ورځپاڼو ته کتنه
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو د نوي رپورټ ځینې برخې خپرې کړي او لیکلي دي چې د عامه خلکو په مرګ ژوبله کې څلویښت په سلو کې زیاتوالې راغلې دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د جمهور رياست د راتلونکو انتخاباتو مسله راغستې او له هغې سره په تړاو کې د کورنیو چارو د وزارت په څیر د حکومت په مهمو پوسټونو کې بدلون د انتخاباتو د شا ته غورزولو او د ځواک پخپل لاس کې د ساتلو د هڅو څرګندوې دې.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي رپورټ تبصره کړې او لیکلي دي چې پدې اړه د اندیښنو پر خاې باید عملي تدابیر ونیولې شي.
ورځپاڼې د افغان ولس مشر حامد کرزي او د بارک اوباما ترمنځ د ټلیفوني خبرو په اړه هم یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې ددوې ترمنځ د خبرو زیات تمرکز په دوه اړخیزو اړیکو او د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه وو.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د امریکا د سولې د موسیسې په نقل لیکلي دي چې په افغانستان کې ستراتیژۍ ماتې خوړلي او هڅو معکوسه نتیجه ور کړې ده.
ورځپاڼې د افغانستان په اړه د یوې څیړنیزې ناستې ځینې برخې هم خپرې کړي چې په جرمني کې شوې وه او لیکلي دي چې اکثره نړیوالې مرستې د افغان دولت په واک کې نه ورکولې کیږي او د نا دولتي موسیسو لخوا حیف و میل کیږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د کړکیچ د کمیدو مسله راغستې او هغه يې له بیلابیلو اړخونو څیړلې.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې په هرات کې د دولت او مخالفینو ترمنځ د سولې جرګه جوړه شوې.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي چې دا جرګه په دغه ولایت کې د نا امنیو د زیاتیدو او د قومي ستونزو له ځیږیدو وروسته جوړه شوې ده.
ورخپاڼې په یو بل ځاې کې د برطانیې د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې په هلمند کې د امن او امان د ټینګښت لپاره به لا زیاتې هڅې وکړي.
ورخپاڼې د ترورزم په وړاندې د روانې مبارزې په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې دغه جنګ تر ډیره بشري مسایل زیانمن کړیدي.
د افغانستان ټایمز انګلیسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا دا خبر ورکړې دې چې افغان ولس مشر حامد کرزې به په راتلونکې اونۍ کې اسلام اباد ته سفر وکړي.
ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو د ځنډولو په مسلې تبصره کړې او پدې ترڅ کې د ولس مشر د کاري مودې په اړه روانو بحثونو ته کتنه کړې.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیلې تبصرې يې پرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د پاکستان د سوات په سیمه کې شوې تړون څیړلې او د هغې پایلو ته يې کتنه کړې.
خو اصلاح بیا په روانو امنیتي ستونزو تبصره کړې او لیکلي دي چې د هیواد دښمنان غواړي چې افغانان د تل لپاره نورو ته اړ، ړوند او ګونګ ملت وي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د عامه خلکو په مرګ ژوبله کې په زیاتیدو تبصره کړې او د هغې د مخنیوي یوازنۍ لار يې د پوځي حل لارې پر ځاې د سولې د لار غوره کول ښودلي څو هغه ډلې چې د طالب تر نامه لاندې د کوم قاعده او قانون پرته فعالیت کوي له منځه ولاړې شي.
ورخپاڼې په یو بل ځاې کې د پاکستان د سوات په سیمه کې د شرعیت نفاذ ته په اشارې لیکلي دي چې پاکستان د ترورزم په وړاندې په روانه مبارزه کې دوه ګونې لوبه کوي.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د افغانستان د هندوانو او سکهانو ستونزې هم څیړلي دي.