کور / تازه خبرونه / حامد كرزى: كه حالات سم نه سي، لويه جرګه راغواړم

حامد كرزى: كه حالات سم نه سي، لويه جرګه راغواړم


د افغانستان ولسشمر حامد كرزي پرون په لغمان ولايت كي قومي مشرانو ته وويل چي كه په راتلونكو څو مياشتو كي يې د هيواد حالات سم نه سي، لويه جرګه به راوغواړي او جرګه به د افغان حكومت د برخليك په اړه پرېكړه وكړي.
ښاغلي كرزي وويل په لويه جرګه كي به د افغانستان ټولو اقوامو، حتى د دولت وسله والو مخالفينو ته به هم د ګډون پر لارو چارو غور وكړي.
د ولسمشر كرزي له خوا د لويي جرګې د امكان خبره پر داسي مهال راپورته كېږي، چي پر حكومت يې په ملي او نړيواله كچه د بې كفايتۍ او فساد تورونه لګېږي، چي له امله يې خپله د چارواكو په وينا ورځ په ورځ له ولس سره فاصله ډېره سوې او په مقابل كي يې د دولت د مخالفو وسله والو دريځ پياوړى كېږي.
بلي خواته د امريكا د نوي حكومت په راتګ سره د كرزي د حكومت او امريكا ترمنځ د اړيكو واټن ليري سوى او داسي ويل كېږي چي امريكا به د ۱۳۸۸ كال په انتخاباتو كي ولسمشر كرزى يوازي پرېږدي او د كوم بل كانديد ملاتړ به وكړي.