سعودي ګلبدين حكمتيار ته پناه وركوي
برتانوۍ ورځپاڼو پرون د افغانستان د سولي په باب د دولت د مخالفينو په حواله خبر وركړ، چي افغان حكومت له طالب او نورو مخالفو مشرانو سره په خبرو بوخت دئ، چي ښايي د ګلبدين حكمتيار سره په نيژدې وختونو كي يوه تفاهم ته ورسېږي.
د ورځپاڼو د راپور په حواله د حكمتيار او كرزي استازي له يو بل سره له ډېره وخته په خبرو اخته دي، او د سعودي حكومت د منځګړي په حيث ښاغلي حكمتيار ته وړانديز كړى، چي په دغه هيواد كي سياسي پناه واخلي او وروسته به په قانوني ډول افغانستان ته ستون سي.
د دولت له مخالفينو سره د ولسمشر كرزي خبري له تېرو څو كلونو څخه رواني دي، چي تر اوسه يې يوه محسوسه نتيجه نه ده وركړې. د ښاغلي حكمتيار او دولت ترمنځ د خبرو اترو او موافقې په باب هم څو ځله راپورونه وركړل سوي دي، خو د برتانوۍ ورځپاڼو د وروستيو راپورونو په باب د حكمتيار او افغان حكومت وياندويانو څه نه دي ويلي.