کور / خبرتیا او پيغامونه / په افغانستان کي ديوه بندي خاطرات کتاب خپورسو

په افغانستان کي ديوه بندي خاطرات کتاب خپورسو

په افغانستان کي د يوه بندي خاطرات، د افغان – انګليس د لومړۍ جګړې په زړه پوري خاطرات دي، د جګړې يو عيني شاهد او نظامي بريدمن وينسنټ اېر ليکلي دي، وينسنټ اېر د افغان – انګليس په لومړۍ جګړه کي د نظامي بريدمنۍ تر څنګه د دغو خاطراتو د ليکلو  دنده هم پر غاړه اخيستې وه، نوموړي د افغان – انګليس د لومړۍ جګړې ټولي پېښي ليکلي او تر ټوله مهم د انګرېز پوځ د مشر سر ويليم مکناټن د مرګ عيني شاهد پاته سوی دئ، ليکوال تر زياتي اندازې پېښي په ډېر ښه ډول ترسيم کړي دي، دا ځکه چي دی نظامي بريدمن دئ او د جګړې په ټولو حالاتو خبر دئ، خپلي ناکامۍ او د ځينو مشرانو ضعيفي نقطې يې په ښکاره ډول بيان کړي دي، د افغانانو مړاني او برياليتوبونه يو په بل پسې بيانوي، خو کله کله د احساساتو څخه هم کار اخلي، چي په نتيجه کي ځيني افغان مشران په سپک نامه بولي.


نوموړی کتاب له انګليسي څخه زموږ تکړه ژباړن ښاغلي نسيم سليمي پښتو ته ترجمه کړی، چي په دې ډول يې په پښتو کي د يوه تاريخي اثر اضافه توب کړی دئ، ښاغلي سليمي هر وخت د خپلي ژبي له پاره دغه ډول ګټور کتابونه ژباړلي دي، موږ يې د لا زيات برياليتوب غوښتنه کوو. کتاب په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا د زرو ټوکو په شمېر خپور سوی، علاقه مندان کولای سي د هيواد د مشهورو کتاب پلورنځيو څخه يې تر لاسه کړي.