کور / نثر / سپرلی هغه چي غوریاځه وکړي ګلونه

سپرلی هغه چي غوریاځه وکړي ګلونه

پسرلی د نوروز له ورځې څخه پیل کیږي د لرغوني دود له مخې د لمریزلیږد یزکال لومړۍ ورځ ته د نوروز ورځ وایي د پخوانیو اثارو « اوستا او پهلوي » له مخې په لرغونو زمانو کې یو کال دوه فصله ؤ یانې ( ۷ ) میاشتې اوړی او ( ۵ ) میاشتې ژمی ؤ چې د هر فصل په پیل کې جشن نیول کیده چې دواړه جشنونه د نوي کال پیل یا نوروز ګڼل کیدل. مګر د نوی کال پیل د پسرلي د لومړۍ ورځې څخه په پینځمه ه ، ق پیړۍ کې شروع شوی دی او د نوروز میله د نوی کال په لومړی ورځ د سلطان جلال شاه سلجوقي له وخت څخه په ( ۴۶۷ ه ، ق ) کال کې رواج شوی ده او د کال د څلور ګونو فصلونو ویش د اسلام د سپیڅلي دین د ظهور په پیړیو کې منځ ته راغلی دې له دې کبله، چې د نوروزد جشن پیدایښت د حضرت علی کرام الله وجهه د رسمی خلافت له دوران سره سمون خوري نو ځکه په مذهبي بڼه په مسلمانانو کې په پرتمینو مراسمو نمانځل کیږي ، او زمونږ د ګران هیواد په هره سیمه کې هم د انګیري سیمه ایز دود او سره سم لمانځل کیږي ماشومان،ځینې سپین سرې ښځې اونوروکسان خوحتا دهر کال د نوروزدبیل په شپه د« بي بي نوروزي اوبابای نوروزي» مِجازي رول اوکړه د پام وړبولي او داسې لکه په دې مثنوي کې بي بي نوروزۍ او بابا نوروزی

د بي بي نوروزۍ داسې حکایت ده
ولسونو کې راپاتې روایت ده

کمپیرک په اخره شپه د زاړه کال
د نوروزد راتلو وي ورسره خیال

دا نوروز لکه ښایسته او ښکلی ځوان
رسوي داسې څېره کې دی خپل ځان

چې خبره ئې له راتلو شي کمپیرک
ځان سینګار کړي لکه ناوې بېدرک

بیا د ناز په ټال کې کېني او ځنګ‎ېږي
د نوروز لیدو،راتلو ته هوسېږي

زمزمه کوي له ځان سره یوڅه
لاندې وي ج‎اري ویاله ستره اوبه

له ډېر خوند د شرهاري او ټالۍ
څو شېبې ئې دلته یوسي پرېښانۍ

د سپرلي وږمه خوره نسیم چلېږي
دا شېبه کې ځي نوروز ورنه تېرېږي

د دې حال چې په لیدو شي بلبلان
په خوږو نغمو ئې کړي په سر فغان

په نغمو کې ورته وائي دغه شان
نوروز تېر شو ورسره ځولۍ ګلان

چې خبره نوروزۍ شي دې حال باندې
له هیبته شي ګذار له ټاله لاندې

که راولوېږي اوبو کې دا محال
باراني و برکتي به وي دا کال

نوروزۍ بي بي که وچه کې ګُذار شي
وچکالي او قحطي نا سم روزګار شي

چې خیالي څېرې کوي د خیال بیان
لرغونتیا کې ئې ارزښت ده نمایان

په نازک باب ده نازکه خیال څرګند
“اهتمام” ته ترې راځي د نوروز خوند

…. پدې ورځ هر څوک ماهي ، سبزی چلو ، سا به ، سمنک ، اووه ډوله میوې او نورخوراکي توکي ( څیزونه ) تیاروي ملي لوبې کوي ،په ملي يا سيمه ائزجشن کې خپل څاروی نندارې او جنګولو ته بيا يي او دې جشنو ته ښکلا ورکوي د هیواد په ختیځو سیمو کې هم دا میلې ځانګړي ډولونه لري چی یوه یي د کوچنیانو او تنکیو ځوانانو میله ده . دې میلې ته « نوروز یا نور زعلي » وایي دا میله د څو ډوله ونو او ګلانو د پاڼو د غوټیو په لید لو سره پیل کیږي په دې ګرمو سیمو کې ځینې میوه دارې ونې او ګلان ژر او ځینې بیا ډیر وروسته غوټۍ کوي د دې له پاره چې میله او بنډار په سهی او ټاکلي وخت کې ونیول شي د څومهمو ونو او ګلانو د پاڼود غوټيو لکه ( اينځر- الوچې  توت  ګلاب او رابیل ) په لید لو سره کوچني او زلمیان خپله میله پیل کوي او که داسې ونه کړي نو په ونو کې ړوفتۍ (غرنۍ ونه ) او په بوټو کې نېستي ګلی تر نوروبوټو ژرغوټۍ او ګل کوي خو د پښتو متل ورته ویلي چې « په یوه ګل نه پسرلی کیږي » او په نېستي ګلی هم داسې غږ کوی :

ای نیستي ګله ! و درواغجنه
سپرلی هغه ! چی غوریاځه وکړي ګلونه

نېستي ګلی یو تریخ وا ښه ده چې نرۍ پره  پره پاڼې او ژیړ چکه ګل لري د پټیو په پولو شین کیږي او تر هر بوټي ژر ګل کوي دا چې پدې وخت کې دژمي پای وي غریبو خلکو د تیرژمي توښه خلاصه کړي وي نو شا ید پدې سبب خلک دا ګل ، نېستي ګلی ګڼي ، په هر صورت ، میله او جشن داسې وي چې د کلی زلمیان او کوچنیان سره را ټولیږي او د نوموړو ، ونو او ګلانو څخه د هر یو د غوټیو څو څانګې ګیډ ۍ کوي او له ځان سره یې د هر کور دروازې ته په ډله وړي هرې کورنۍ ته د نوروز مبارکي وایي او پدې ترڅ کې د میلې له پاره د خوړو خام مواد هم را ټولوي او په ګډه سره د کور په دروازه کې پدې ولسی نظم دُعا او غوښتنه کوي :

 
ښې میرمنې ښې
ته را واچوه دانې
چې یې وګورو مزې
دا خوږې دی که ترخې
خ‎دای به داس‎ې
زوی کی درکي
چې په کوچو یې غوَړوې
د پلار مخې ته یې لیږې .

پدې وخت کې د کور مشره میرمن دغوټیو څانګې ترې اخلي مچ او بویوي یې له کورُ نه غوړي ، وریځی اوړه یا نور خوراکی شیان راخلی او د څانګو له ګیډۍ سره یې یو ځای هلکانو ته ورکوي پدې توګه ديوکلي ټولو کورونو ته ځي دکلیوالوتر منځ مینه سپېڅلتيا او صميميت دکال په دې لومړي پيل کې لا ټینګيږي. هلکان دغه راټول شوی خام مواد ، د کلی په دیره یا د کومې کونډې ښځې په کور کې په ګډ ه سره پخوي ، د خپلو کورونو څخه دیګی ، لوښي اوڅمڅۍ راوړي ، تنورونه اچوي او دیګونه با روي چې خواړه پاخه شول ، کوچنیان او زلمیان دغې میلمستیاته د کلی ځینو نارینه او ښځینه کسانو ته هم دعوت او بلنه ورکوي او خپله د ډیرې خوښۍ او مینې په ولولوکې میلمه پالنه کوي او خواړه په ګډه خوري .

د غرمنۍ له خوړلو څخه وروسته نجنې او هلکان له داریا او ټمبل سره سندرې وایي او د خوښۍ شیبې لاپسې رنګینې کوي ،بیا ځوانان او غټان ډاګونو او شنو دښتو ته ورځي او د خوسي ، تیږې اچولو،موڅې،دسرې یا تودې تیږې ،آډ ک ، خیزونو ( پدې ټولو لوبو کې همزولي وړونکي هلکان بايلونکوته ور په شا کیږي اوتر ټاکلی فاتې يې وړي ) چې دا کړه پخپله د جسماني ودې سبب ګرځي اوهم د والیبال لوبی د ژمي له تیریدو څخه وروسته د لومړی ځل له پاره د سیالۍ په ډول پرانیزي او بیا دغه لوبې هره ورځ جاري وي ، همدارنګه د نوروز د ورځې څخه وروسته د سیمو اکثرآ خلک تر څلویښتو ورځو پورې هره پنجشنبه د زيارتونو په میلو کې برخه اخلي ، په زیارتونو کي لنګرې خيراتونه ، مېلې او د ساز او ټنګ – ټکور پروګرامونه وي له نورو ولایا تو هم دې میلوته خلک راځي . د جمعی په ورځود مهترلام بابا اوبي بي صيب په زيارت کې د ښځو د میلې او زیارت ځانګړې ورځ وی پدې موسم اوګرمه سیمه کې چې د ښتې په رنګا رنګ طبعی ګلانو ښایسته وي په رودونو کې رڼې اوبه بهیږي فضأ او باغونه د بیلا بیلو مرغانو زوږ نیولې وي د هر چا زړه په وجّد او مستۍ راولي او دژوند له شیبو څخه خوند اخلي لکه دې انځورکې :

 سپرلی په نندارو کې رنګین شوی هره خوا ده
 خوښي او خوشالي نه لور په لوري تماشا ده
 وږمې دې سبائي ئې اوروي د ژوند رباب
 ښایست او خوشالي ترې څرګندیږي بې حساب

دښتې دي که غرونه شین شال ئې کړ په سر
غاټول او غوریاځه ښکاریږي لر او بر
وږمې په سبائي کې چلیږي په هنر
هر څه رامالومیږي بل شانته په نظر

 زړه وړونکې تماشې دي ښا ئېسته غر او سارا ده
 سپرلی په نندارو کې رنګین شوې هره خوا ده
 څپې شیندي د عطرو سم او غر لکه سېلاب
 ښائېست او خوشالي ترې څرګند یږي بې حساب

زاڼو او هېلیو جوړ هوا کې کتارونه کړل
پورته توتکیو په نغمو کې آوازونه کړل
زرکو او سېسو پاس په غره کې آوازونه کړل
وائي د سپرلي نغمې مست ئې ځکه زړونه کړل

 په زوږ کې پېچېد لې دا د شنه آسمان فضا ده
 سپرلی په نندارو کې رنګین شوې هره خوا ده
 ګډاوې په شنېلیو بوراګان کړي په شتاب
 ښائېست او خوشالي ترې څرګندیږي بې حساب

مستي کوي سیندونه ، رود ونه سپین روان
رسۍ دې لمر وړانګې د ګلو غېږ ته ځان
غوټۍ له هوسونو راڅیرې کړ ګرېوان
پر دې ئې څیرې کړي خندا کوي ګلان

 شبنم باندې تازه چلېږي څومره ښه هوا ده
 سپرلی په نندارو کې رنګین شوې هره خوا ده
 صفت ئې ” اهتمام ” کولی نه شي له هر باب
 ښائېست او خوشالي ترې څرګندیږي بې حساب

اګرچې تیرو جګړو د دې میلو خوند کم کړی ؤ هیله ده چې د سولې او آمن په راتلو سره به نوی سپرلی نور هم رنګین او له خوښیو ډک شي په همدې هیله ورته داسې ښه راغلاست اوهرکلی وایو:
 

ای ښکلیه سپرلیه ! له غنچو سره راځه
دمینې ویجاړ کلي ته وږمو سره راځه

د بزم بازار تود کړه لکه رزم دلته تل
سېل جوړ کړه د بلبلو له نغمو سره راځه

په ښکلود باګرام هم ګذر ژر و کړه د سولې
څپې د امن شینده خوشالو سره راځه

د مینې د حرّم تلوسې سوزي شادمان دیو
وږمه باغ د حرم کړه ښاپېرو سره راځه

دې وهم په تالو کې چې سندرې ناڅي اوس
د کوډو،بیم لمبه کړه خوځېدو سره راځه

زمان په مخ راکړي تل څپېړې دخنجر
د مینې له منترشړق د کمڅو سره راځه

په او ښکو د شبنم و کړه د زړونو ” اهتمام”
چې و وینځي کینې له پا کو زړو سره راځه




 سپېده داغ


پوهنیار ظفر خان « اهتمام » 
 


هلته سپور ګرځېد بورا په ښاخ د ګلو
څو ئې زړه پرې څیرې نه کړو پسې تللو


چې ئې زړه په اغزو څیرې وینې توی شوې
خورې غېږې ته د ګل ورسېدلو


بلبلان تر سبائي په نغمو سر ؤ
وه سپوږمۍ د پسرلي باغ ئې ساتلو


چې وږمې د سبائي خورې ورې شوې
بېلتانه څخه ګلان ؤ په ژړلو


« اهتمام » وائي څه ښکلې ګونګسې وې
سپېده داغ ؤ دغه وخت په غوړېدلو





د خلکو ویناوي  (کاکړۍ غاړې)


پوهنيار ظفرخان «اهتمام»



دا زما څو کاکړۍ دي
د ژوند چاره دا غاۍ دي


غوږ پرې کیږده چې کړم پند
دغه پند واوره په خوند


چې له خولې څه راوباسې
شونډې بې سوچ نه کړې خلاصې


چې په پړانګ باندې سپرېـږې
له سپرلۍ دې ؤ وېرېـږي


چې کړي تل ګېډې ته کار
کړي به عقل وږی خوار


سړی سل کاله ژوند نه کا
د زر کالو غمه وکا


چې هر څوک وي ډېر ناداره
شیطان ژر مومي پرې لاره


ځان دې لږ ګڼه هرښیار
نه له نورو په څو وار


وروڼه کار که په سلاکا
غرونه ځان ورته طلا کا


که ډېر وخت و کړې ژوندون
ایله به یې پوه شې په لنډون


احترام کړه د زاړه
چې بیا به اوسې داسې ته


هر څوک کړي لنډۍ مدام
ښې غاړۍ دې “اهتمام”






هيلي


زه داوښکو
د رڼوڅاڅکو آینوکــې
جوړومـَه دیاغي ذهن
دحسن سـمندر… 
لټومـه پکې هېلې 
ناهیلی وي لکـه اوښکې 
بې مکانه مرغلرې