زرغـون په نجیب پسي ژاړي

د لراوبر اداره | فبروري 28th, 2009


د۲۰۰۹کال دفـبروري په ۲۷ نېټـه د بـیـنواپه سایـټ کښي ( غـمجــن ګلـګون زرغون – د آی اس آی رسمِي کارمند ځان د ولسمشرۍ لپاره کاندید کړ ) په مــړه نجـیـب الله پسـې خورا زیات ژړلي دي ، کوم نجیب الله ؟؟؟

( هغه نجـیب الله چې د روس د کـې جې بې په لاس دجوړ شوي خاد ریـس ؤ،ملکي ‌ډاکـټـردخـاد تورنجنرال چې کې جې بې ته یې د بـبرک کارمل پرضـد ډېر شـیطانـتونه اودروغجـنواطـلاعــات ورکـړل ددې خوش خـدمتۍ له  برکـته یې د روسـانو په مرسـته پر ببرک کارمل کودتـا وکــړه اوجمهورریـس دسـت نشـانـده شو، دپښـتنو ټول ولایتونه یې په سـکاټ راکټونو په کنـډوالوبـدل اوبېوزله پښــتانه یې دچـنګېـز ددوران له تباهي سـره مخامخ کړل ) .

 ددې لپاره چې د زړه سـون یې لـږ شوی وي نو یې دافغانسـتان دسولـې غورځنـګ په ګوندي مشــر پسـې غنـدونکی مـتن لیکلی دی .
داچې نجیب الله په دار څـوړنـد شو دا دده دخپـلوعمـلونونتېجه وه ( ددغو عملونو تشـریح دبلې لیکـنې په ځواب کې درلیکـم که چېرې دزرغون رهـبران بیا دی ولـمسـوي ) .
په هـمـدې ډول دنجیب الله دروازه وان (  واچ مین ) اسـحـق توخي هم پخـپلـولیکنـوکې ځـان ورک کړی دی ، تـوخی دې هـم پوه شـي چې :


داجهـان په شـان دغـــره دئ زموږ فعــل دئ اواز
څه چي وایو، هغه اورو هغه دم پر هغه راز


ما داسې لـنـډه یادونه درته وکړه ، زه خو وایـم له دغـو غـنـدنو لاس واخـلي هغه دظاهرشـاه د وخـت نانــدرۍ بیا مه پیل کوﺉ .

شـهنواز تـڼـی یوسـپېڅلی او بېوزله مبارز دی ، څوک چې دافغانستان دڅو لسـیزوپه اړوند بشپړ خبر وي هغوی ټول دتڼـي صاحب په تقوا ویاړي همداسـبب دی چې په ډېر ویاړ دسـیاسـت ډګـر ته راغـلی اودادی دافغانسـتان دولسمشري  ټولـټاکنوته دافغانستان دسولې غورځنګ ګـونـــد اود افغانستان دولسونو دپراخوپرګنو کانـديـد دی،دا د ولسونو غوښـتنه ده تاسوته ولې زور درکوي؟  د زرغـون رهبران دې هم رامیـدان ته شـي .
 وایي :    ((  کاروان تـېرېږي . . . غـپـېږي  )) .

دافغانستان داساسي قانون له مخې هـر څوک چې ولـسـي ملاتـړ ولـري ، کولی شي ټولـټاکنوته ځان ونـومـوي ، دافغانسـتان دسولې غورځنـګ ګونـد دهیواد دپښـتـنو ،تاجـکو،هــزاره ګانو ،ازبکو، ترکمنو، بلوڅو،نورسـتانیانو، پشه یانو، دهــنودو ګـډ ګونـد دی ، چې دملګرو ملتونو دسازمان له خوا په ټول هیواد کې څـېړل شوی ګـوند دی .

په پای کې وایم چې راځي ترظـلم لانـدې پښـتانه له تباهي وژغورو، له پروپاګـنډو لاس واخــلو،
هرڅـوک چې څه لیکي بایـد خپل ځان خلکو ته ښـه ور وپېژني .

Copyright Larawbar 2007-2024