کور / تازه خبرونه / تازه خبر: اسلام آباد ته د افغان ولسمشر سفر وځنډېدئ

تازه خبر: اسلام آباد ته د افغان ولسمشر سفر وځنډېدئ


ټاكل سوې وه، چي د افغانستان ولسمشر حامد كرزى نن د پنجشنبې په ورځ ګاونډي هيواد پاكستان ته سفر وكړي. خو د آزادۍ راډيو يو تازه خبر وايي چي پاكستان ته د حامد كرزي سفر د هوا د خرابوالي له امله ځنډېدلى دئ.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي پاكستان ته د ولسمشر كرزي سفر د هغه هيواد د جمهور رئيس آصف علي زرداري  د بلني پر اساس پلان سوى وو.
په اسلام آباد كي افغان ډيپلوماتان وايي پاكستان ته به د ولسمشر كرزي د سفر وروستۍ نېټه وروسته په ډاګه سي.
د يادوني وړ د چي د ۲۰۰۸ كال د ډسمبر په مياشت كي افغانستان ته د آصف زرداري سفر هم دوه ځله د هوا د خرابوالي له امله ځنډېدلئ و، چي بيا د ۲۰۰۹ كال په جنوري كي كابل ته راغئ.