کور / شعر / های-های-های زړه مجبوره

های-های-های زړه مجبوره


هاي هاي هاي زړه مجبوره


په خپلو وينو سوره


درمان دې د درد نشته ګرځه ټول عمر رنځوره


های های های زړه مجبوره



ستا د محبت کيسه


سوز او د حسرت کيسه


لويه د تهمت کيسه


جوړه افسانه شوه په دنيا کې مشهوره


های های های زړه مجبوره



ډېر راته ساده ښکارې


وخت سره خفه ښکارې


مينه کې دوکه ښکارې


دار باندې ځړېږي په رښتيا وينا منصوره


های های های زړه مجبوره



خاورې دې ژوندون وينم


واړه زړه چاودون وينم


تا پکې مفتون وينم


سوزې په لمبو د شمعې خداييګو بې قصوره


های های های زړه مجبوره



ګل سره ازغي ډېر دي


درد ډېر ده ځګېروي ډېر دي


ستا په شان ستي ډېر دي


هسې چل او ول شو د دنيا واړه دستوره


های های های زړه مجبوره



نن چې ده جانان خفه


ښکاري ټول جهان خفه


ځمکه هم اسمان خفه


ژوند نده مرګی ده بس تېرېږي په ضروره


های های های زړه مجبوره



هر ګړۍ مېلمه زما


زړه کې اموخته زما


بيا شو ډېر سکه زما


غم د جانان نده بېماري ده د ناسوره


های های های زړه مجبوره



بيا ف – ث حيران ګوره


څيرې ېې ګرېوان ګوره


پروت ېې په بيابان ګوره


چا نه به ګيله که دا به رب ته وه منظوره


های های های زړه مجبوره