اوباما د عراق څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو پلان اعلان کړ  video

د لراوبر اداره | فبروري 28th, 2009


د امريکا ولسمشر باراک اوباماد ۱۴۲۰۰۰ امريکايي سرتيرو دوه پر دريمه برخه پوځيانو د عراق څخه د وتلو استراتيژي د ۲۰۱۰ زېږديز کال د اګسټ مياشتي  تر اخري پوري پرون د جمعې په ورځ د شمالي کارولينا په پوځي اډه کښي اعلان کړل، خو يو پر دريمه برخه پوځيان به لا هلته د عراقي پوځ د روزني په موخه تر ۲۰۱۱ کال پوري پاتي کيږي .

بل خوا نن شنبه د عراق لومړي وزير نوري الملکي په خپل يو خپور کړي بيان کښي د اوباما د پلان او امريکايي پوځيانو د وتلو د مهالوېش هر کلی کړئ او زياتوي چي عراقي پوځ ثابته کړې چي نور د خپل هيواد د امنيت ساتلو وړتيا لري، خو بعضي عراقيان پدې اند دي که امريکايي پوځيان له عراقه څخه ووځي نو د عراق حالات به لا پسي بدتر سي .

اوباما همدارنګه (کریستوفر هیل) په عراق کښي د امريکا د نوي سفير په توګه ونوماوه چي مخکي د شمالي کوريا د هستوي پروګرام دپاره د بوش د حکومت استازی وو .




Copyright Larawbar 2007-2024