کور / تازه خبرونه / د سوات د لانجې په اړه د خُسر او زوم ترمینځ خبرې روانی دي

د سوات د لانجې په اړه د خُسر او زوم ترمینځ خبرې روانی دي

د پښتونخواه ایالت سوات سېمه کې د تېرو څو میاشتو راهسې د روان تاوتریخوالي د ختمولو په اړه نن د مولوي صوفي محمد او دهغه زوم او د طالبانو د تحریک مشر مولوي فضل الله ترمنځ خبرې اترې روانې دي مولوي صوفي محمد پرون په سېمه کې د ثبات راوستو په موخه لاریون وکړو چې د خبرونو ترمخه پکې ۱۵۰۰۰ کسانو برخه واخسته ،صوفي محمد په دغې موقع وویل چې سوات د ثبات راوستو دپاره راغلی دی نوموړي زیاته کړه چې دیموکراسي د اسلام مخالف طرز حکومت دی او په سوات کې د شریعت د نفاذ دپاره ثبات ضروري دی


صوفي محمد پرون د خوازه خېلې یو نامالوم ځایې ته ولاړ تر څو د خپل زوم مولوي فضل الله سره د پښتونخوا د حکومت او دده ترمنځ شوو خبرو څخه یې خبر کړي