کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان د علمي او اکاډميک شخصيت په وياړ غونډه جوړيږي

د افغانستان د علمي او اکاډميک شخصيت په وياړ غونډه جوړيږي


 چې ژوندی وم تاسوویشتئ وم په کاڼو     *      اوس مي ولي ښکلوئ دقبرکاڼي 
 


په مونشن کې دافغانانواسلامي مرکز ویاړلري ، چې دخپلوغونډوپه لړۍ کې دراتلونکې شنبې په ورځ دفیبروري میاشتې په ۲۱ نیټه بیا یوه علمي غونډه وکړي . داغونډه دسرطاني ناروغیودمتخصص اوساینس پوه ښاغلئ ډاکترنظرمحمدسلطانزئ ځدراڼ چې خپل علمي تحصیلات یې په آلمان کې سرته رسولي اودښاغلئ ګل احمدشيریندل چې یونامتوولسي مشردئ په ویاړجوړیږي .


په دغه غونډه کې به ښاغلئ ډاکترسلطانزئ دخپلولوړوتحصیلاتوپه هکله چې دسرطاني ناروغیومتخصص دئ ، رڼاواچوي اوداچې زموږټولنه څرنګه کولای شي چې علمي درجوته ځان ورسوي اوزموږټولنه به څرنګه دیووالي په لورپاخه ګامونه واخلي ، دخپلوپخوتجروبوڅخه په ګټه به موږته مالومات راکړي .


زموږاسلامي مرکزغواړي چې افغاني عالمان ،ادیبان ،ساینس پوهان اوقومي مشران په ژوندانه ولمانځي اودهغوی قدروکړي .زموږپه مرکزکې تراوسه لاندې افغاني شخصیتونوویناوې کړې .


۱-ښاغلئ ډاکتر فاروق اعظم دلندن څخه


۲- ښاغلئ اجمل انددپراګ څخه


۳-شاغلئ ډاکترمجاوراحمدزیارله اکسفوردڅخه


۴- ښاغلئ کرستهوف هورستل دآلمان دتیلویزیون خبریال اودسیاسي چارومشاوردمونشن څخه


۵-ښاغلئ بختاني خدمتګارصیب دکابل څخه 
 


دغونډې وخت  : دشنبې ورځ دفیبروري میاشتې په  ۲۱ نیټه ، دماښام شپږبجې اودیرش دقیقې (18:30)


دغونډې پته   :


Afghanische Gemeinde München-Deutschland  e.V.
Machtlfinger Strasse 10
80379 – München


Tel : 015150413594  
 


(په درناوی)


دمونشن په ښارکې دافغانانواسلامي مرکز


مولوي صدیق الله فدايي


  دا خبرتيا خپلو ملګرو او دوستانو ته و لــېږئ    



 


 


 دپوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځـدراڼ ژوندلیک  


نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ د خدای بښلي الحاج ډګروال الله دادخان سلطانزی ځدراڼ زوی په هډ پښتون افغان په ١٠ /١/١٩٤٤ ز کال دپکتيا ولايت دځدراڼومېزای ټـبر په يوه دينداره اوروڼ انده  کورنۍ کې زيږيدلی دئ. ده په ١٩٥٠ م کال کې خپلې لومړنۍ زده کړې درحمان باباپه ليسه کې پيل اوپه ١٩٦١ م کال کې په اعلې درجه سرته رسولې دي. هغه په ١٩٦٢ ز کال کې دلوړو زده کړې لپاره لوديز المان ته ولاړ . 


په ١٩٦٥ز کال کې يې د فرانکفورت په پوهنتون کې دعمومي فزيک په زده کړه پيل وکړاود ١٩٦٦ ز کال وروسته يې دبرلين په ازاد پوهنتون کې (Free University of Berlin) خپلې زده کړې ته دوام ورکړ.  Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.


سلطانزی ، په ١٩٧٠ز کال کې دتجربوي فزيک په څانګه کې د ديپلوم په اخيستلوبریالی شو. هغه د١٩٧١ زکال څخه تر ١٩٧٦ ز کال پورې دجرمني بوخوم پوهنتون ،د فزيک په دیپا رتمنت کې د يوه علمي غړي په صفت پهڅيړنوبوخت وو او په نوموړې موده کې دهستوي فزيک په څانګه کې دډاکتری په اخيستلو بریالی شو.  
 



   Associate Prof. Dr. Nazar M. Sultansei 
 


هغه په ١٩٧٧ ز کال کې دطب په څانګه کې په لوړوزده کړې پيل وکړاو په څنګ کې يې دعلمي غړي اوښوونکي په توګه د بوخوم پوهنتون د طب پوهنځۍ فيزيولوژي په ديپارمنت کې رسمي دنده تر سره کوله.


سلطانزی د١٩٨٠ م کال څخه تر ١٩٨٦ م کال پورې دکابل پوهنتون د طبيعي علوموپوهنځی دفزيک په ديپارتمنت کې داستاد په توګه کارکاوه او وروسته دافغانستان داتوم انرژۍ دڅانګې مسئول مشر وټاکل شو.  هغه د١٩٨٦ ز کال په اکټوبر مياشت کې د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان (IAEA) په عمومي کنفرانس کې دبرخې اخيستلو په موخه داتریش هيواد ته ولاړ.


په ١٩٨٦ ز کال کې د يوه وتلي افغان ، او ولس پالونکي ساینس پوه په توګه په افغانستان باندې دروسانو ديرغل اودافغان کمونیستي چارواکو سره د ډير کلک مخالفت درلودلوله کبله په اتريش کې سياسي پناه غوښتنې ته اړ شو او خپل هيوا دته بیرته راستو ن نه شو.


سلطانزی د ١٩٨٩ز کال څخه تر٢٠٠٠ ز کال پورې داتریش هیواد د ويانا ښار لاينڅ په روغتون کې، او    ٢٠٠١         ز کال څخه راپدې خوادالمان بایرن ایالت په يوه روغتون کې، د طبي فزيک پوه اوهستوي طب متخصص په صفت د راديو تېراپي(Radiation Therapy) په څانګه کې په کار بوخت دئ.


سلطانزی درې زامن اودوه لوڼه لري . مشرزوی یې ډاکتر غازي محمد درادیولوژي څانګې متخصص ډاکتردی . دویم زوی یې نظیرمحمداودرېیم زوی یې  وحید نومیږي چې په لوړوزده کړوبخت دي .


(پای) 


لیکل شوي علمي کتابونه :
۱- دوینې سرطان درملنه ، پيژندنه اومخنیوی ، 2009 زکال ، جرمني
۲- سرطان اودچاپېریال رادیواکــټـیـویتي ، 2008 زکال ، جرمني
۳- داولتراسونډ طبي کارول ، 2007 زکال ، جرمني
۴- دالبرت اینشټاین نسبي تیوري 2006 زکال ، جرمني
۵- داټوم فزیک اساسات ، لکچرنوټ ، 1985 زکال ¸ساینس پوهنځی ، کابل پوهنتون
۶- دالکترونیک اساسات ، لکچرنوټ ، 1984 زکال ، ساینس پوهنځی ، کابل پوهنتون
۸- دلمرانرژي پروژه (Solar collector) ، 1982-1986
۹- داکسریزفلوریسینس (X-ray fluorescence ) کړنلارې په مرسته دهیوادمعدني ډ بروپيژند نه اواتحلیل
، کابل پوهنتون ، 1983، ساینس پوهنځی ، کابل پوهنتون
۱۰- دکوبالټ شپيته رادیوتیراپي دستګاه therapy equipment Cobalt-60 ، لکچرنوټ 1984 ،
کابل پوهنتون
۱۱- الکتروفیزیولوژي ، 1985 ، لکچرنوټ ، طب پوهنځی ، کابل پوهنتون


خپورشوي علمي اثاراومقالې :
۱- په هیوادکې داټومي پاتې شونوخبرتیا ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال
۲- اټومي بمونه اومذهبي نومونه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال
۳- دچرنوبیل هستوی پیښې شل کل تلین ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2006 زکال
۴- دسږکال فزیک نوبل جایزه جاپاني فزیکپوهانوته ورکړه شوه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال
۵- دکیهان (Universe) مصنوعي پیدايښت تجربه وځنډیده، دلراوبر ا، وبینواویبپاڼه 2008 زکال
۶- دسرطاني ناروغيودپېژندنې کلینیکي فرمول(TNM) ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال
۷- هېماتولوژ ي ( دداخله طب لکچرنوټ : دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال
۸ – د اتوم بم د ٦٣ تلین غميزې په یاد ، دلراوبر اوبینواویبپاڼه 2008 زکال
۹- دمسلمان پښتون اواتوم بم کارپوه عبدالقدیرلنډه پېژندنه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال
۱۰- دگاونډ يوهیوادونوهستوي ازموینې ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال
۱۱- دپښتوژبې يوملي تلويزيون ته اړتيا ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2007 زکال
۱۲- دنــــــــړۍ لومــــړی اتـــــومي بــــــــــم ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2007 زکال
۱۳- د پولونيم زهراودروسي جا سوس مړينه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2006 زکال
۱۴- د اتوم انرژي بنسټيزفرمول ، دلراوبر اوبینواویبپاڼه 2006 زکال
۱۵- پښتانه او دد پښتو ژبي غميزه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2005 زکال
۱۶- په کابل کې بايد دپښتوژبې پوهنتون جوړشي ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2005 زکال
۱۷- د طبيعي وړانگوسرچينې ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه 2008 زکال
۱۸- طبيعي راديواکتيو يتي ، دټول افغان ویبپاڼه ، 2007 زکال
۱۹- دافعانستان داتوم انرژۍ پـيښليک ، دټول افغان ویبپاڼه ، 2006 زکال
(پای)

تبصره نسته






  1. New Page 1

     

    د لراوبر
    افغانستان ويبپاڼي پيغام


    پروفيسر ډاکټر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ

    موږ په
    مونشن کي د افغانانو د ا
    سلامي
    مرکز د مشرتابه او غړو څخه د زړه له کومي مننه کوو چي د افغانستان نوميالی علمي او
    اکاډميک شخصيت ، د هستوي فزيک استاد ، ليکوال او څېړونکي ښاغلي ډاکټر نظر محمد
    سلطانزي ځدراڼ قدر پر ځای کوي او د علمي او اکاډميکو خدمتونو د ستايني تر څنګ يې يو
    ځل بيا د خپل لراوبر ويجاړ وطن خورو ورو هيوادوالو ته ور په يادوي . پوهنوال استاد
    سلطانزی د لراوبر افغان ټبر د پاره شپه او ورځ خدمتوته کړي ، د لوړي علمي کچي ډير
    ارزښتناک او مهيم علمي اثار يې ليکلي او خپل ولس ته وړاندي کړي دي ، نوموړئ اوس د
    خپل عمر په پنځه شپېته کلنۍ کي د جلاوطنۍ او پرديسۍ په چاپيريال کي د رسمي مسلکي
    دندي او مسوليتونو تر څنګ بيا هم هلته له ليري څخه خپل د ولس هر يو وګړئ او د خپلي
    ويجاړي جونګړي هره څنډه په خورا دقت د خپل علمي صلاحيت او خدای ورکړي استعداد په مټ
    څاري ، څېړي او د هري ستونزي او ناخوالي په ليدلو يې هم د زړه ويني څاڅي او هم يې
    ستونزو څخه د خلاصون ، سوکالۍ او پرمختګ په لاره کي  علمي او اکاډميکي هلي ځلي
    کوي .

    له بده
    مرغه د ډيورنډ کرښي پر دواړو خواو پروت افغان وطن اوس د پرديو په ولکه کي دئ يا د 
    پرديو د مزدورانو واکمني پر چليږي ، هلته پردي ستايل کېږي ، هلته زموږ د قام او ټبر
    قاتلين ستايل کيږي ، هلته تر ټولو لويو ظالمانو ته تر ټولو لوی القاب او مډالونه
    ورکول کيږي ، ځکه نن د ټول افغانستان په کچه د يوه لوړ رتبه علمي شخصيت پنځه شپېتمه
    کليزه په جلاوطني او پرديسي کي نمانځو، کنه نو د داسي شخصيتونو ستاينه او نمانځنه
    خو بايد د کورهيواد په پلازمېنه کي د اړوند ادارو لخوا په پرتمنينه توګه پرځای
    کيدلای .

     په
    داسي يوه بحراني حالت کي د بهرميشتو افغانانو پر افغاني او اسلامي بنسټونو ولاړي
    کلتوري هڅي د ډيري ستايني وړ دي ، موږ په مونشن کي د افغانانو د اسلامي مرکز دا پر
    وخت او پر ځای هڅه ستايو او کورودانی يې وايو ، همدا ډول ښاغلي استاد پوهنوال ډاکټر
    نظر محمد سلطانزي ته د لوی خدای له دربار څخه د خوښۍ او روغتيا سره د اوږده ژوند او
    لا ډيرو علمي او اکاډميکو خدمتونو  برياو غوښتنونکي يو .

     

    په درناوي

    د لراوبر
    ډام کام د کارکوونکو لخوا

    ۲۱ 
    فبروري ۲۰۰۹