هم نلری څه کوي؟

امريکا له هغو 12 ملياردو ډالرو ماسيوا د مياشتي 90 مليونه ډالره هم پاکستان ته خيرات ورکوي نو چه دا ټول ډالر يو ځاي ورکړي او انا مړه شی او د منطقي تبه به هم ورکه شی څه تاوان به وي؟

دلچسپه موضوع داده چه پنجابيان له يوي خوا دعوا کوي چه دوي به تر هغو د سولي قرار داد له طالبانو سره امضا نکړي چه تر څو هغوي وسله پر ځمکه نوي ايشی ،اما په عين وخت یی اعلام وکړ چه دولت به په سرحدي سيمو کي ديرش زره ميله مختلف النوع وسله تقسيم کړي؟

ايا امريکا او ناټو دا دوه متضاد مطلبه نشی درک کولای او يا داچه د پردی تر شا نيم پردي دی؟

که چيري له طالب او القاعده سره سوله کيږي او هغوي هم سلاح تسليم کړی خو معني داده چه نور نو پدي منطقه کي جنګ ختم دی. ځکه چه همدا خلګ چه سلاح لری همدغه خلګ جنګ کوي کله چه هغوي سلاح تسليم کړي نو پنجابيان بيا دا 30 زره ميله سلاح له چا سره د کومي جګړي لپاره توزيع کوي؟ ځکه چه قول قول وي نه تجارت.

پدی مورد محترم حسین خیل داسی لیکی:

“. په قبايلي سيمو سوات او ملاکنډ ډيوژن کې د نفاذ شريعت په نوم القاعده او طالبانو ته واک سپارل په ډاګه په يوه دولت کې ديوه بل بنسټپالي دولت جوړول دي ځکه په دې کار سره د اتحاد المجاهدين په نوم د شمالي او سويلي وزيرستان د بيت الله محسود ، حافظ ګل بهادر او ملا نذير ډلې د القاعده تر مشرۍ لاندې سره يو ځاى شول، چې په راتلونکي پسرلي کې به د افغانستان په سرحدي سيمو کې لوي ناتار جوړوي ا و دوي سره به ديرش زره نوي وسلوال هم يو ځاي کيږي.

٢. دپاکستان ددولت لخوا په دو ورځو کې ديرش زره نوي طالبان د وسلو په ورکولو سره په قبايلي سيمو کې وزيږيدل، امريکا خو د عراق تجربې دلته لابراتواروي خو هغه خلک چې هلته وسلوال کيدل هغوي مترقي او روڼ اندي و، مګر دلته دا خلک بنسټپالي دي”


فکر کوم چه پنجابيان خپل تجاوز ته رسمي او شکاره شکل ور کوي ځکه چه د بيت الله او نورو ډلو ټپلو اعلام وکړ چه موږ پاکستان نه خرابوو او نور جنګ نه کوو او سوله کوؤ ، نو اوس بايد په کابل کی څوک پيداشي چه د پنجابي دغه ناولي نيت ته بد نيت ووایی  ،نه شه نيت او د تروريزم پر ضد مشترکه جګړه کی يار او همکار . ايا داد پاکستان لخوا د نوي جګړی تپل ندی؟ . ايا  دا د پاکستان د نوی جګړي نوی ستراتيږي نده ،او نوی تاکتيکونه به هم ور سره وي؟

داسی فکر کيږي چه پاکستان پښتانه يو ځل بيا د مقدس جهاد په نامه له دواړو خواوؤ سره متشکل ، منظم ا و مسلح کوي اواوس به وایی چه همدا پښتانه دی چه پر اسلام او جهاد مين دي نه پنجابيان.

ځکه پرون چه په جهاد کی ګټه وه پاکستان یی ټيکه داروه او نن چه په جهاد کی تاوان دي او په طالب کی ګټه ده نو دادي د پنجاب تر قومندي لاندی په هره جلسه کی په زرګونه انسانان دطالب په نامه سره را ټولوی او ناټو ته خپل عظمت او ابتکار ور ښيي او د پښتانه وحشت او دهشت؟ نه توره اونه ميړانه ، نه په ازادي مين اونه پر ناموس مين چه تر هغه سر جارول ځانته افتخار بولي؟

اي کاشکی چه دا د ورور وژني د جګړي په عوض مو خپل زور او طاقت د سپينو تورو شرنګ له تور او لعنتی پنجابي سره د اشغالی خاوری د ازادولو په ګرمه او مسته جګړه کی داسی استعمال کړی واي چه رڼا ورځ مو ورباندی توره شپه وای او د همدی سپينو تورو شرنګ د زوروري تالندی پشان بريښيدلاي وای او د تاريخ يوه بله زرينه او رنګينه پاڼه مو بيله رنګين سپنتا څخه چه د پنجابي دوکی ته په ډیره مینه او خوښی سره شه نيت وایی جوړه کړی وای؟

له يوی خوا له القاعده سره سوله او د وسلي پر مځکه ايشودل او له بلي خوا سلاح ويشل نه سره جوړيږي.پداسي حال کی چه امرکا د هري مياشتي 90 مليونه ډالره د القاعده او بيقاعده سره د جګړي لپاره ورکوي او پاکستان هم وایی چه ګويا د هغوي 120 زره اردو هلته په جګړه بوخت دي.

چه هم د سولي قرار داد شوي وي او هم 120 زره اردو هلته وي او هم 30 زرو ته نوی سلاح توزيع شي او هم له پخوا څخه هلته حد اقل 60 زره مسلح قوتونه(1) چه د افغانستان د جګړي لپاره جاي په جای شوی او د مقدس جهاد په ګرمو جزبو یی افغانستان ته راليږي  چه ټول تقريبا 200 زره کيږي نو به ناټو خوارکی دی جنګ ته  څنګه ځان تم کړي ؟

هغه هم پداسی حال کی چه   په هلمند کي انګريزان د طالب اورپکو اکمالات کوي او امريکا هم د پنجابي او القاعده  يارانو کمک(اکمالات) د پاکستان له لياری په قانوني او زړه سوي په خاطرکوي!

دی ته وای د تروريږم په ضد جګړه ! نه د افغانانو پر ضد جګړه؟

دا سوال پيداکيږي چه امريکا او ناټو د کوم هدف لپاره دلته راغلي؟

ايا غواړی چه زموږ نقشه را خرابه کړی اوکه څنګه؟

داسی نشی چه زموږ تر نقشه د دوی او د پنجابيانو نقشه ژر خرابه شی ، د پرون ورځی د شوروی اتحاد په شان  ؟

هوکی که چيری زموږ په ميړني خاوره کی د ميرويس ، احمد ، مير مسجدي، اکبر ،ايوب او يا امان په شان څوک پيداشوي وای چه خپله  توره یی له تيکی را ايستلی وای او د الله اکبر په تکبير سره یی د پشتونستان غږ پورته کړی وای ،او ملالی هم ژوندی وای چه په خپل مړني اوازیی دا غږ کړي وای چه :

کـــه پـــــــــــه ډيــــو رنــــد کی شهــــيد نـــه شــــــوې
مجاهد – طــالبــــه بــــی ننــــګی تــه د ساتــــيــــنه  !







  1. 1-20 زره کشمیری مجاهدین چه په افغانی سرحد کی جای په جای دی


  2. 16 زره عربی مجاهدین چه په افغانی سرحد کی جای په جای دی


  3. 11 زره ازبکی مجاهد…………


  4. 4 زره د نورو هیوادو مجاهد…


  5. 5 زره پاکستانی مجاهد……….


  6. د ار یانا تلویزیون له گردی میز نه د محترم وزیری له معلوماتو نه.