کور / کیسه / دغزونو شیشکه

دغزونو شیشکه

ماخوستن به له جوماته راتلم مګر داسې اواز ماکله هم نه وو اوریدلی لکه څوک چې ځمکه په میتي وهي اوغاروي يې. دډب ، ډب اواز مې تر غوږوکیده کله به چې ورته څک شوم نو اواز به ورک شو. یوه شپه وروسته به مې دغه اواز اوریده دلارې په سر به هم ورته نه شوم درید لی اوله لارې هم نه شوم ورچپیدلی ډاریدم خدای خبر څه شی به وي دسرک دغاړې ځنکل دی دمرګ خطر دی .

       یوه ورځ په جومات کې له ناوخته پورې له ملګرو سره په کیسو بوخت وم ساعت ته مې پام شو ډیر ناوخته ووله جوماته سره راووتو کورونو ته دتلو په تکل کې شوو ماورته وویل زه خو ډاریږم په دې لاره نشم تللی مابه ترکوره رسوی، غمي راغبرګه کړه څه بلا وهلی يې؟څه درشوي دي ؟زما په لار کې داسې اوازوي دسرک دغاړې له ونو څخه اواز راځي کله ورک شي کله بیاپيل شي. ګل مست بې درنګه وویل خدای دې خوارکه هسې داستاوهم دی راځه چې ورشو . چنارپه خبرکې ورولوید ځی چې دی تر کوره ورسوو بیا به راځو . ټول سره مله شو همغه ځای ته ورسیدل چې ګلبت به پکښې ډاریده اواوازونه به يې ترغوږه کیدل .دلته ورته ټول تم شول ګلبت ته یې وویل کوم ده اواز ونه څه شول ګلبت ویل مادې قران ووهي دلته به اوازونه وو.غمي ورغبرګه کړه ځه کوردې دمیردین جومات سه ښه په کټ  کټ ټولو سره وخندل ځي چې ځو. په لاره روان وو ګل مست وویل ګلبت خانه دغه ستا کوردی نورمو چیرته بیايې، ګلبت وبخښی زه په هماغه چرت کې وم .ګلبت په کورننوت دوی ترې بیرته راروان شول په ټوکوټکالو ګرم راغلي وو غمي یودم غږ کړ ،چوپ ،ټول غلي شول ګوري هغه ځای چې دوی له ګلبت سره ولاړ ووپه هماغه ځای کې يې اوازترغوږو شو ټول هک پک شول ددوی له روانیدو سره اواز ورک شو یو څه وړاندې لاړل اواز بیا پيل شو دوی ورته هماغلته ودریدل .له لږ ځنډ وروسته ګوري یو دسیوري په څیر چې دتورڅادر په ډول ریښې ریښې ټوکر یې په سرپروت مخ یې پکې پټ  کوپ کوپ ددوی په لوري راروان ووکله چې دسرک د غاړي له ځنګل څخه ددوی لارې ته راپه رسیدو شو دوی ټولومنډه کړه په منډو منډوترکورو ورسیدل.

       سباهرچا خپلو ملګرو ته بیګانۍ کیسه تیره کړه . دکلي واړه اوزاړه له دې خبرې خبر شول چا به یوڅه ویل اوچابل څه، شین ګل اکاوویل ګوری دادسرک غاړې ځای له پخوا دروند دی .ډیر خلک پکې ډارشوي دي .وايي چې دکلونو کلونو پخواني غټ غزونه دي، شین ګل اکا ویل زمونږ نیکه ویل دلته به شیشکو ددغو غزونو له څنګه ژرنده کې دشپې لخوا ډوډۍ پخولې اوبیا به تللې .داخبره دخلکو ترمنځ پاتې نه شوه بلکې تر ولسوالۍ ورسیده ولسوال صایب خبرشو سبا دولسوالۍ دپولیسو ډاتسنې دشپې نهه نیمې بجې راغلي اودلارې ترڅنګ یې په ځای ځای کې موضع ګانې ونیولي ترچرګ بانګ پورې یې دغلته پيره وکړه هیڅ اواز یې تر غوږو نه شو دکلي خلکو ته يې وویل هیڅ هم نشته کاکا خپل کارکوی .

      سبا بیا دولسوالۍ پولیسو خپلې موضع ګانې ونیولي . دشپې لس نیمي بجې وي دلارې دبرپلو پولیس په مخابره کې غږ کړ: اتل سنګر، اتل سنګر اورې؟ قوماندان پرې بیرته غږ کړ سنګر اتل ،سنګر اتل اورم .اتل سنګر زماله لوري یو تک توردسیوري په څیر شی دغزونو خواته روان دی . هدایت؟ .قوماندان غږ کړ سنګر اتل هیڅوک باید له ځایه ونه خوځی زه یې څارم چې څه کوي اوڅه شی دی؟ خلک له لیرې په څاردي قوماندان خپلې دوه سترګې په دغه تورشي خښې کړې ترڅو ترې ورک نه شي .ګورې دغه تورشی دیوه لوی غزه په لور روان دی غزه ته په رسیدو دغزه په ډډ ننوت قوماندان لږ ساعت تم شو غوږ یې ونیو اواز بیا پیل شو قوماندان خپل ټول پولیس ځانته په اشاره راوغوښتل ،واړه سره وپوسنیدل ټولو ته یې هدایت ورکړ. له لږ ښه ځنډ وروسته یې په اشاره پولیسوته دغزه دونې په لور دحرکت امر ورکړ ټول غزه ته په لنډه فاصله کې ورسیدل .ګوری داتورټوکر ښکاري نور هیڅ نه لیدل کیږي قوماندان خپله لاسې بجلې وررڼاکړه دډب ،ډب اواز همغسې روان دی، خپلو دڅنګ پولیسو ته وویل شیشکه ده خو شا یې زمونږ اوتاسو خواته ده.

       خلک ټول څک دي چې اوس به څه کیږي له لږ ځنډ وروسته دډزو اوازونه شول قوماندان دری ډزه پرې وکړل په اول ډز یې له غزه څخه اواز واورید، هی موردرباندې بوره شه . خلکو رامنډه کړه پولیس هم ورلنډ شول په تور ټوکر پوښلی شی یې راښکلو ګوري زړه ښځه ده په خپله ترښځ یې دغزه ددننۍ خوا څخه رابیل کړي لرګي کلک په غیږ کې نیولي شخه پخه پاتې وه  اوساه یې ورکړي وه.شین ګل اکا بې واره چیغه کړه داخو دجانبازدیتیمانو انۍ (ګل څوکه ) توړۍ ده. 

په سپیڅلې کلیواله مینه

فروري /۸/۲۰۰۹ کابل