کور / هراړخیز / ويلنټاين ډې ياد ميني نړيواله ورځ

ويلنټاين ډې ياد ميني نړيواله ورځ

 

د هركال په اږدو كې په نړۍ كې بېلابېلي ورځي لمانځل كيږي .د بېلګي په ډول ،د ماشومانو نړيواله ورځ ،دمېندونړيواله ورځ،د ژبو نړيواله ورځ،د ښوونكو نړيواله ورځ او داسي نوري

هم دا رنګه د هر كال د فرورۍ ۱۴ مه نېټه په ټوله نړۍ كې د ميني د ورځي په نامه لمانځل كيږي .ميننان يو بل ته ګلونه،كارډونه ،چاكلېټونه،او داسي نور سوغاتونه ډالۍ كوي .او له دې لاري له يو بل سره د ميني څرګندونه كوي

په دې ورځ سرګلاب د ميني يوه ځانگړې نخښه وي .په ښارونو كې په ميليونونو سره ګلونه پلورل كيږي چې د يوه ګلاب بيه تر څلوېښت كالدارو پوري وي

اوس پوښتنه دا ده چې دا ويلنټاين څوك و او ولي دې ورځي ته ويلنټاين وايي او دغه ورځ له ويلنټاين سره څه تړاو لري

ويل كيږي چې په لرغونې زمانه كې ياپه دريمه مېلادي پېړۍ كې د عيسايانو يو پادري و چې نوم يې ويلنټاين و .دغه كس  داټاليا په پلازمېنه روم كې دنورو مراسمو تر څنګ د خلكو نكاح ور تړل

د روم باچا فكر وكړ چې په اردو يا پوځ كې هغه ځوانان چې ودونه يې نه وي كړي د هغو ځوانانو په پرتله چې ودونه يې سوي وي ډېر غښتلي او پياوړي وي .نو له دې امله باچا پرېكړه وكړه او امر يې وكړ چې نور به پر ودونو بنديز وي .او پادريان بايد د چا له نكاح له تړلو څخه ډډه وكړي

باچا ويلنټاين ته هم امر وكړ چې نور دي دى هم له دې كاره لاس پر سر سي .خو ويلنټاين د باچا خبره ونه منله او په پټه پټه يې دې كار ته دوام وركړ .باچا چې كله د هغه په دې كار خبر سو نو هغه يې په زندان كې بندي كړ

ويلنټاين په زندان كې د يوه چارواكي يا جېلرپر لور مين سو او هغې ته يې يو ليك وليكى . د ليك په   پاي كي يې ورته وليكل چې’’   ستاويلنټاين ’’ 

 ځني خلك بيا په دې نظر دي چې ويلنټاين خپلې معشوقې ته سر ګلاب وركړى و .او له دې لاري ېي له هغه سره د ميني څرګندونه كړېوه

د باچا په اند دا ده ويلنټاين دويم جرم و ځكه يې هغه د اعدام په سزا محكوم كړ او د فرورۍ د مياستي پر ۱۴مه نېټه يې ويلنټاين ته پانسۍ وركړه

اوس نو هر كال د فرورۍ ۱۴مه د ميني د ورځي په توګه لمانځل كيږي .او دا د داسي يو چا ياد تازه كوي چې د ’’ ميني په تور ’’ كې په دار ختلى و . هغه بل څوك نه و د روم ښار يو پادري يلنټاين و چې اوس يې د مرګ ورځ په ټوله نړۍ كې د ميني د ورځي ياني ويلنټاين ډې په توګه لمانځل كيږي



 رفيع الله مندوخېل
ږوب
سهېلي پښتونخوا
Rafiullah.mandokhail@gmail.com
0300-3937-628