کور / شعر / شعر او ادب

شعر او ادب







از ما بګو


از ما بګو به خائنان و دشمنان ما
وطن مارا عزیز است بیشتر ز جان ما
ما سر فدای خاک وطن نکردیم دریغ
اینجاکه بی حساب است شهیدان ما
ما داده ایم ذلت انعام به خاین وطن
یکبار اګر ګشته او رسوا بزیان ما
از هر صفحه تاریخ ما آید این صدا
دشمن نبرده سرسلامت از دامان ما
به هر تجاوزګر و زور اور بزرګ
درس عبرت داده قهرمانان ما
پشتون تاجک ازبک هزاره وبلوچ
اعضاء یک وجود افغانستان ما
ترس خدا در دلش ګر بود طاهري
تخم نفاق را نمی کاشت میان ما
 شکرالله طاهري


 


 


د حنيف حيران نوې ټپيزې


د يار مې چوخي چوخي مخ دی


واورې وريږي موسم يخ دی
چرته به وي زړه کې مې ښخ دی
زما په دې باندې ډېر خوښ دی
د يار مې چوخي چوخي مخ دی
چې لږه لويه شم غـمي به پکې ږدمه



مات به د عشق نور کچکول کړم
تاو به له زړه د صبر شپـول کړم
مينه به پس دې په تـول کړم
زرې زرې زړه به راټـول کړم
بيا به په نوم د يارانـې سړی رټمه


ښه په جذبې مې ورته ووې
د سپينې خولې مې ورته ووې
د يوې وعدې مې ورته ووې
د يارانې مې ورته ووې
جينۍ وړه وه رنګ يـې زېړ وتښتېدنه


واړه په ما بانـدې ډېر ګران دي
که يې مليـان که يې چڼيان دي
خو کيسه داده چې ډېر وران دي
طالبـان واړه لېونيـان دي
له وظيفې سره مې ګوتـې تـاو وينه


د شپې له غېږې را ايله شو
د کلي سر کې را ښکاره شو
د شنه اسمان په ننداره شـو
د لېوني ارمان پوره شـو
په لاره ځي په کاڼو ولي زيارتونه


لکه نينـه داسـې ورتېږم
د مينې اور کې دې سوځيږم
ياره نه مـرم او نه رغېږم
په لاره ځم ټوله شرنګـېږم
ستا د تهمت ځنځير په غاړه ګرځومه


ما خو که کړله ما له زړه کړه
هره چاره مې ستا په خوله کړه
تا هغه لوظ وعده د څه کړه؟
ياري خو تا کړه ما خو نکړه
اوس يې چې لنډه پرې کوې ژړا راځينه


تک سور تنور دې چاپېرچل که
په مخ را خور دې تور وربـل که
رانګ دې د ټول کلي بدل که
د کلي منځ کې دې اور بل که
روغ ترې تېريږي رنځور ځان پرې تودوينه


د آزادۍ جګړه اوږده شـوه
لاړله ورځ راباندې شپه شوه
له هر ځای جوړه هديره شوه
که د زلمو نه پوره نه شـوه
افغانستانه جينکـۍ به دې ګټينه


پروت لکه ښځه په کاله شـوې
نه د دغه نه د هغه شوې
خاورې اېرې شولې نور څه شوې
که په مېوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه


سترګې له سترګو نه شـرميږي
زړه دې د سکور غوندې توريږي
ياري نو داسې کله کيږي
مينه دې ورځ په ورځ کميـږي
ښکاري زما له يارانې اخلې لاسونه.


 


 


څه تمه وشي ؟


دغه تغير او بدليدو نه به څه تمه وشي ؟
د جهانخوارو د وعدو نه به څه تمه وشي ؟


دا به رښتا وي هغه څه چه دوي وعدي ورکوي؟
د نوي مشر تدبيرو نه به څه تمه وشي ؟


خلکو د ظلم او ورانکاره سرمايي نظام نه
ددو هوښياره ليونو نه به څه تمه وشي ؟


روزګار به بيا خپل ازموينه راڅرګنده کاندي
زموږ د بربادو ارمانونو نه به څه تمه وشي ؟


هغه ظالم پاچا د ظلم دانجام نه وروسته
د دغه ځوان د کړو وړو نه به څه تمه وشي ؟


خلکو دا ظلم دا وحشت به وي تر کومه پوري؟
خاونده ستا د قدرتونو نه به مو تمه وشي ٠


دغه ناتار چه نن سبا په ولسو روان دي
ددي وحشت دختميدو نه به څه تمه وشي ؟


که داسي نه وي نو راپاڅه اي مظلوم ټبره
يو لوي تحريک د ولسو نه به څه تمه وشي ٠


افغاني ستا کلي بانډي چه ورانوي نه ګوري؟
ددي ورانکار سړي خورو نه به څه تمه وشي ؟

سميع الدين افغاني
٢٩ – ١ – ٢٠٠٩  مهاجرت
 


 


 


علامه محمد سعید « سعید افغانی »
لمر !

ستا نور ، ستا پلو شی او ستا حرارت د ژوند په اړخـونو کښی تآ ثیر اچوی او د موجـوداتو او کائناتـو په تحول او تطور کښی لـوی لاس لـری .
 ته که نه ئـی ؛ شپه به سبا نشی او د شپی تاریکی به ټـول قوا وی په ظلمت کښی و ساتی .
دا سبا ؛ دا رڼـا ؛ دا حرکت او دا جدیت ؛ د سـتا د وړانګـو مرهـون دی .
دا هڅی ؛ داهیلـی او دا تپـش ؛ د ستا د حـرارت پـه اثر نڅا کـوی .
دا شور او دا زور ؛ دا رنګ او دا بوی ؛ د ستا په پر شوره څپو کښی ، مستی کـوی .

صورتګر خیال

عالیه راوی اکبر


ای زما نا پوه ز ړ ه
څه ارمان ده ستا په خوله


ای زما صورتګر خیال
نقش وهه د رشتیا مثال


کله ګلاب پشوندو د جانان
کله تور لګوه په مخ دشیطان


کله شین کړه هستی لکه بهار
کله په څاڅکو جوړ که سهار


جانان می وطن ده
شیطان راته دشمن ده


بهار د وطن غواړمه
سهار می په اتن غواړمه


 2-22-2009


 


 


که ښکلې نه وائ؟
 
علم ګل سحر


که ښکلې نه وای؟


که ښکلې نه وای
زمونږ ژوند به څه و
په څه اميد به موږه ژوند کولو
په کومه هيله به ژوندي پاتې وو
که ښکلې نه وای
لمر به څومره يخ و
لمر به تياره و
او سپوږمۍ به نه وه
که ښکلې نه وای
نو په بڼ کې سرو غوټو به څنګه
داسې موسکا کوله
او سره ګلونه به په څه غوړېدل
د لمر ګلونو به نو کوم پلو ته
داسې په ځير-ځير کتل
که ښکلې نه وای
دا اسمان به په دې ښکلو ستورو
تر دې لا هم مغرور و
ځکه هغه وخت به يوازې اسمان ستوري لرل
که ښکلې نه وای
دا جګړې به تر دې هم ګرمې وې
د هر چا زړه کې به د کرکې اور و
د هر چا زړه به له ژوندونه تور و
که ښکلې نه وای
نو د شعر پري به
له کومه لوري الهامونه راوړل؟
که ښکلې نه وای
زمونږ ژوند به څه و؟
په کوم اميد به نو ژوندي پاتې وو؟
17\7\1372
پکتيا،د زرملي ،اسلام خيل
 


 


شکرالله طاهري


 صلح
 
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي
د ښکلی او روښانې ژوند دنیا به بیا راځي
ورک به شي دا ظلم او ستم په مظلومانو
نه به بیا ورانیږي کلۍ کور د غریبانو
لاړ به شي د غم دور د خندا به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي
غریب او بینوا به په بمونو نه مړ کیږي
پاک عصمتونه به نور دلته نه خر څیږي
باران د رحمتونو زمونږ په خوا به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي
دجنګ او دجګړې نه به نور خلک ستړی کیږي
د زور او د زیاتي قانون به هیڅ نور نه چلیږي
په بد کارونو هرچا ته حیاء به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي
دا کرکه او نفرت به نور ورک کیږي د وطن نه
یو ښکلې ګلستان به بیاجوړ کړو دې چمن نه
د مینې محبت پاکه فضاء به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي
خلک په رشوت او په خیانت به بیا شرمیږي
د غدر او د غلانه به بیا هر سړی یریږي
د خپل وطن خدمت فکر او سودا به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي
د صلحې آرامۍ جنت به جوړکړو دلته بیا
دردمند او د زخمي زړونو مرحم به کړو پیدا
د هر مرض او هر درد مسیحاء به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي
ناراض او مرور ورونه به واچوو پخُلا
پرې به نکړو نوربه ددې خپل بدن اعضاء
نه به دښمن په ډُول ګډا به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي
خوندي به شي هریوحق دبشراوانسانیت دلته
ټینګ به شي قانون د انصاف او عدالت دلته
طاهري یاره زیرې مې په تا به بیا راځي


 


 بختور


نسيم ستوری


چې ولاړ هر څوک په ننګ او په وفا وي
د قلم فولادي توره ئې تر ملا وي


سوچ ئې ښه را زړور شې مینه واخلې
نوښتګره ئې د عشق سینګار دونیا وي


پتمند ژوند چې رښتیانی د ژوند باچا کړی
واک اختیار د خپلې خاورې د دوی ساه وي


افتخار ئې د ځوانې تعبیر پوره کړی
که بوډا وی دی روان هم په امسا وي


د لفظونو تصویرونه نور ښايسته شی
چې جانان سره هم دوی په مشغولا وي


بختور هغه سړی دی نسیم ستوریه
چې د خولی وتلی لفظ ئې د مانا وي