کور / کتاب / علامه رشاد خپرندويه ټولني دوه مهم کتابونه چاپ کړل

علامه رشاد خپرندويه ټولني دوه مهم کتابونه چاپ کړل

په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني لخوا په دې وروستيو څو ورځو کي دوه په زړه پوري کتابونه چاپ سوي او د لېوالو او مطالعه والو لپاره يې د مطالعې يو بل ور پرانيستى دئ .
په دغو دوو کتابونو کي، يو د لوى استاد علامه پوهاند حبيبي (رح) د (پښتو ادب لنډ تاريخ) دئ، چي د پوهنتون د دريم او څلرم ټولګيو لپاره ليکل سوى، خو دا چي اوس يې پيدا کول اسانه کار نه و، ځکه نو، نوموړي ټولني وغوښتل، چي دوهم وار يې په ښه صحافت او نوي شکل سره چاپ کړي.
پر دغه کتاب د (علامه حبيبي د څېړنو مرکز) له لوري يو يادښت هم ليکل سوى دئ، چي پکښي د کتاب د اهميت بيان سوى دئ .

په نوموړي تاريخ کي د پښتو ادب د لرغوني دورې د شعراوو او ادباوو، د منځنۍ دورې د ادبياتو پر حالت او د معاصر ادب پر وضعه ډېر په زړه پوري او علمي بحثونه سوي دي.
په دغه کتاب کي د پښتو قصيدې پر ايجاد، قدامت او تاريخي سير ډېر علمي تحقيق سوى او همدا راز د معاصر ادب د روښانتيا او ويښتيا د پړاوونو او د دې مراحلو د سرلارو په باب ډېر تحقيقي تحليلونه سوي دي، چي په خاصه توګه له ادبي مورخينو سره ډېره مرسته کولاى سي.
دغه کتاب له يادښت او فهرستونو څخه پرته په ٢٦٨ مخونو کي په ښه قطع، صحافت او ښه کاغذ کي چاپ سوى دئ.


دغه راز د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا د مرحوم پروفېسور محمدعلي ميوندي يو تاريخي اثر د (ميوند فاتح) په نامه چاپ سوى دئ، چي د پښتو ژبي ځوان او مستعد ليکوال، شاعر او مترجم ښاغلي عبدالنافع ثنا له انګرېزۍ څخه په روانه او سليسه پښتو ترجمه کړى او په ٨٨ مخونو کي په ښه شکل او صحافت سره چاپ سوى دئ .



په دغه کتاب کي د افغانستان د معاصر تاريخ د يوې خاصي دورې په باب د کره دلايلو، شواهدو، اسنادو او حوالو په درلودلو سره ډېر تاريخي معلومات سره را يو ځاى سوي دي. دغه اثر په ځانګړې توګه د ميوند له فاتح سردار محمد ايوب خان څخه بحث کوي، چي د دې بحث ټول مربوط اړخونه (د افغان او انګليس دوهم جنګ، د ميوند نښته، د کندهار کلابندي، د بابا ولي جګړه او…) هم په ډېر کره ډول څېړل سوي دي.
پر دغه کتاب د ښاغلي ډاکټر نثاراحمد صمد لخوا يوه سريزه هم ليکلې سوې ده، چي پکښي د دې کتاب د ژباړن (ثنا) د ترجمې ښېګڼي، پياوړتياوي او ځانګړتياوي بيان سوي دي. دوى خپله سريزه د (ژباړي فاتح) په نامه کښلې ده. دغه راز پر دغه کتاب د ښاغلي محقق شېرشاه رشاد له خوا هم يوه کوچنۍ سريزه کښل سوې ده او پکښي د کتاب او د ژباړي اهميت يې بيان کړى دئ.


پورتني کتابونه په کندهار، کابل او کوټه کي پر لاندي ادرسونو تر لاسه کېداى سي:
 
کندهار :
علامه رشاد خپرندويه ټولنه
تليفون : ۰۷۰۰۳۲٦۰۱۱
m_rohyal2006@hotmail.com

ارګ بازار
ټول کتاب پلورونکي

کوټه :
صحاف نشراتي مؤسسه – کاسي روډ
تليفون : ۰۰۹۲۸۱۲٦٦۴۲۳٦

مکتبه قاسميه – کاسي روډ
تليفون : ۰۰۹۲۳۲۱۸۱۱۳۰۳۸

کابل :
علامه حبيبي کتاب پلورنځی
جمهوريت روغتون ته مخامخ، د مصطفی هوټل څنګ ته
تليفون : ۰۷۹۹۷۰۵۱۵۱ – ۰۷۰۰۲۸۹۵۷۷

شرکت کتاب شاه محمد
صدارت څلور لاري
تليفون : ۰۷۰۰۲۹۴۲۷۷ – ۰۷۸٦۰۰۱۵٦۹

بهزاد کتاب فروشي
د کوچه ګلها څنګ ته، نوی ښار
تليفون : ۰۷۹۹۳۲۹۰۹۳ – ۰۷۷۷۳۲۹۰۹۳