کور / تازه خبرونه / دتحريك نفاذ شريعت پلاوى له مېنګوري څخه مټي ته روان سو

دتحريك نفاذ شريعت پلاوى له مېنګوري څخه مټي ته روان سو

مولانا  صوفي محمد له يوې قافلې سره د مېنګوري له ښار څخه د مټي پر لور روان سوى دى

د مالوماتو له مخي دتحريك نفاذشريعت محمدي مشر مولانا  صوفي محمد له يوې قافلې سره د مېنګوري له ښار څخه د مټي پر لور روان سوى دى

مټي ته له رسېدو وروسته به د مولانا  صوفي محمدپه مشري  لس كسيز پلاوى پر ناڅرګند ځاي د طالب جنګياليو له مشر مولانا فضل الله سره ليده كاته كوي

دوي به په مالاكنډ كې د تحريك نفاذ شريعت او ايالتي حكومت تر منځ پر لاس ليك سوي تړون چې له مخي به يې په ياده سوې سيمه كې شرعي قوانين نافذ كيږي او له دغو قوانينو سره ټكرخوړونكي نور ټول قوانين به له منځه وړل كيږي خبري اتري كوي