کور / خبرتیا او پيغامونه / كو ټـــــــه : دسيمينارخبرتيـــــا !

كو ټـــــــه : دسيمينارخبرتيـــــا !

د جنوبي پښتونخوا په مركزي ښار كوټه كې د ليكوال مجلې استازي نظرمحمدبړېڅي لراوبر ته وويل چې د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځي په مناسبت يې د يوه ورځني سيمينار تابيا كړېده

هغه وويل چې دغه سيمنار به د فرورۍ پر يويستمه  نېټه د كوټي ښار د مطبوعاتي مركز په تالار كې تر سره كيږي چې مشري به يې ښه ليكوال او  د پښتونخواملي عوامي ګوند مرستيال مشر سنېټر عبدالرحيم مندوخېل كوي

هغه زياته كړه چې دوي دژوند د هرې څانګې د خلكو تر څنګ د زياتره ګوندونو غړيو ته بلنه وركړېده چې په دې سيمينار كې ګډون وكړي

د هغه په وينا د سيمينار په جريان كې به د مورنۍ ژبي پر ارزښت مقالې وړاندي كيږي او پوهان به د خپلو خبرو په ترڅ كې پر ياد سوي سرليك رڼا اچوي

نظرمحمدبړېڅي د لراوبر له لاري  له خلكو څخه غوښتنه وكړه چې سبانه بله ورځ ياني د فرورۍ پر يويستمه نېټه ماسپښين دوې بجې دي د كوټي ښار دمطبوعاتي مركز تالار ته ځان حاظر كړي او د ليكوال مجلې له اړخه د مورنۍ ژبي  د نړيوالي ورځي په اړوند جوړ سوى سيمينار دي په خپل شتون ښكلى كړي