کورنیو چارو وزارت ددریو طالبانو دنیولو ادعا کـــړې

رحيم ګل څاروان | دسمبر 15th, 2007


لراوبر ویبپاڼې ته دکورنیو چارو وزارت درسنیو ددفتر له لوري په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پولیسو تیره ورځ دمیدان وردکو ولایت دسیداباد په ولسوالۍ کې دری طالب جنګیالي نیولي دکورنیو چارو وزارت خبرپاڼې دا هم لیکلي چې له دغو نیول شویو طالب جنګیالیو سره وسلې او مهمات هم نیول شوي، لاتراوسه طالب ویاندویانو ددغو نیول شوی طالبانو دنیولو په اړه څه ندي ویلي، پدې وروستیو کې دوردکو ولایت هم یو لړ دطالبي شتون څخه ډک شوی او دطالبانو فعالیتونه پکې ډیر شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024