کور / خبرتیا او پيغامونه / د علامه حبيبي نوی اثرکشف شاهنامۀ… خپور سو

د علامه حبيبي نوی اثرکشف شاهنامۀ… خپور سو


د علامه حبيبي نوی اثر خپور سو کشف شاهنامۀ قبل از دورۀ مغل



دا د ارواښاد لوی استاد علامه حبيبي نوې څېړنه ده چي د شاهنامه پېژندني په باب ډېر نوي ټکي پکښې روښانه سوي دي، کتاب ټول ۷۲ مخونه لري، علامه مرحوم نوموړی اثر د خپل ژوندانه په وروستيو مياشتو کي ليکلی، او د شاهنامه پېژندني او لومړنيو خطي نسخو په باب يې په زړه پوري څېړنه کړې، نوموړی کتاب تر دې مهاله د هغه د کورنۍ د غړو سره خوندي و.
ياد سوی اثر په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني په زيار او د علامه حبيبي د څېړنو مرکز په مالي لګښت د زرو ټوکو په تېراژ خپور سو.