کور / تازه خبرونه / ډېره اسماعيل خان:دځانمرګي مرګ ژوبله تر(۱۱۰)واوښته

ډېره اسماعيل خان:دځانمرګي مرګ ژوبله تر(۱۱۰)واوښته

دپښتونخوا ايالت په اسماعيل خان ډېره كې دنن سهار دشوي ځانمرګي بريد دمرګ ژوبلي كچه تر۱۱۶ يوسلو شپاړسوكسانو پوري ورسېده.پوځ دښار واګي په لاس كې اخيستې او ددريو ورځو لپاره ګرزبنديزيا كرفيو لګول شوې ده . روغتيا يي چارواكي وايي چې ټول ۳۱يودېرش كسان وژل شوي او ۸۵پنځه اتيا نورټپيان دي .

ځانمرګي بريد كوونكي نن سهار دډېره اسماعيل خان په ښاركي دكوټلي امام حسين له امام بارګاه سره دجنازې په مراسمو كې ځان والوزاوه . اول وخت ځايي چارواكو د۲۰ كسانو مړينه تايده وله خو وروسته دډېره اسماعيل خان دپولسيو مشرمحسن شا وويل چې ټول ۳۱ كسان وژل شوي او ۸۵ نور ټپيان دي .

ډېره اسماعيل خان اوس يوه نا امنه سيمه بلل كېږي او وخت ناوخته پكې ورته بريدونه وړاندي هم شوي دي . دا  په پاكستان كې داسلامي جمعيت دمشر مولانا فضل رحمان پلارنى ټاټوبى دى .

مولا نا فضل رحمان تل په افغانستان كې دوسله والو طالبانو ملاتړى او په پاكستتان كي دجهاد مخالفت كوي . ده په لومړيو كې ځان وژومكي بريد كوونكي زړه ورمجاهدين بلل هو اوس يې په اړه څه نه وايي.