کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اسفنديارولي خان : ځمکه هغه سوزي هر چې اور ورباندې بل وي…

اسفنديارولي خان : ځمکه هغه سوزي هر چې اور ورباندې بل وي…

ځمکه هغه سوزي هر چې اور ورباندې بل وي ـ ـ ـ ـ ، د سوات په حکله اولس اؤ واړه سياسي ګوندونه زمونږ په شا ولاړ دي ـ  اسفنديارولي خان


 


د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر ښاغلي اسفنديارولي خان وئيلي دي په مالاکنډ کښې دنظام عدل دنفاذ دخبرې نه د په شاکېدلو سوال نه پېدا کيږي ـ د امن قيام زمونږ مرام دے ـ


ٌ مونږ په پښتنه زمکه امن غواړو ـ اؤ ددې لپاره راباندې قام باور هم کړے دے ـ نو ځکه مونږ نشو کولے چې د ناټو يا نورو قوتونو په وېنا د امن د کوششونو نه لاس واخلو ـ ٌ


دوئ هغه بله ورځ د ګوند د وژل شوي ايم پي اې عالم زېب خان کور ته د دعا لپاره ورغلي وو اؤ هلته ئې د خبريالو سره خبرې کولې ـ عالم زېب خان تېره اوونۍ د پېښور په يوه بمي چاودنه کښې شهيد شوے وۀ ـ وئيلے شي چې دا بم هم دوئي ته ايښول شوے وۀ ـ


د ناټو د وياند په دې خبره چې هغوئ په دې امنيتي لوظنامه فکرمند دي ، اسفنديارولي خان وئيل چې خپله زمونږ قام پرست ګوند د خپل قام اؤ مزکې د ساتنې اؤ پالنې لپاره د هرچا نه زيات فکرمند اؤ ارزومند دے ـ نو ځکه مونږ دا پروا نه لرو چې څوک د امنيت په حقله زمونږ اقداماتو ته په کومه سترګه ګوري ـ دوئ زياته کړه چې د نظام عدل  ريګولېشن ٢٠٠٩ء  نفاذ دمالاکنډ د اولس په غوښتنه شوے دے ـ


په قامي اسمبلۍ کښې د خارجه چارو دکمېټۍ چيئرمېن اسفنديارولي خان وئيل چې ددوئ ګوند به د امنيتي معاهدې مطابق د نظام عدل نفاذ کوي اؤ دغه رنګ به د خپلې پارټۍ د هغه امن منشور پله عملي ګامونه اوچتوي ، کوم چې عوامي نېشنل ګوند دچاڼ په وخت پښتون قام ته وړاندې کړے وۀ اؤ په دغه اساس پرې قام باور کړے وۀ ـ


اسفنديارولي خان ددې معاهدې په ناقدينو هم سخت ټکونه اوکړل ـ ده وئيل چې دا هغه خلق دي چې په اسلام اباد اؤ لاهور کښې ناست په مونږ د الفاظو ډزې کوي ، اؤ شايد چې دوئ به تر اوسه سوات ليدلے هم نه وي ، نه ورته د سوات د اولس احساسات معلوم دي ـ اؤ مزکه هغه سوزي چې اور پرې بليږي ـ


ٌ زه ځان د هرچانه زيات لبرل ګڼم ، خو مونږ په خپله خاوره امن غواړو ، اؤ ددې لپاره مونږ د خبرو اترو په لار هره چاره په کار راولو ـ ٌ


ٌ لکه څنګه چې مونږ خپله په خبرو اؤ جرګو يقين ساتو نو بايد مونږ په جرګه کښې د شوو پرېکړو پالنه هم اوکړو ـ ٌ


ددې سره سره ښاغلي اسفنديارولي خان دا هم اووئيل چې هغه به چاته دا اجازه ورنکړي چې ددوئ دغه امنيتي معاهده ګډه وډه کړي ـ


د عوامي نېشنل پارټۍ سرمشر د هغه بې شرطه ملګرتيا ستائينه اوکړه کومه چې ورسره په دې حقله ټولو سياسي ګوندونو اؤ مشرانوکړې ده ـ دوئ په دغه ټولو سياسي ګوندونو زور راوړو چې په دې اړه دې د عالمي ورورولۍ تسلي اوکړي ، ځکه چې د امن مسئله يواځې د اې اين پې مسئله ده ـ


دوئي وئيل  چې دا معاهده د پاکستان د ائين ترمخه شوېده اؤ په دې به دوئي خپله هم د عالمي ورورولۍ سره خبره کوي اؤ د دوئ د زړونو نه به د شک خيرے لرې کړي ـ


د يو سوال په ځواب کښې دوئ وئيل چې د نظام عدل رېګولېشن ٢٠٠٩ء مسوده لا د قانون د وزارت په غور کښې ده نو ځکه لا د پاکستان صدر اصف علي زرداري ته نه ده لېږل شوې ـ خو ده زياته کړه چې د تحريک نفاذ شرېعت محمدي د مشر مولانا صوفي محمد سره د روانو اړيکو اؤ خبرو نه صدر زرداري وخت په وخت خبر ساتلے شوېدے ـ


د يوې بلې پښتنې په ځواب کښې اسفنديارولي خان وئيل چې د پاکستان په ائين کښې د کمي زياتي معامله به د سېنټ د انتخاباتو نه ورستو مېنځ ته راوړلے شي ، هرکله چې په سېنټ کښې د حکمران اتحاد لاس بر شي ـ بيا هم دوئ وئيل چې په دې حقله ددوئ تياري مکمل ده ـ


په دغه موقعه لږ وړاندې ښاغلے اسفنديارولي خان د عالم زېب خان د کورنۍ سره د غمرازۍ لپاره د شهيد کور ته لاړو اؤ لاس نيوه ئې اوکړه ـ دوئ د وژل شوي ايم پي اې عالم زېب خان د خدماتو ستائينه اوکړه اؤ وئيل ئې چې ټول پښتانه به ددوئ قرباني ياد ساتي ـ  ده وئيل چې عوامي نېشنل پارټۍ تل ددې خاورې د پالنې ، ساتنې ، ترقۍ اؤ امن لپاره قربانۍ ورکړي دي اؤ دا روايت به هم دغسې دوامي وي ـ

تبصره نسته

  1. دښاغلي اسفنديار ولي خبره پرځاي ده چې دخپلي خاوري ستونزي موږ ته ښه معلومې دي ،موږد امن لپاره هرځه ته تياريو ،
    دايوه لويه اړيتاده چې دپښتنو ديوالي لپاره هراړخيز كارو شې چې دهرډول توپير څخه پرته دپښټنو ديوالي لپاره پرمخ ولاړشې ،
    دپښټنو مشر ډير پرځاي ګام پورته كړيدي ،له ټولو پښتنو سره بايدخبري روانې وساتلي شې .
    له ټولوسياسې مذهبي ملي ګوندونو اوډلواو ټولو پښتنو څخه هيله كيږي چې دحالاتو په نظركې نيولوسر ه دخپلواك پشتون وطن دجوړيدولپاره كار وكړ ي،

  2. زما په نظر هرمشر دا حق لری چي د خپلو خلکو له سره اورمړ کړي خو چي بل چا ته څا ه کني خپله به ورلویږي .

  3. آفرین شه نره په هغه ښه پښتون ولی چی ته یی کوی زموږ سره .
    ظالمه د انګریزانو طبیعت د دی ډیر ژر د خپلی خولی او خبری نه اوړی.
    خدای د هدایت درته وکړی.
    زوړ شوی مګر پوه نه شوی هغه تورلنګیان او هغه ستا بابولالی.

    ارمان ارمان دسولی د جرګه ګی مصرفونه