کور / راپور / خوست ميډيا سنټر پرانېستل شو (راپور)

خوست ميډيا سنټر پرانېستل شو (راپور)

په خوست ولايت كې، د خوست ميډيا سنټر په نوم د ژورنالېستانو د همغږۍ او همكارۍ مركز پرانېستل شو.
د رسنيو په دغه مركز كې به د هېواد،  سيمې او نړيوالو رسنيو لسګونه ژورنالېستان راټوليږيږي او د  خبري معلوماتو د شريكولو ترڅنګ به د مسلكي لوړتياوو په برخه كې هم كار كوي.
خوست ميډيا سنټر، چې  څو مياشتې وړاندې جوړ شوى ؤ، نن د خوستمېشتو ژورنالېستانو له خوا د يوې غونډې پرمهال پرانېستل شو.
غونډې ته، له كورنيو او بهرنيو رسنيو سره تړلو خبريالانو ويل، چې دغه مركز به له يوې خوا د خوست مېشتو ژورنالېستانو ترمنځ همغږي رامېنځته كړي او له بلې خوا به د خبري معلوماتو او وسايلو په ژر ترلاسه كولو كې له رسنيو او خبريالانو سره مرسته وكړي.
په خوست كې د ژورنالستانو اتحاديې مشر محمدغفور مهيدي وايي، سره له دې چې خوست يوه سرحدي او د زياتو پېښو او خبرونو لرونكې سيمه ده، خو تر دې دمه يې ميډيا سنټر نه لاره.
ده وويل: ((د دغه مركز له جوړيدو سره  به له يوې خوا ژورنالېستانو او سرچينو ته اسانتياوې برابرې شي او له بلې خوا به د خوست ژورنالستان د پرون په څېر نه وي او مسلكي زده كړې به ترلاسه كړي.))
په خوست كې د ولس هيلي اوونېزې مرستيال محمدشاه فضل يار وايي، چې په خوست ميډيا سنټر كې د كتابتون شتون به ډېر د ژورنالېستانو په ګټه تمام شي.
په خوست كې د ځوان غږ راډيو خبريال فاروق جان وويل، چې تر اوسه د پېښې او خبر پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، ځكه يا سرچينه نه پيدا كيږي او يا څوك په وخت او سم معلومات نه وركوي.
ده وويل، چې د خوست ميډيا سنتر له جوړيدو سره به يې دغه ستونزه اواره شي او بې له ستونزې به په خپل وخت هره پېښه او خبر ترلاسه كړي.
په خوست كې د شمشاد ټلويزيون خبريال بسم الله ارمان بيا وويل، چې نوموړي ميډيا سنټر د يوه خبري ارشيف د جوړيدو ويلي او ژورنالېستان به ډېره ګټه له دغه ارشيف څخه واخلي.
ده وويل: ((د ويډيو، تصوير، غږ او ليكلو معلوماتو ارشيف به د هرې برخې له خبريالانو سره مرسته وكړي.))
د خوست ميډيا سنټر يوه موخه دا ده، چې له بېلابېلو سرچينو خبرونه راټول او بيا په خپل وخت د رسنيو استازو ته وركړي، ځينې ژورنالېستان وايي، چې د خبر اخېستو پر مهال يې لويه ستونزه دا وي، چې په خپل وخت له اړوندې سرچينې څخه معلومات نشي اخېستى، په خوست كې د ځوان غږ راډيو يوتن مسوول فاروق منګل هم داسې وايي كليپ…………………………
خوست مېډيا سنټر له رسمي پرانېستې وړاندې ځوانو ژورنالېستانو ته كمپيوټري زده كړې وركړې او ترڅنګ يې د بيات بنياد او ځايي سوداګرو په مرسته يو عامه كتابتون هم د مينه والو پرمخ پرانېستى دى.